نظــر

طالب ضد لیکوالو ته سورڅراغ

افغانستان ته دامریکاپه مشرۍ دنړۍ د ۴۹ هیوادونو پوځیان راغلي دي ، چې په مقابل کې یې دافغان اولس یوې لویې برخې په وسلواله مبارزه لاس پورې کړی ، دامبارزه چې دادی په یوولسم کال ګډه شوه ، دامریکایي نړیوال زبرځواک لپاره  ترټولو اوږده جګړه ګڼل کیږي ، چې همدا اوس یې دامریکایانو په شان ددوی په افغان حلیفانو کې هم زړونه خوړین کړي او حوصلې  لړزانده کړې دي .
دیرغلګرو امریکایانو په اړه دعامه افغانانو نظر دادی  چې څنګه دوی په خپل منسوخ عیسویت باندې  هم مستقیم نه دي پاته شوې ، او تحریفات یې په کې کړي نو ځکه له شکه خلاص کفار دي ، مګر ددوی ترڅنګ دولاړو افغانانو په اړه  دمجاهدینو نظر دادی چې دوی  ته مرتدین  یا کفار نه شي ویل کیدای مګر داچې دکفارو معاونین ، مدافعین  او دصف ملګري دي نوځکه یې مرګ جائز دی .

په دې اړوند دطالبانو یا افغان مجاهدینو نظر  له حنفي فقهي اصولو څخه سرچینه اخلي ، چې دنورو معاصرو اسلامي  طرزتفکراتو په نسبت خورا  له تساهل څخه ډک نظر دی ، له حنفي مذهب پرته داسې اسلامي فکري مکاتب شته   چې اعمال دایمان په جزء بللو سره ، له کفارو سره په عملي ملګرتیا مسلمان داسلام له دائرې وتلی بولي ، اما احناف دتکفیر په مسئله کې خورا محتاط دي ، او ترڅو چې څرګند عقیدوي کفر یا داسې عمل چې په عقیدوي کفر باندې څرګند دلالت وکړي له انسان څخه نه وي  ظاهر شوی ، په یو چا دارتداد یا کفر حکم نه کوي .
سره له دې چې داحنافو په نزد ایمان له ( اقرار باللسان دوتصدیق بالقلب ) څخه عبارت دی ، مګر په اعمالو کې ځینې داسې اعمال شته چې په ترسره کولو یې  مسلمان  له  ایمان څخه وزي ، ځکه دا هغه اعمال دي چې په عقیدوي کفر باندې دلالت کوي .
سره له دې چې دامریکایانو په صفوفو کې دولاړو یو شمیر افغانانو په اړه تراوسه  مجاهدینو  دکفر او ارتداد حکم نه دی کړی  ، مګر له بده بخته  دهمدې امریکایي افغانانو له جملې ځینو یې اوس داسې کارونو ته لاس اچولی ، چې په شعوري یا غیرشعوري توګه ځان په خپله  داسلام له دائرې وباسي  ( اعاذنالله منها )
په دې وروستیو کې مې د څو  طالب ضد لیکوالو لیکنې ترسترګه شوې ، چې لیکوالو یې ددې پرځای چې له امریکاسره په جګړه بوختومجاهدینو  په وړاندې  خپله ورسپارل شوې ( اقلا ناروا )تبلیغاتي مبارزه وکړي  ، په عمومي اسلامي ارزښتونو او دیني شعائرو یې ملنډې وهلې وې ، او دلوستونکو په وړاندې یې داخبره  یقیني کړې وه ، چې دوی یوازې دوږې ګیډې له امله دامریکایانو دمجبورۍ ملګري یا اجیران  نه دي ، بلکې په عقیدوي بنسټ شعورا په امریکایي  صف کې ولاړ ، اوداسلام په وړاندې  جګړه  کوي .
دې کسانو  ددې په ځای چې دجګړې په ډګر کې یې له مجاهد او طالب سره معلومه کړي ، اویوازې خپل  ډالري اجرت نغد کړي ، په دیني علم ، دیني علماء ، دیني کتابونو  او نورو دیني ارزښتونو یې بریدونه کړي وو ، او خپل ټول وس یې کارولی وو ، ترڅو دغه دیني شعائر توهین او تحقیر کاندي .
دبیلګه په توګه دوی متعارف دیني علم ( په افغاني اصطلاح ملایي  او امامت ) د ډیرو ټیټو او په عامه نظر کې له سپکو کسبونو سره په یوه  ردیف کې راوستی وو ، دغه راز یې مروج دیني کتابونه  ددوی په اند له قرون وسطایي افکارو ډک ( ژیړ کتابونه ) بللي وو ( العیاذ بالله )
