نظــر

دحق اوباطل پلویان په نړیوال جال کي

په د ې وروستیوکي یوځل بیا نړیوال جال (انټرنیټ ) دحق اوباطل دپلویانوترمنځ په افغانستان کي داشغال اوپه وړاندي یې دجهاداړونددسړې جګړې تودډګرؤ.دباطل پلویان پرله پسې دمجاهدینوپرضدپوچ تبلیغات کوي ،دښکېلاکګروکفاروپه وړاندي روان في سبیل الله جهادفسادبولي (العیاذباالله )،مجاهدینوته هغه نومونه کاروي چي دواټیکان ،پنټاګان اوجاسوسي شبکودجاسوسانو،

جنرالانواوکاردینالانوله خواورته وضع شوي دي .(لکه ترهګر،بنسټپال ،افراطي  ،اورپکی ،انتهاپسنداو…..).دوی بیچاره ګان !!له خپله انده دپیښوتحلیل نه شي کولای ،هرڅه چي یې باداران وایې « بې چون وچرا»یې ورسره بدرګه کوي اوپربنسټ یې استدلال !! کوي .أن ډیرځله خویې بادارانودیوې لنډمهالي تبلیغاتي موخي لپاره کومه ناپړیته توغولې وي ،خودوی یې کلونه کلونه وروسته هم هماغه بابولالي زمزمه کوي په داسي حال کي چي بادارانویې وخت لاهماغه خبره اخیستې وي اوپه رسنیوکي یې دهغه برعکس نوي لاپي ویشتلي وي .دوی دمسلمان په جامه کي زیاتره وخت په خپلولیکنوکي یوڅوهغه پوچي اوکلیشیې جملې اوکلیمې کتارکړ ي وي  چي داسلام دښمنان یې دمسلمانانولپاره استعمالوي . په تیره بیا دمعاصرومستشرقینوله لیدلوري اودسیکولریزم په پیروي   د اسلامي احکاموپلي کیدل تروخت تېراودیویشتمي پیړۍ دتمدن له کاروان څخه څوارلس سوه کاله شاته تګ ګڼي .په اسلامي شعایرواوثابتونصوصو:حجاب ،قصاص ،جهاد،هجرت اوشهادت ملنډي وهي .
خودالله تعالی ځانګړې نصرت دی چي دباطل لښکروته یې هروخت په هیوادکي داخل اوبهردحق دپلویانوپه لاس کلکه ماته ورکړې ده .دمناقشې اومنطق په میدان کي یې داسي هېښ کړي دي لکه دتودې جګړې مجاهدینو چي په مډرنووسلوباردښمن په داسي یوګړنګ کي راګیرکړی وي چي نه پښې ترې سپکولی شي اونه هم مرسته ورته رسیدی شي .ددغه ډول افرادو په سرکي   زاړه  کمونستان اویایې زامن  دي چي پرون یې دسوسیالیزم ډول ته اتڼ کاوه خونن بیاکپیټالیزم ته ناڅي  .په بل عبارت هغوی چي دپخواني شوروي اتحادپه مړینه یتیمان شول نن دامریکې غلامان دي  .په یادوشوواوصافوسمبال  یوهم «سرلوڅ مرادزی » دی چي وخت  ناوخت دمجاهدینودبدنامولوناکامي هڅي کوي ،مجاهدین دپردیوګټوساتونکي معرفي کوي ، دنیواکګروپه وړاندي روان سپېڅلی ملي پاڅون نوروته منسوبوي اوحتی داسي سپکي سپوري ورپسي لیکي چي قلم ځیني شرمیږي خودنوموړي  وجدان پرې ویاړي !!.سرلوڅ دډاکټررحمت ربي زیرک یارد«خوارطالب اومست خان دتاریخ په پیچومي کي» لیکني ډیرغوصه کړی دی اود« طالبان اوشرګډي روشنفکران »ترسرلیک لاندي یې داسلام ، ولس اوهیوادپرضدیرغلګروته دچوپړپه موخه لیکلي دي چي :
