ورزش

پاکستان د سریلانکا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۰مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او سریلانکا تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې پاکستان د سریلانکا لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. سریلانکايي توپ وهوونکي یو ځل بیا د یو ستر هدف په ټاکلو کې پاتې راغلل.

د سریلانکا لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې د چندیمال غوره توپ وهنې په مرسته خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۵ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې چندیمال د سریلانکا لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. چندیمال په ۶۸ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې محمد حفیظ تر ټولو زیاتې ویکټې واخیستې. محمد حفیظ خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۴۱ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

له محمد حفیظ پرته راحت علي خپل ۸ اورونو کې دوه، انور علي خپل ۷ اورونو کې یوه او یاسر شاه خپل ۱۰ اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

پاکستان د محمد حفیظ غوره توپ وهنې په مرسته د سریلانکا لخوا ټاکل شوی هدف یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۵.۲ اورنو کې پوره کړه.

دغې لوبې کې د توپ وهنې په برخه کې هم محمد حفیظ غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. محمد حفیظ په ۹۵ توپونو د لسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۰۳ منډې جوړې کړې او د پرېرا په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

له محمد حفیظ پرته شعیب ملک هم غوره توپ وهنه وکړه. شعیب ملک په ۴۵ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د سریلانکا د لوبډلې توپ اچوونکي د ویکټو په اخیستلو کې پاتې راغلل. دغې لوبې کې لکمل، پرېرا، متیوز او دلشان یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x