نظــر

هره ورځ یو امریکايي سرتېری ځان وژنې؟

دروهي ویب پاڼې دخبر په اساس یوې سویسې ورځپاڼې خبر خپور کړی چې دسږ کال په ۱۵۵ ورځو کې چې  پنځه میاشتې او پنځه ورځې کېږي ۱۵۴ پوځيانو ځانوژنه کړې ده: ( د ((بليک)) په نوم سويسي ورځپاڼې رېپوټ ورکړی، چې د سږکال په 155ورځو کې 154 تنو امريکايي سرتيرو ځانوژنه کړې. د رېپوټ له مخې، د نړۍ په مختلفو سيمو کې امريکايي سرتيري ځانوژنې ته زړه ښه کوي )

   له دې پرته په ګڼو نورو ویب پاڼو کې هم نوموړی خبر راغلی، چې یو له هغو نه د ( الیوم ) په نامه یوه په عربي ژبه سعودي ویب پاڼه ده، دنوموړې ویب پاڼې دخبر په اساس دجمعې په ورځ دامریکې وزارت دفاع یوه اعلامیه خپره کړې چې په هغې کې یې دا خبره په ډاګه کړې چې دسږ کال له پیل نه تر اوسه پورې په هره ورځ کې یو یو امریکايي سرتېري ځان وژنه کړې ده.

   نوموړې برېښنا پاڼه لیکي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان دامریکې له حملې نه تر اوسه دامریکايي سرتېرو دځان وژنې شمیره تر بل هر وخت زیاته شوې ده، دتېر کال ۲۰۱۱ په نسبت سږ کال دامریکايي سرتېرو په ځان وژنه کې ۱۸٪ زیاتوالی راغلی، کوم څه چې امریکا خصوصا دفاع وزارت یې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړی.

    که څه هم چې په دقیقه توګه نه دي ویل شوي چې دغه ځانوژنه کوم ډول سرتېري تر سره کوي، خو د ( العرب اونلاین ) ویب پاڼې په نامه یوه عربي ویب پاڼه بیا لیکې چې دڅېړنو له مخې ښکاري چې زیاتره هغه سرتېري دځانوژنې ښکار شوي کومو چې دجګړې په لیکو کې وخت تېر کړی، خو له دې سره داسې سرتېري هم شته چې له سره یې په جګړو کې ګډون نه دی کړی.

   دنوموړې ویب پاڼې دخبر په اساس دغه شمیره دهغو سرتېرو له شمېرې نه زیاته ده کوم چې دسږ کال راهیسې دجګړې په ډګر کې په همدغه وخت ( ۱۵۵ ) ورځو کې  وژل شوي دي، دویب پاڼې دخبر په اساس دپنتاګون ویاندې په خپلو څرګندونو کې وویل چې مونږ په پوځي قطعاتو کې ددارنګه پېښو په اړه خورا اندېښمن یو، او دا یو له هغو ستونزو څخه ده چې مونږ یې په بیړني ډول دهواري په هڅو کې یو.

    ویب پانه زیاتوي چې ددغه ستونزې دله منځه وړولو او یا يې کم تر کمه دکمولو لپاره امریکايي وزارت دفاع له ډېر پخوا نه ګڼې هلې ځلې په کار اچولې دي، او خپلو سرتېرو ته یې ویلي دي چې کله که تاسو دڅه ذهني یا رواني فشار احساس وکړ نو له ټاکل شویو متخصصینو سره اړیکې ونیسۍ، او دخپل تکلیف په اړه یې په جریان کې وساتۍ، چې ددې کار لپاره یې دجګړې لیکو ته نېږدې دعقلي متخصصینو ټیمونه  او له هغوی سره دتلیفوني اړیکو آسانتیاوې هم برابرې کړې دي، مګر له دې سره سره ځینې څېړنې ښيي چې ډېری سرتېري عقلي او رواني متخصصینو ته مراجعه کول کمزوري بولي.

     او دا هم دیادولو ده چې  دښمن تل دخپلو سرتېرو دتلفاتو په اړه درواغزن او بې اساسه خبرونه خپروي، که یې پنځه سرتېري ووژل شي دوی ایله په ایله یو مني، خو که همدا هم ورسره ومنل شي دا دي ددوی له خپل وزارت دفاع نه دهمدومره نورو دوژل کېدو خبر خپرېږي.

   کوم سرتېري چې ځان وژنه کوي زیاتره یې لکه څنګه چې پورته ویب پاڼې ویلي وو هغه کسان دي چې په جګړه کې یې ګډون کړی وي، او اوس خو جګړه یوازې په افغانستان کې روانه ده، نو  په پوره باور سره ویل کېدی شي چې په حقیقت کې دغه کسان هم دافغان غیرتي او مېړني مجاهد ولس دتورې له زور نه خپل سر په خپله غوڅوي، دوی دومره سر بداله شوي چې ددې پر ځای چې دجګړې په ډګر کې له خپل هدف نه که هدف ولري ددفاع په لاره کې ووژل شي په خپله مخکې له مخکې خپل ژوند ته دپای ټکی ږدي، په دې اړه لاندې څو ټکي دپام وړ کېدای شي:

۱ ـ دامریکې پوځ دولس په څېر یې جګړه نه غواړي مګر دلیونیو او شراب مستو سیاستمدارانو له خوا يې په وچ زور جګړې کولو ته مجبورېږي، او هر هغه کار چې پر یو چا  ور وتپل شي هغه بیا پر مخ نه ځي، او نه تر منزله رسېږي.