له بده مرغه موږ په ټولنه کې داسې روشنفکران لرو چې له طالبانو زیاتې تیاره اندیښنې لري. دوی که څه هم په ښکاره د ډاکټر ، پروفیسور ، پوهان ، څېړونکي او په دا شان نورو نومونو ځانونه غټوی او پړسوي، دوی په دې اند دي: د مدني ارونو پرځای باید ټولنه د طالبانو په دود رهبري شي . دوی غواړي یو سوچه اسلامي نظام چې هلته په سلو کې سل اسلامي شریعت چې نه يی پخوا په تاریخ کې چا عملي بېلګه لیدلې او نه يي اوس چیری په کوم اسلامي ملک کې پته لګي، د ۲۱ مې پيړۍ په ننني افغانستان کې هم پلی کړي او فکر کوي چې اوس هم افغانان د مدني نظام لپاره چمتو نه دي . دیموکراسي ، د وګړو انساني او مدني حقوق ، د ښځو حقوق ، د بیان او عقیدي ازادي دا ټول د لویدیځ ارزښتونه بولي او په ختیځ ، اسلامي هیوادونو او افغانستان کې دا هرڅه د دوی په ګومان پردی او نااشنا څيزونه دي چې د چلښت وړتوب نه دي ! نور شمېر يي بیا داسې انګیري او وايی ښه ونه شول چې د طالبانو لومړۍ واکمني هومره ژر نسکوره شوه. داسې دلایل، که چیری طالبان په واک کې پاتې شوی وای افغانستان به يي ۱۴۰۰ کاله شاته بیولای وای، یا له افغانستان څخه به يي د هغه مهال دښته او له افغانانو به يي ددې دښتې شبانه جوړ کړی وای، بابیزه ګڼي. د دوی په اند ملامتیا د هغه چا پر غاړه ده چې طالبان يي د منځنیو پيړیو د غوښتنو له پليتوب څخه راوګرځول .
دلته غواړم د یوه روشنفکر اند کټ مټ راواخلم، نوموړی لیکي «  ځکه ددغې ځپل شوې خاورې تاریخ په یوه پیړۍ کې دوه لویي امپراطورۍ را وپرځولې او دادی نړیوال پانګوال نړیخور نظام هم همدلته وروستي نفسونه باسي. نوموړی لیکوال راپاڅېدلې طالبي خوځښت ملي مقاومت بولي او د امپراتوریو د نسکوریدا تر ښکلي سرلیک لاندې د طالبانو نادودو ته ملي رنګ ورکړی او هغه وستايي او له دې لارې جګړه توده وساتي . له بده مرغه داسې روشنفکران چې د طالبانو د نادودو په ستاینه نه مړیږي، لږ نه دي! یوبل یې لیکي چي :« په افغانستان کي د طالبانو مشران باید په دې واقعیت پوه شي چې نــن د امریکې حکومـت په «نړئ وال کلي» (ګلوبل ویلیج) کې یواځینئ مست خان دی چې هم وسلې لري، هم پیـسې لري،هم نـــغارې لري، هم محکمه لري، هم قاضي لري، او هم د دغــو ټــولــو وســـیلــو د استعــمال اراده لـــري. هـــم زرګـر دی، هم جادوګـر دی، هم فالګــر دی هم تاویـزګر دی، هم روان ګـر دی، هم داروګـر دی، او هــــــم ســــوداګــر دی، په نـړۍ وال کلي کې دغـه ډول مــست خان ستاسې (طالبانو) په شان مخالـــفـین چې د شخــــصیت ادعــا کوي نــه شـــي زغــملـی( ۱ ) .
