روژه ماتی د کعبې تر څنګ – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): دلته د عمل ثوابونه لس چنده او بیا سل زره چنده سره ضرب خوري، او بیا د هر سړي په نیت او اخلاص سره الله جل جلاله هغه ته په نورو اعدادو کې ضرب ورکوي او ثوابونه یضاعف لمن یشاء کیږي.

دلته هر سړی تر خپلې وسې هڅه کوي چې د الله جل جلاله د کور زائرین او د الله جل جلاله میلمنو ته روژه ماتی برابر کړي او د هغو د هوسایني لپاره لاس په کار شي.

ځکه چې روژه تي ته روژه مات ورکول همدومره ثواب لري لکه سړی چې خپله روژه ونیسي، او د لومړي روژه تي ثواب هم نه کمیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: من افطر صائما فله مثل اجره.

دلته هر سړی تر خپله وسه هڅه کوي چې دغه ثواب تر لاسه کړي، هر سړی خرما ویشي، اوبه تقسیموي، چای، قهوه، زنجبیل چای، او زمزم په لاس کې ګرځوي، او د کعبې شریفي طواف کوونکو ته د روژه ماتي اسانتیاوې برابروي.

دلته د خیر کارونه ډیر زیات دی، پر طواف سربېره خلک نوري هم ډیري لاري لري چې د روژه ماتي په مبارک وخت کې خپل ثوابونه پرې ډیر کړي او ځکه چې د ستړیا قیمت یی الله ورکوي، هر سړی کوشش کوي چې د خپل مالک الله جل جلاله سره خپل ګټوره سودا وکړي.

شتمن او د وس خاوندان له بازاره خرما راوړي، تر حرم شریف او بیا تر مطاف پوري یې رسوي، او هلته یې په طواف کونکو تقسیموي، خو بې وسه کسان هم دلته محروم نه پاتي کیږي، په یوه جیک باندي کولای شي په لسګونو طواف کوونکي او روژه تیان خړوب کړي، د زمزمو اوبه نیژدې دي، جیک ترې ډکوي، او په خلکو یې تقسیموي.

داسی کسان به ډیر وي چې جیک ته هم لاسرسي نه لري، هغوی په ځمکه غورځېدلې کچیره پورته کوي، او د بیت الله په صفايي کې برخه اخلي، څوک به یې پورته کوي، او څوک به د کچیرې جمعه کولو کڅوړې له ځانه سره ګرځوي، او د خلکو څخه به غواړي چې کچیره دلته واچوي.

د روژه مات پر وخت هر مسلمان تر بل مسلمان قربانیږي، او هر مسلمان هڅه کوي چې دده په خرما باندي بل مسلمان روژه مات وکړي، او کله چې تر ستوني خرما تیره شي، او د مکې مکرمې تر اوږدې ستړیا تر ستوني اوبه تیري شي، بیا د طواف کونکو او معتمرینو ځلیدونکي مخونه او د الله جل جلاله په نعمتونو باندي د شکر ویلو او عبادت کولو نوې ولوله او جذبه د کتلو وي.

انځورونه: