افغانستانخبرونه

د «خراسان» لپاره د داعش مسوول ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت لوی ریاست خبر ورکړی چې تېره شپه په یوه هوايي برید کې د خراسان ولایت لپاره د داعش مشر، حافظ سعید خان وژل شوی دی.

ملي امنیت لیکي چې د داعش د پټنځایونو په اړه یې کره معلومات له بهرنیو ځواکونو سره شریک کړي چې په پایله کې د حافظ سعید خان په ګډون د دغې ډلې دېرش غړي د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د داعش یو بل رهبري غړی او د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند، شاهدالله شاهد هم په ننګرهار کې ووژل شو.

ویل کېږي چې طالبانو هم د خبرداري له لیک وروسته د ننګرهار ډېرې ولسوالۍ د دغې ډلې له جنګیالیو پاکې کړې دي.

حافظ سعید خان چې د پاکستان اورکزیو قبیلو اوسېدونکی و چې په سیمه کې د داعش لومړنی مشر ټاکل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستى

شيخ المجاهد ابو محمد المقدسي د علامه ابن تيميه په حواله وايي :
چي خوارج چي د كفارو له لاسه اوژل شي شهيد ورته نه ويل كيژي

مولوی دیوبندي

الحمدالله افسوس ده ده پرحالت چي مسلمانانو یی ومرګ ته سترګی په لاره وله ځکه ده دهیودوپرځای پرمسلمانانوجهاداعلان کړی

الحاج استاذ بیانزی

وایی ، لنډی ته چا ویلی ( واده دی دی ) هغی ویل باور مه نه شی . یعنی هغی په خان کی د واده وړتیا نه لرله ځکه یی ویل باور می نه شی . د دغه کس وژنه می هم باور نه شی ، دا چه هغه ویشتل شوی ، دا د داعشیانو سره به مفاهمه تر سره کیږی ، د هغه کس نوم ، رنګ او قواره بدلوی او له یوی سیمی یی بلی سیمی ته لیږی چه هلته یی څوک نه پيزنی . د دوی اوسنی شیطانی پروزه د غنی د پاره د داعشی اربکانو پروژه… نور لوستل »

مولوی دیوبندي

محترم بیانزی صاحب دغه رنګه ده لکه تاسي وضاحت ورکړی واقیعت دولت اوامریکا داربکیانونوی پروسه ده داعش په نامه پرمخ بیایی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x