دلته نوموړی لیکوال په طالبانو پورې، زړه تړي .د نوموړی په اند، طالبان چې افغانستان کې جګړه کوي ګوندې د خپل شخصیت د اعادي لپاره يي کوي. هغه څه چې لویدیځوال کوي هغه بیا طالبان نه کوي او په دې ډول لیکوال هڅه کوې، د لویدیځ د نادودو په وړاندې یوازینی بدیل طالبان، خلکو ته وځلوي ! دلته د طالبانو د شخصیت ادعا د افغانستان د واکمنۍ د نیولو په مانا ده. امریکا او افغان دولت په ګډه باید د طالبانو په وړاندې له جګړې څخه لاس واخلي. طالبان ازاد پریږدي چې راشي په زور او جګړې سره واکمني تر ګوتو کړي او پر افغانستان د پیریانو او دیوانو پاچايي یوځل بیا واکمنه شي. یو بل روشنفکر بیا وړاندې ځي او لیکي « يوه اردو چې تر دې حده پردۍ او مزدوره وي ، څنګه يې (ملي اردو) بللى شو؟ بلكى دا خو د صليبي ايتلاف افغاني برخه ده چې دغربيانو د اهدافو د تحقق پخاطر دخپل دين اوولس په خلاف جنګيږي .نوموړي لیکوال، طالبان او مذهبي توندلارې د دین او افغان ولس سره په تله کې یو شان تللي دي . نوموړی، طالبان د دین او ولس ساتونکي بولي اوغواړي پخپل دې حکم سره د افغانانو او نړیوالو سترګو کې خاورې وشیندی!
دسرلوڅ دپورته کرښوپه ځواب کي ښاغلی ش،حصین «له سرلوڅ سره څوسرلوڅي خبري »په عنوان لیکي چي :د «سرلوڅ مرادزي» هغه لیکنه مي ولوستله چې سرټکی ېې و «طالبان او شر ګډي روشنفکران». دا ډول له سپکو سپورو ډکې په ښکاره امریکايي پلوه د تیري او تجاوزپه ګټه لیکنې او څر ګندونې څه لږې نه وې او نه دی. خو سرلوڅ دا ځل د هیواد اشغالګرو او ورسره مزدور دولت  ته د ښه خدمت په خاطر د خپل ډیر خوار له منطقه تش قلم ژبه د وطن هغو روښانفکرانو ته ور اړولې چې ټول ژوند او احساس ېې له وطن او د وطن له انسان سره مینه او د خپل ویاړلي تاریخ او ملي لوړتاریخي هویت  د خوندی ساتلو له پاره وقف کړیدی.له تیري، اشغال او ورسره خونړي له فساده ډک ضد انساني او په عمل کې ضد بشري روان بهیر څخه ملاتړ، هغه ته مشروعیت ورکول او خپلو خلکو او تاریخ ته شا اړول په هره پلمه چې وی، یو ښکاره ملي ضد دریځ دی. دا چې پوځي تیري او تر لسو کلونو زیات پردي اشغال افغانستان ته د سرلوڅ په خبره دموکراسي، د بشر حقوق، د ښځو آزادي، مدنیت، پرمختګ، او دې ته ورته څه راوړی دي که نه، دا خبره له ټولو موجودوترخو واقعیتونو سره سره کیدای شي د هرچا د پوهې، تجربې، ټولنیزې پیژندنې، په روانو پیښو کې د ځانګړو پټو او ښکاره منفعتونو له مخې د بحث وړ وي. خو که په بحثونو کې د مخالف نه ځغمل ، ځانته لوړه بیه ورکول او نور ټیټ او لویدلي ګڼل را منځ ته شي، نوبیا په طبیعي توګه د ارواښاد سید بهاوالدین مجروح په خبره د منطق ځای ځانځاني ښامار نیسي او دغه ښامار ژوند له ټولو ښو او بدو سره له ستوني تیره وي.
