نظــر

ایا په استراتیژیک تړون کې دلوګردخونړۍ پیښې په څیر دورته پیښو دمخنیوي تضمین موجود دی؟

له کله چې دروان کال دمی دمیاشتې په پیل کې داوباما اوکرزي ترمنځ داستراتیژیکو تړون لاسلیک شو ورسره جوخت دبهرنیو ځواکونو لخوا دافغانستان په بیلا بیلو سیموکې دولسي خلګو دوژلو، دشپې مهال دهغوئ دکورونو تلاشي اودهغوئ په کورونو باندې دبمباري لړۍ هم ګړندۍ شوه .

که څه هم چې داستراتیژیکومرستو په نوم تړون کې هرڅه وارترله مخه دامریکایانو په ګټه ترتیب شوي ول ،خو یواځې هغه څه چې افغانان ورته خوشبین ول هغه په دې تړون کې دولسي وګړو دبمباري اودشپې مهال دهغوئ دکورونو دتلاشي دمخنیوي خبره وه  کومه  چې دولسمشر کرزي اودهغه درابلل شوې لويې جرګې دغړیو له لوري  امریکایانوته  دیوه اساسي شرط په توګه وړاندې شوې وه .

داوباما اوکرزي له لوري داستراتیژیک تړون دلاسلیکولو په مهال هم   دواړو لوریو ددغه شرط دعملې کولو په تاکیدسره  افغانانوته داژمنه ورکړه چې نوربه ددغه سند په برکت نه امریکایې پوځیان په تاسو بمبارکوي اونه به مو دشپي مهال په کورونه دراوړي  .

خو امریکایانو دخپلو ژمنو او دافغانانو د توقعاتو برخلاف  ددغه تړون له لاسلیکولو سره  سم  دهغه دمندرجاتو په نقضونې او تخلف لاس پوري کړ او دپخواپه شان یې هم دولسي خلګو په خلاف خپلو وحشیانه  بمباریو ته دوام ورکړ  اوهم یې دشپې  مهال دهغوئ دکورونو په تلاشي  او چاپو کې په لسګونه  بیوزله ولسي وګړي  شهیدان، زخمیان او اسیران  کړل چې  دلوګرولایت دسجاوند دسیمي او دپکتیا ولایت  دګردې څیړۍ وروستۍ خونړۍ پیښې يې ژوندۍ بیلګې دي .

دامریکایانو ددغه ښکاره نقضونې  په خلاف  بیاهم دکرزي غبرګون یواځي سیمې ته دپلاوي په لیږلو او څولفظې ګواښونوسره اعلام  ، او دپارلمان اوسنا غړیو چې  د  استراتیژیک تړون تصویب یې دپریمانه ډالرو   په  بدل کې  لاسلیک کړی  وه په ځان کې  یې هماغه تش دلفظي ګواښونو صلاحیت هم نه لیدو.

په کارخو داوه چې په دغه سندکې افغان لوري له امریکایانو څخه د سند د موادودعملي کولو پوره تضمین اخیستی وای ؛ځکه دغه سند زمونږ د جګړه ځپلې هیواد  په جنګي شرایطوکې دجانبینو ترمنځ  لاسلیک شوی  چې  له همدې امله هغه یواځې  پوځي توافقنامه  بلل کیږي نه لکه امریکایان چې اعلانوي اقتصادي تړون ،اوله حقوقي پلوه په داشانې پوځي توافقاتو او تړونونوکې  تربل هرڅه له مخه  دجانبینوترمنځ  دسند په مندرجاتوکې دتخلفاتو اودهغه دتضمین په اړه ټینګار،  اودهغو نوعیت او کیفیت پکې په تفصیل سره  درج کیږي.

خوله بده مرغه چې په دغه سندکې په افغان لوري په جبر اوتحمیل سره  داسې څه لاسلیک شوي  چې  په هغه کې  دسرغړوونکو دسرغړاوي هیڅ تذکر نه دی شوی  ، که شوی هغه هم دامریکایې لوري په ګټه  او دافغانانو په تاوان دی.

همدالامل دی چې  نه په تیرو یولسوکلونوکې  افغان لوري  دامریکایې متخلفینو دمجازات جرأت وکړای شو ، اونه به یې ددې سندله لاسلیکولووروسته وکولای شي،اودا وجه  ده چې دزنګاوات دزړه بوږنوونکې پیښې په څیر دنوروسلګونوجنایتونومرتکبین امریکایان په سرو سترګو دامریکایې ځواکونو په حمایت کې  له افغانستان څخه بغیرله محاکمې اوتعقیب امریکاته بیول کیږي  اوڅوک يي مخې ته ګل هم نشي  وراچولي.

