غوراوی جام: هالینډ خپل د تیرې ماتې غچ له سکاټلینډ څخه واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو اتمه لوبه د سکاټلینډ او هالینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې هالینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه.

د هالینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې هالینډي توپ وهوونکو خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه پر ځای پریکړه ثابته کړه.

هالینډ لوبډلې په ټاکل شوي شلو اورونو کې د برېسي او بورېن غوره توپ وهنې په مرسته یوازې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه.

دغې لوبې کې د هالینډ لوبډلې لپاره برېسي په ۴۰ توپونو د اوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۷۵ او بورېن په ۲۸ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د سکاټلینډ لوبډلې توپ اچوونکي د هالینډ لوبډلې توپ وهوونکو په وړاندې پاتې راغلل خو بیا هم د سکاټلینډ لوبډلې ایوانز غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه.

ایوانز خپل څلورو اورونو کې یوازې ۲۴ منډې ورکړې چې په دې ډول د سکاټلینډ په توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکوونکی لوبغاړی شو او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

سکاټلینډ د یو ستر هدف په تعقیب د لوبې په لومړیو شیبو کې خپل مهمې ویکټې له لاسه ورکړې. د چټکو ویکټو له لاسه ورکول د سکاټلینډ لوبډلې د ماتې لامل شو.

سکاټلینډ د مومسن غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د هالینډ په ګټه کوم چې له افغانستان څخه ماتې خوړلې و وبایلله.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره مومسن تر ټولو پیاوړی توپ وهوونکی ثابت شو. مومسن په ۴۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۸ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د هالینډ لوبډلې توپ اچوونکو هم د توپ وهوونکو په څیر ښه لوبه وکړه. دغې لوبې کې د هالینډ لپاره مدثر بخاري، ډېر میروي، سیلار او ریپن د ویکټې په اخیستلو بریالي شول.

مدثر بخاري خپل ۲.۵ اورونو کې درې، ډېر میروي خپل څلورو اورونو کې دوه، سیلار خپل دریو اورونو کې دوه او ریپن خپل څلورو اورونو کې یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د