د سرلوڅ بې شمیره لیکنې مې په تیره بیا په افغان جرمن برښنا پاڼه کې لوستلې دي. هغه د همدې برښنا پاڼې د امریکايي پلوه نشراتي پالیسی له مخې په ټول توان هڅه کوی چې د وطن اشغال ته مشروعیت او د اشغال دوام ته د امریکايي پوځي «تلپاتې» اډو په اړتیا پرله پسې لیکنې وکړي. د ده ټول منطق پردې ولاړ دی چې امریکايي او ناتويي اشغال (دی ېې اشغال نه بلکې د«لویدیځوالو» شتون ګڼي) دموکراسی، د بشر حقوق، د ښځو حقوق او دې ته ورته هغه اوتې بوتې چې همدې اشغال جوړې کړي له ځانه سره لري او دا زموږ وطن ته هوساینه، پرمختګ او تمدن راولي. د دې سترو ښکرورو دروغوپه وړاندې که چا وویل چې د استعمار او نوي استعمار او د پوځي ګلوبالیزم په ماهیت کې د مظلومو اولسونو له پاره دموکراسي او دی ته ورته څه نشته، نو هغه بیا سم د لاسه د طالبان ملاتړي بولي. له دې سره سم طالبان له مخې د پنجاب او آی اس آی نوکران ګڼي ا وپه وطن کې د لس کلن په ښکاره ملي مقاومت ټول زور هم يواځې له پنجابه بولي.
مخکې له دې چې د سرلوڅ اصلي لیکنې ته وروګرځم له ده څخه څو پوښتنې اړینې بولم:
۱- د افغانستان ټول تاریخ د پردو په وړاندې د سر په بیه د مقاومتونو تاریخ و. همدغه تاریخ دې اولس ته یو ځانګړی کرکتر ورکړیدی. دغه کرکتر«سپی دې یم خو ژوندی دی یم» نشي ځغملی. دا سمه ده چې د وخت د شوروي اشغال په وړاندې پانګوالې نړۍ او سیمه ییزو لاسپوڅو ېې د هغه وخت د«جهاد» شاته په دریدو د« نړیوال کمونیزم» ملا ور ماته کړه. خو آیا په همغه حرکت کې هم زموږ د خلکو او  اولسونوله لوري  دتیري او تجاوزپه وړاندې د پاڅونونو او مقاومتونو اصلي تومنه زموږ خلک او اولسونه وو،،؟
۲- که لږ مخته لاړ شو دهند د مغولي امپراطورۍ، د ایران د صفوي خونړۍ واکمنۍ،او د انګلیسي نړیوالې امپراطورۍ پرخلاف زموږ د خلکو او اولسونو شاته څوک ولاړ وو؟هغه وخت خونه پنجاب و، نه روس و او نه هغه فارس چې نن ېې ایران بولي.
۳- آیا روانه واکمني په ښکاره د«لویدیځوالو» د جاسوسي شبکو د څو ښکاره جاسوسانو او د یوڅو«جهادي» تنظیمونو، یو پردو جوړ کړی سهامي ډوله مصلحتي شرکت نه دی؟
