افغانستان

د اجرايوي ریاست د دفتر رییس، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر له دندې شړلی

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د اجرايوي ریاست د دفتر رییس پخپل سر د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر له دندې شړلی او ټول امکانات يې ترې اخیستي دي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کابل د خلکو استازي انورخان اورياخېل هغه اسناد وړاندې کړل، چې پر اساس يې د عبدالله عبدالله د دفتر رييس عبدالقهار عابد پخپل سر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر دایم کاکړ له دندې ګوښه شوی او د ساتونکو وسلې او موټر يې ترې اخیستل شوي دي.

د حقوقپوهانو پر اند د دایم کاکړ له دندې ګوښه کول، د ولسمشر قانوني صلاحيت بلل کېږي، چې د اجرايوي ریاست د دفتر رییس د اشرف غني دنده پر مخ وړې او د دایم کاکړ پر ځای د خوښي شخص ټاکلی دی.

د دوی پر اند د دې ډول اشخاصو د ګوښه کولو امر بايد ولسمشر ورکړي، چې د چارو د ادارې له لوري به د اداري مراحلو له طی کولو وروسته له په نښه شوی شخص دندې لرې کېږي.

د ګډ حکومت بنسټ چې نیم په نیم اېښودل شوی دی، په داخلي چارو کې جمهوري ریاست د اجرايوي ریاست پر وړاندې بې وسه بلل کېږي، چې په ورته نورو موضوعاتو سربېره ګلخاني ماڼۍ د بلخ د سرپرست والي په لرې کولو کې هم پاتې راغله، چې پر وړاندې يې سپېدار ماڼۍ د عطامحمد نور پلوۍ بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
habib amin

پدي تول پو هيزي چه رحيمي د ايران د مشركو اخندانو نو كر او جاسوس او د شوراي نظار يو زنخيري ### ده دغه #### شخص هميشه په خپلو تبصرو او خبرو كه بي د پشتون قوم سپكاوي او دشوراي نظار د ستمي او هزاره چنگيزيان به دفاع كوله راشي د هزاره گانو جاسوسي د ايران مشكرو شيعه گانو د محترم اشرف ياد په د سترگو ليد حالت دغه تبصره چي سل فيصده حقيقت لري و لولي ايران او هزاره جاسوسان! / محمد اشرف یاد JUL 8, 2015 0 admin ښاېسته موده وړاندې د ايران پلازمېنې تهران ته تللی وم،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x