نظــر

لوګر د ناټو بمبار په اعتراض کې ښوونځي تړلي

څو ورځې وړاندې اشغالګرو ځواکونو په لوګر کې په یو کور چې دواده دخوشحالۍ مراسم پکې پیل شوي وو په نیمه شپه کې نا ځوانمردانه او بې غیرته بمبار وکړ، چې په نتیجه کې یې دناوې په ګډون تر اتلسو او دځینو خبرونو په اساس تر شپږ ویشتو عامو ولسي وګړو پورې چې ماشومان او ښځې هم پکې وو په خورا وحشت سره شهیدان کړل، که څه هم چې دا داشغالګرو نه لومړۍ کرغېړنه لوبه وه اونه به وروستنۍ وي، خو بیا هم ولسي خلکو له یوې خوا ددغه ناوړه او وحشي عمل په مقابل کې او له بلې خوا دخپلو پاکو شهیدانو له مظلومیت سره دخواخوږۍ او همدردۍ په نیت ښوونځي وتړل.

   په لومړي سر کې ځینو داشغالګرو په چوپړ کې ستړیو دخپل عادت په څېر دغه پېښې ته دخپلو ځانګړو پیچکاري شویو افکارو په تته رڼا کې داسې غوړبیجنې جامې ور واغوستې چې په حقیقت کې یې یوازې او یوازې دافغان ولس او مظلومو شهیدانو په حق کې ددوی په اور پخې کلکې دښمنۍ ښکارندویې کوله، ځینو یې ویل چې طالبانو ددغه پېښې په وړاندې داعتراض په شکل په لوګر کې مکتبونه سوځولي! ځینو یې بیا ویل چې مکتبونه یې تړلي او زده کوونکي مکتبونو ته نه پرېږدي، اوحتی اخطارونه یې ورکړي! که څه هم چې دامارت ویاند په دې اړه خپل وضاحت وکړ، او په دغه پېښه کې یې دمجاهدینو لاس لرل بالکل رد کړل، مګر بیا هم ددې لپاره چې له یو پلو نه نمک حرامي نه وي شوې او له بل پلو نه یوه ګوله مړۍ پیدا شوې وي، دمعمول په څېر ددرواغو او تورونو بازار همداسې ګرم و!

   الحمد لله اوس خو خبره تر دې رسېدلې چې څوک په داسې بې بنسټه تورونو او تهمتونو تر ډېره غوږ نه ګروي، ځکه چې داسې رسنۍ هم شته چې ژورنالیستي اصولو او انساني ارزښتونو ته په کتو سره تر خپله وسه دحقایقو په وړاندې کولو او واضح کولو کې هڅې کوي، او دا لومړي ځل نه دی بلکې څو څو ځله داسې شوي چې که ځینو له یوې مخې دټولو ژورنالیستي اصولو او انساني ارزښتونو پر ستوني پښې ایښې دي، په مقابل کې یې ژورنالیستي اصولو او انساني ارزښتونو ته ژمنو رسنیو حقایق راسپړلي او خلکو ته یې دپېښو اصلي انځورونو وړاندې کړي دي، درواغ تل ګډوډ او په یوه لار سره نه ځي، یو، یوڅه او بل بیا بل څه وايي، مګر کله چې حقیقت سر راښکاره کړي بیا نو ما ویل تاویل، هغه ویل دغه ویل ټول له یوې مخې په بیړه له صحنې نه پښې سپکوي!
  په بې بې سي ویب پاڼه کې دنوموړې پېښې په اړه دخبر عنوان داسې راغلی: ( لوګر د ناټو بمبار په اعتراض کې ښوونځي تړلي ) او وروسته بیا په پای کې داسې وايي: (د لوګر ولایت د پوهنې رییس عبدالمتین جعفر ویلي برکي برک ولسوالۍ کې دوی ته د ښوونځيو د تړل کېدو خبر رسېدلی دی. نوموړی وايي چې د ښوونځيو په تړلو کې د طالبانو هېڅ ډول لاس نه شته، بلکې د سیمې خلکو د ولسي وګړو د وژنې په اعتراض کې دا ګام اخیستی دی. ښاغلی جعفر وايي له چارواکو سره به هڅه وکړي، چې د سیمې خلک راضي او ښوونځي بېرته پرانیزي. )

   کله چې ما دا خبر ولوست بالکل حیران شوم، ما ویل آخر دغه ځینې سترګې څومره بې شرمه او چرم داره دي!! په هېڅ بندې خلاصې نه دي! آخر ولې دخپل ولس له مظلومو شهیدانو او دهغوی له وارثانو او خواخوږو او له مجاهدینو سره دومره لوی ظلم او جفا!!! هغه کار چې عام ولس چې حق یې دی کړی دوی یې څه رنګه په وچه ناروا پرمجاهدینو ورتپي! او بیا دا فکر هم نه کوي چې سړیه درواغ خو وايې خو که سبا در پسې رښتیا شي نو به بیا څه کوې؟

    وایې یوچا لیوني ته ویلي وو  چې په… کې دې ونه را شنه شوې! ده ویل ځه ښه ده تر سیورې لاندې به یې کینم! ځینو کسانو داسې ځانونه دغفلت او ناپوهۍ په لمڅیو کې نغښتي وي چې هر څومره له شرم سره مخ کېږي په همغه کچه خوشحالېږي!

   سړی نه پوهېږي چې آخر دومره لوڅ او بربنډ ښکرور درواغ او هغه هم دژورنالیستۍ او دخلکو دترجمانۍ په جامه کې دڅه لپاره! که هدف له یو چا سره دښمني کول هم وي نو هر څه یوه طریقه، اوصول او یو چوکاټ لري، دا دي کفار چې طالبان دځان سرسخت دښمنان ګڼي، او په دې اړه هېڅ رنګه قانون او ارزښتونو ته ژمنتیا نه لري بیا هم داسې نه کوي چې په وچ زور په دیواله وچې خاورې ونښلوي، او یا په ډبره میخ ننباسي! ځکه دومره پوهېږي چې په دیواله وچې خاورې نښلول او یا په ډبره میخ ننویستل څه معنی لرلی شي!؟

 خو بیا هم له دا رنګه خلکو نه ځکه ګیله نه ده په کار چې دوی له خپلې ګېدې سره داسې ژمنه کړی ده:

په هر صورت به دې ســاتمه ګېـډې!         هــر وخـت دې ډکـه ګــرځومـه ګـېډې
که راباندې بـــندې ټولـې لارې شـي!          پــه درواغـــو دې ژغـورمــه ګــېـډې!
ما خــوقســم درسـره کـــړی یــارې!          چــې به هر څه درته پلورمه  ګــېـډې!
 تــه ولـــې وار خطا یې لیلا ګــــلې!          زه ستا په عشق کې مجنون یمه ګېډې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x