ټولنیزه برخه

توبـــــــه

حامد افغان
د توبې له درده ډکه کیسه
د ریاض يوه ډیر دینداره او پوه عرب کیسه کوله چې یوه ورځ مې یو مست اوبداخلاقه ځوان ولید، هغه یوه نجلۍ تنګوله اوزه ورته ودریدلم، نجلۍ ولاړه او هغه ځوان ماته هیښ وکتل، ما په نرمه ورته وویل چې زه نه پولیس یم او نه د امربالمعروف مسؤل یم زه غواړم تاته د نصیحت څو خبرې وکړم، هغه راغی زماخواته کښېناست او ما خبرې ورته پیل کړې، قراني ایتونه او د نبوي سیرت څوخبري مې ورته وکړې، زما د خبرو په مهال ځوان سر ښکته اچولی و، زه چې ورته ځیر شوم له سترګو یې اوښکي بهیدلې.

له خبرو وروسته مې د موبایل نمبر ورکړل ورته ومې ویل که کوم خدمت دي له مانه غوښت د ورور غوندي به راته وایې، ده هم نمبر راکړل او سره بیل شوو.

تقریبا څوارلس پنځلس وروځې وروسته یوه ورځ سهارمهال په موبایل کې د هغه ځوان نمبر مخته راغلل په زړه کې مې وویل راځه پوښتنه یې وکړه، موبایل مې ورته وکړ له ښه جوړ وروسته مې ورته وویل چې ما پیژنې؟ هغه راته وویل: څنګه به هغه غږ نه پیژنم چې په برکت سره یې زه الله جل جلاله په سمه لاره برابر کړم، او له دې خبرې وروسته یې دعاوې راته وکړې. او راته ویې ویل: سره لیدلې مو وی؟ ما ورته وویل ولې نه سبا به زه ستاسو کره درشم اوپه دې خبره سره رخصت شوو.

سبا سهار ماته میلمانه راغلل، له هغو سره ډېر ناوخته شوم، او له ځوان سره مې وعده هم له وخته وځنډیله، اخر مې وویل چې وعده که څه هم له وخته اوښتې خو باید پوره یې کړم، هسک مازدیګر د ځوان کور ته ورسیدلم، زنګ مې ورته وکړ، څه ځنډ وروسته یې پلار دروازه راخلاصه کړه ما ورته وویل: فلانی شته؟ هغه وویل: نه هغه نشته، راځه میلمستون ته، هلته ولاړو کښېناستلو، د پلار حالت یې ډېر بیخونده راته ښکاره شول، بیا مې یې د زوی پوښتنه وکړه هغه راته وویل: دالیږ ځنډ مخکي له هدیري راغلو، نن هغه وفات شوی و او اوس مو دفن کړ!!.

پلار یې راته وویل: هغه ستا ملګری و اوکله دي هغه لیدلی و؟ ما ورته وویل: شاوخوا پنځلس شپاړلس ورځي مخکي زه له هغه سره شناخته شوی وم، پلار یې چې پوه شو غریو ونیو او په ژړاشو، په ژړا کې راپور ته شو او زه یې په سر او مخ ښکول کړم او راته ویې ویل: له تا قربان شم ته خو هغه کس یې چې زما زوی دي د جهنم له اوره ژغورلی دی!. وروسته یې د خپل زوی له توبې مخکې حالات راته بیان کړل چې ډېر بیلاري او ناسم کارونه یې کول، دا دوه اونۍ یې حالت دومره سخت بدل شوی و چې د سهار لمانځه ته به یې پر موږ نارې وهلې، شپه او ورځ به په عبادت او تلاوت بوخت و او له ټولو ناسمو کارونو یې توبه ایستلې وه، نن سهار له جوماته راغی یو په یو راولویدی، روغتون ته مو ورساوه او هلته له لیږ ځنډ وروسته مړ شو. الله دي د مسلمانانو ځوانان اونجونه سمې لاري ته برابرکړي او موږ ټولو ته دي هدایت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x