۲ ـ  امریکايي ولس او پوځ دخپلو سیاستمدارانو له سرتمبګیو او جهالت نه دومره په تنګ دي چې آخر له خپل ژوند نه هم تېرېږي، مګر نه غواړي چې ددوی په امر او ددوی له خوښې سره سم او ددوی داهدافو او موخو لپاره ځانونه قرباني کړي، دوی وايي چې نه مو پرېږدۍ او خامخا مو دخپلو ګټو لپاره قرباني کوۍ نو مونږ دومره کولی شو چې خپل ځانونه ستاسو دګټو او ستاسو دشومو موخو لپاره له قربانۍ نه په دې توګه وژغورو، په دې معنی چې ستاسو شومې او کرغېړنې موخې زمونږ دوینو په قیمت پوره نشي، که څه هم چې ځان وژنه په عام ډول  خورا بې زړه توب، ناهیلي بلکې یو رنګه لیونتوب دی مګر دامریکايي سرتېرو ځان وژنه باید وستایل شي، ځکه کم تر کمه دوی که دومره غیرت نه لري لکه ځینې افغان سرتېري چې پر خپلو استاذانو دټوپکو شپېلۍ ور واړوي نو دومره خو کوي چې دخپل ځان په لوري یې واړوي، او دا له مجاهدینو سره یو رنګه مرسته هم ده، ځکه په دې توګه له یوې خوا ددوی شمېره کمېږي او له بلې خوا یې په نورو سرتېرو بده اغېزه کوي، دا خو لا څه چې له همدې لارې یې کېدای شي مشران هم لارې ته راشي، الله جل جلاله دې برکت پکې واچوي.

۳ ـ که دغه ځانوژنې دباتورو مجاهدینو له استشهادي عملیاتو سره پرتله شي نو دځمکې او آسمان توپیر تر سترګو کېږي، ځکه مجاهدین په خورا ویاړ اوافتخار سره او په داسې حال کې چې له دنیا نه وي په تنګ بلکې ښه خوشحاله ژوند لري، خو بیا هم دخپل لوړ هدف لپاره چې دالله تعالی رضا او داسلامي نظام منځ ته راتلل دي ځان قربانوي، نه یوازې دا چې ځان قربانوي بلکې دخپل ځان په قربانولو یو درجن اشغالګر هم  له منځه وړي، سره له دې چې دمجاهدینو مشران خپل هر مجاهد ته او په هر ځای او هر وخت کې داستشهادي برید اجازه نه ورکوي، خو بیا هم دا دي هره ورځ او که نه په دوه، درې ورځو کې خو خامخا یو مجاهد استشهادي برید کوي.

۴ ـ دمسلمان او کافر بیا خصوصا دمجاهد ینو او یرغلګرو او ګوډاګیانو تر منځ یې دا توپیر دی چې مجاهد ددنیا له ژوند نه آخرت ته ډېر لیواله وي، ځکه هلته ابدي ژوند دی، کوم چې هر مسلمان عقیده او باور پرې لري، ځکه خو مجاهد په خورا شوق سره دقربانۍ ډګر ته ورځغلي، او کافر بیا له جګړې نه تېښته کوي، ددې پر ځای چې په جګړه کې ووژل شي په خپله ځان وژني، مجاهد دالله په لاره کې وژل کېدو ته دومره لیواله دی لکه څومره چې یو اشغالګر او یا یې ګوډاګی په دنیا کې ژوند کولو ته لیواله دی.

۵ ـ امریکايي لیوني سیاستمداران نور باید پوه شي چې په دا رنګه ناهیله سرتېرو دومره لويه جګړه نه ګټل کېږي، نو هسې دځان شرمولو ته څه اړتیا ده، ښه به دا وي چې نور نو حقایق او واقعیتونه درک کړي، دوی که یو سرتېری دمجاهدینو په لاس وژني نو یو په خپل لاس و ژني، مګر له دې سره سره بیا هم الله جل جلاله داسې کاڼه اوړانده کړي چې اوس هم له حقایقو نه خپلې ړندې سترګې نورې هم ټينګې پټوي، هیله ده چې دسويې په څېر همداسې دغفلت په خوب ویده داسې وخت را ویښ شي چې هر څه ترېنه تېر وي.

۶ ـ په جګړه کې په عام ډول تر هر څه زیات دمورال او روحيې اغېزه زیاته وي، که یو څوک هر څو زیات او پرمختللي جنګي وسایل او اسباب ولري مګر چې مورال او روحیه ونه لري نو خامخا له ماتې سره مخ کېږي، او که دیو چا جنګي اسباب او وسایل ډېر پر مختللي هم نه وي خو چې مورال او روحیه يې لوړه او قوي وي نو خامخا به جګړه ګټي، او که دواړه هم مورال او روحیه اوهم اسباب او وسایل سره یو ځای شي بیا خو نو خامخا مثبت اثر لري.

احمد شاه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x