۴-  پاکستان به یو اتومي قوت وي. خو نه د امریکا او پخواني شوروي او نننۍ روسي په شان ستر اتومي قوت دی او نه هغه ستر اردو ګان او پرمختللی پراخه جګړییز تخنیک لري کوم چې نوموړي زبرځواکونه او نوره پرمختللې نړۍ ېې لري. که په دې هیواد کې د دوخت د انګریزي استعمار، د استعماري نړۍ ستنې کږې شوې او د شرق بلاک لوی او واړه همدلته په ګونډو شول، نو بیا پاکستان او یا ایران څنګه کولی شی چې په دې خپل خوار لویدونکي توان د افغانستان د اشغال خبره وکړي؟ مګر دا جوړونه په خپله هم ستا د«لویدیځوالو» جوړونه نه ده. هغوی څه وکړي د دموکراسۍ، ګلوبالیزم، د بشر د حقوقو، آزاد بازار، مدنیت او بیا جوړونې شعارونه ېې بې اثره شول. جګړه خو هرومرو یو شعار غواړي. که همدا د ایران او پاکستان د خطر خبره له حده زیاته ونه پړسوي نو بیا خونه اشغال د دوام دلیل موندلی شي او نه هم د دایمي امریکايي پوځي اډو جوړول کوم منطق ته رسي. آیا واقعیت همدا نه دی چې په دې شعار په سیمه کې دپیړیو په عمر دښمني کري؟
۵- استعمار په هره بڼه چې وي اخلاق او جوړونه نه لري. پانګوال نظامونه اخلاقي نه بلکې بشپړ سیاسي، د واکمنو کمپنیو د غوښتنو استازي او د واکمنې مالي الیګارشي اجرايي برخې دي. د پانګوالې نړۍ ګلوبالیزم د شوروي واکمنۍ د وخت دولتي سیاسي شوی انتر ناسیونالیزم ته ورته یوه لوبه ده. هغه هم په یوه پوځي سیاسي غرور ولاړ د اولسونو د ملي کرکتر خلاف یوه ناروا جګړه وه او دغه هم تر هغه ډیر رسوا او په سخت فساد اخته تر ټولو ډیر خونړی سیاسي پوځي غرور او ورسره د ملتونو د طبعي شتمنیو غارت دی. ویتنام ته ېې څه ورکړل؟ عراق ته ېې څه پريښودل؟ په فلسطین څه روان دي؟ له یوسل او دیرشوکلونو زیات استعمار، لاتینې امریکا او تورې افریقاته کومه انساني هو ساینه ورکړه؟ ولې د افغانستان په خلکو دومره مین دي چې خپل ټول په همدوی لوروي؟ د دې خبرې منطق چیرته دی؟
د پوښتنو دا لړۍ پای نه لري. ما وغوښتل یواځې څو اشارې وکړم.
سرلوڅ د زمانې د شیبوپه خدمت کې ولاړ دی خو د ده «شرګډي روشنفکران» د طالبانو ملاتړي دي. ځکه چې هغوی شیبو ته نه بلکې تاریخ ته ګوري. دا لنډه یادونه هم باید وکړم چې د سرلوڅ، لوڅې تورې لا تر ما نه دي را رسیدلي او ډیر هغه وتلي په وطن مین روښانفکران ېې تر دې تورو لاندې را پرځولي چې ټولنیز وطنپال انسان سالار مقام او منزلت ېې له هیچا پټ نه دی. سر لوڅ د پروني شوروي اشغال (البته دی اوس خپله هسې د ورځې په نرخ هغه اشغال بولي) د لوړو ګوندي کړیو «کادر» و خو اوس هغه ته اشغال او دغه ته د وطن د ناجي په سترګو ګوري. دی ټول هغه روښانفکران چې د ده په شان فکر او لیکنې نه کوي تر سپکو سپورو لاندې نیسي خوهغوی د دومره لویي پوهې او لوی زړه خاوندان دي چې ښايي د سرلوڅ سپکوته ځواب هم له خپل شان سره سم ونه بولي  .