دوی ددیني علم ، علماء کرامو ، دیني زده کوونکو ، دمسجدونو امامانو او مدارسو په اړه نورې هم خورا له بي ادبۍ او توهین ډکې خبرې لیکلې وې ، چې دلته دټولو رانقلول ضرور نه بولم  .
لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي  أنصر اخاک ظالما او مظلوما ( دخپل ورور مرسته وکړه که ظالم وي او یاهم مظلوم وي ) وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم دظالم مرسته دا بولي چې له ظلم څخه منع شي ترڅو یې دګناهونو بار نور هم  دروند نه شي .
دهمدې نبوي ارشاد په اساس دلته غواړم  هغه  ډله  افغان لیکوال چې دطالب او مجاهد په خلاف په مبارزه ګومارل شوي ، او په مقابل کې یې ډالري تنخاګانې اخلي ، له دې خبر کړم ، چې دومره اخلاص دې هم نه کوي ، چې بالاخره له ایمانه په کې ځان خلاص کړي ، او ځان سوچ کفر ته وباسي  .
په لاندې دلائلو کې به تاسو وګورئ  چې ددیني علم ، دیني عالم دغه رازو نورو دیني شعائرو په سپکاوي مسلمان له  اسلام څخه وزي ، په همدې اساس ښځه پرې طلاق کیږي ، ټول کړي اعمال یې له منځه ځي ، او دوباره چې کلمه ووایي پرې لازمه ده چې نکاح او ټولو مفروض اعمال له سره پرځای کړي .
  الاستفتاء  : محترم مفتي صاحب که یوتن  ددین علماء   خوار اوسپک ګڼي اوتل وایې چې دغه خلګ په هیڅ نه پوهیږي  اونور دغسي الفاظ وایې نودغه سړی څه حکم لري یعني ګنهګار دی اوکنه ؟ المستفتي  احمدالله  غزنی
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که دغه تن دعلماؤ تحقیر اوسپکاوی دهغوئ دعلم له امله کوي ، دغه دیني علم یې
خوارکسب ګڼي ،اوداطریقه یې خوښه نه ده ،نوبیا دغه تن له ایمان څخه خارج  اومرتدګڼل کیږي  ، توبه به کاږي  دایمان تجدید به کوي همداراز که متاهل ؤ [ودګنی ؤ]   دنکاح تجدید به  هم کوي  .یعني په دغه ارتدادیې سابقه نکاح هم ختمه ده .
اوکه یې  دغه وړاندیني نظریات نه درلودو بلکه   څه مشخصو علماوته یې په اشاره  ویل چې دزماني په عصري تعلیماتو نه پوهیږي ،یایې  دهغوئ  اخلاق مرادؤ، اونور دديني علم له امله یې دتحقیر نیت نه ؤ نوبیاله ایمان  څخه نه وزي البته  بیاهم له داسې عمل نه ورته توبه ایستل ضروري ده ، ځکه علماء حق  درسول الله صلی الله علیه وسلم وارثان اودهغوئ  نائبین دي ، ددوئ تحقیر دایمان  دزوال پیلامه ګرزي  ،  نعوذبالله منه .
في تنقیح الحامدیة  ۱۱۰۳ نعم قال في البحر ولو صغر الفقیه اوالعلوي قاصداالاستخفاف بالدين کفر  . الخ  وفي الشامي  ۳۲۰۳ ذکر في شرحه علی الملتقی ایضاانه لوعلی وجه المزاح یعزر فلوبطریق الحقارة کفر لان اهانة اهل العلم کفر علی المختار ، ومثله في الفتاوی الخیریة علی هامش الفتاوی الحامدیة ۲۳۶۳
والله تعالی اعلم   
وفي الترغیب والترهیب  ۱۴۴ وعن عبادة بن الصامت أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال
 ليس من أمتي من لم يجل كبيرنا ويرحم صغيرنا ويعرف لعالمنا
 رواه أحمد بإسناد حسن والطبراني والحاكم إلا أنه قال ليس منا
وعن ابي امامة رض قال  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  ثلاث لایستخف بهم
الامنافق  ذوالشیبة في الاسلام  وذوالعلم وامام مقسط رواه الطبراني في الکبیر الترغیب ۱۴۵
عن ابي مالک الاشعري  انه سمع  النبي صلی الله علیه وسلم یقول لااخاف علی امتي الاثلاث خلال : ان یکثر لهم من الدنیا فیتحاسدو الی   قوله  وان یروا   ذاعلم فیضیعوه ولایبالوا علیه  . رواه الطبراني  فی الکبیر

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x