غوراوی جام: هانګ کانګ له جرسي څخه ستره ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو اوومه لوبه د هانګ کانګ او جرسي لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې د جرسي لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د جرسي لوبډلې لوبډل مشر وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. هانګ کانګ لوبډلې ټاکل شوي شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

د هانګ کانګ لوبډلې لپاره انوشمان رات تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو. انوشمان رات په ۴۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې.

د جرسي لوبډلې لپاره یوازې بوډسټین، سټیونز او واټکنز په ویکټو اخیستلو بریالي شول. بوډیسټین خپل دریو اورونو کې یوه، سټیونز خپل دریو اورونو کې دوه او واټکنز خپل دوو اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

د جرسي لوبډلې په توپ اچوونکو کې انتوني کې تر ټولو لږې منډې ورکوونکی لوبغاړی شو. انتوني کې خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نه شو.

د جرسي لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې د هانګ کانګ لخوا ټاکل شوی هدف په ډیره اسانۍ سره یوازې یوه ویکټه له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

جرسي د ټاکل شوی هدف په تعقیب د فارلې او ګوغ غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته یوازې یوه ویکټه له لاسه ورکولو سره په ۱۷.۲ اورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړه.

د جرسي لوبډلې لپاره فارلې په ۳۵ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې چې وروسته يي بیا د عرفان احمد په بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

ګوغ دغې لوبې کې په ۶۰ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۸۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د هانګ کانګ لوبډلې لپاره یوازې عرفان احمد د ویکټې په اخیستلو بریالی شو. عرفان احمد خپل څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د