دامریکایانو لخوادلوګرولایت دسجاوند دکلې له خونړۍ پیښې  وروسته په افغانستان کې دبهرنیوځواکونو قومندان جنرال الن په  خوله ددې ژمنه وکړه چې  بیابه  دهغه دځواکونولخوا داسې پیښې نه تکراریږي ،خوداهغه ژمنې دې چې له تیرو یولسو کلونوراهیسې په لسګونوځله امریکایانوکړې او بیرته یې په سبا او بله ورځ هغه ترپښو لاندې کړې.

هغه څه چې  دجنرال ألن په دې ژمنه کې نوی شی مالومیده  هغه دده له لورې دقربانیانو کورنیوته  دمعاوضې  مبهمه خبره وه .

مبهمه ځکه چې هغه نه په وضاحت سره دغرامت اوتاون ورکولو نوم په خوله راوړ او نه یې دهغه اندازه معلومه کړه .

امریکایانو مخکې هم دعذربتر ازګناپه ډول په ډیرو محدودو مورادوکې  دهغوشهیدانو کورنیوته کوم چې ددوئ  له خوا په قصدي توګه وژل شوي وي  دري څلورزره دالرورکړي ، چې داپه حقیقت کې دامریکایانو لخوا دوژل شویو افغانانود وینو اودهغوئ  دکورنیو دتوهین او سپکاوي په مانادی.

ځکه  خپله امریکایان په ورته مورادوکې له نورو خلګوڅخه  دخپلو وژل شويو امریکایانو دوژل کیدو په بدل کې  په  لسګونوملیونه ډالرپه زور اخلي خو دوئ بیا په افغانانوباندې دوژل شوی شخص د دیت په مقابل کې دري یاڅلورزره ډالر هم ډیر بولي.

دبیلګې په توګه په ۱۹۸۸ کې چې داسکاټلنډ په لاکربي ښارباندې  دپان امریکن هوایي شرکت اړوند الوتکه راوغورځیده اوپه کې سپاره ۲۵۹ امریکایان ووژل شول  امریکایانویې له لیبیا څخه دهروژل شوي امریکایې ددیت په عوض کې لس ملیون ډالره تاوان وغوښت  چې په دې توګه ورته  دمعرالقذافي دولت په کال ۲۰۰۳ کې  ۲۷ میلیارده ډالره په مکمل ډول  تسلیم کړل ، تردې چې دالوتکې په سورلیوکې  دیوه  نفر دسپي  دوژل کیدو له امله  یې هم  ورته ۵ ملیونه ډالره  غرامت  ورکړل شو.

سره له دې چې دلوګرله خونړۍ پیښې وروسته هم  ناټو اوهم جنرال جان الن یوځلې بیا دولسې  خلګو داستوګنې په سیمو دبمباریو دنه کولو ژمنې تکرارکړې خوافغانان به وګوري چې امریکایان او ناټو ترکومه حده په راتلونکي کې خپلو ژمنوته وفادار  او دولسي وګړو دژوند تحفظ ته  متعهد پاتې کیږي .

دامریکایانو لخوا په  استراتیژیک تړون کې  په عمدې توګه  دتضمین دمادې له پامه غورځول  او دمغرورو امریکایانو لخوا دکرزي  دناتوانه  دولت ټولو معاهداتو ته  په بي اعتنايي سره کتل هغه څه دي چې امریکایانوته یې په افغانستان کې  دبیوزله ولسي وګړو دوژلو ترڅنګ دهرډول اخلاقي اوجنايي کړنو لاره پرانیستې ساتلې  .

داچې داستراتیژیک تړون دلاسلیکولوشروع دامریکایانو لخوا په تخلف ، سرغړاوي او نقضونې پیل شوه نو په راتلونکي کې هم له هغوئ څخه دداسې څه توقع کول چې هغه دې دافغانانودرد دواکړای شي ناشونی بلل کیږي ،لهذا له پورتنیوعیني حقائقوڅخه دانتیجه ګیري په لاس راځې چې ترڅو په افغانستان کې  بهرني ځواکونو موجودوي ترهغوبه ددوئ په لاس دبیوزله ولسي افغانانو دوژلو،ځورولو لړۍ ګرمه او افغانستان به  دامریکايي تواجد له امله  دګاونډیانو دپوځي اوسیاسي زورآزموینې دمسابقې ډګر وي ،چې داکار په خپله دافغانستان په ځمکني تمامیت اوملي حاکمیت  ښکاره تیری بلل کیږي اوکوم سندچې داستراتیژیک تړون په نامه دغې  فاجعې ته دجاري ساتلوزمینه سازي کوي هغه په هیڅ ډول دافغانانو دمصالحو دتحفظ اوتحقق  تړون نشي بلل کیدلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x