سرلوڅ لیکي:«دوی که څه په ښکاره د ډاکتر، پروفیسور، پوهان،  څیړونکي او دا شان نورو نومونو ځانونه غټوي او پړسوي، خو هیواد کې دننه د لویدیځوالو د نادودو، په دولت کې د فساد او په دولتې واک کې د نظار شورا او جمعیت په غوړ ګډون د نیوکو په پلمه د طالبانو ملاتړ او لاسنیوي ته پناه وړي. دوی هڅه کوي چې د طالبانو نادودو او کرغیړنو اعمالوته د منلو نظریاتي جواز وتراشي او ټولنې ته د موجوده نظام د بدیل په توګه طالباني نظام ور وپیژني»په همدې لومړي پراګراف کې داسې ښکاری چې سرلوڅ د روانې مزدورې په خیانت، وطن پلورنې، جنایت او فساد لړلې واکمنۍ په مرګ ژاړي. ده ته دده د«لویدیځوالو» جنایتونه نادودې، خو د طالبانو په نوم هرڅه چې ډیر يي پردیو او دولتي پرو پاګنډو جوړ کړي کرغیړنې نادودې بللي. پوښته دا ده چې دخلکو په ودونو، جنازو او په کورونو او کاریزونو کې ډله ېیزې له شمیره وتې وژنې، پر ماشومانو او زړو جنسې تیري، د مسلمانانو دمقدس کتاب پرله پسې سوځونې، پرمړومیتیازې کول، په کورونو د شپې له خوا ور ننوتل او د خلکو د شرف، ناموس او عزت لوټول او بیا وژل او شهیدان هم په یوه خونه کې را ټولول چې دا له زرګونو پیښو اوړي د سرلوڅ له پاره  ساده نادودې دي، چې په دې لسو کلونو کې ېې د ده لویدیځوال ترسره کوې؟ او د دې په وړاندې مقاومت بیاکرغیړنه نادوده ده .آیا سرلوڅ رښتیاهم باور لري چې ټولې د لارو او سرکونو پرسر چاودنې د طالبانو دي؟ مګر د شوروي راوستې واکمنۍ په دوران کې یې د تبلیغاتو لړۍ او ورسره پلان شوې وژنې هیرې کړیدي. ولې د نظارشورا او جمعیت په غوړه ونډه څنګ زن تیریږي، مګر خبره دا نه ده چې د ده ډیر ملګري له شمال ائتلاف سره وو او اوس هم هملته سر خوځوي؟
د سرلوڅ د لیکنې عنوان د ده دریځ ښيي. هغه د همدې دریځ  له مخې ځانته خپل منطق جوړوي. طالبان کرغیړن او که چا د ده لودیدیځوال او د هغو پلاس جوړه شوې واکمني وغندله، هغه شرګډي روښانفکران دي. په انساني او فکري ژوند کې کله چې یوڅه له مخکې منل شوي وګڼل شي، د منطق ځای یو لیونی دګم نیسې. دغه لیوني دګم ته دلایل هم جوړیږي، هغه دلایل چې یواځي څښتن ته ېې ډیر غوره بریښي. سرلوڅ په همدې لاره روان دی. د سرلوڅ د «لویدیځوال» اختراع هم د پام وړ ده، هغه په ښکاره اوښ په بډو وهي. نه غواړي د امریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف، ناتو او ناتو آیساف پوځي اشغال په ژبه راوړي. د ده لویدیځوال په خپله هم افغانستان یو اشغال شوی وطن بولې خو سرلوڅ د دې واقعیت پټولو ته دخپل منطق بړستن جوړوي.که له ده پوښتنه وشي چې: ستا دا «لویدیځوال» څوک دي، څو له لویدیځ نه راغلې میلمانه دې؟ چا را بللي؟ دادوه سوه زریزې په مرګوني جګړییزتر ټولو مدرن تخنیک سمبال لښکرې ، دا د لسګونو جاسوسي سازمانونو تور جال چې په ټول وطن را خور شوی، دا د بلک واټر، سیتې او دیکچیني دلاس وحشې جګړه مار اجیر ځواکونه، دا ټول میلمانه دي؟ څنګه کولی شو د دغو میلمنو وحشت په ساده نادودو او د دې په وړاندې زموږ د خلکو پاڅون په کرغیړن عمل تعبیر کړو. د ده ځواب به څه وي. ؟
خو په دولتي واکمني کې د فساد خبره يواځې دا نه ده چې رشوتونه به وي، بهرنۍ «مرستې» به  ېې لوټ کړي وي، د کار اهلیت او توان به نه وي پکاروړل شوی او دې ته ورته څه.فساد ډیرې ژورې ریشې لري: جاسوسي د فساد مور ده، جاسوسان د ژوند په اډانه کې اخلاق نه پیژني، په عادي حالاتو کې د خپل وطن په استخباراتي کړیو کې کار کول یو ماموریت دي، خو پردو ته جاسوس کیدل د وطن پلورنې لومړۍ خښته ده. وطن یو مجرد او انتزاعي مفهوم نه دی. وطن یو تاریخ، یو هویت، یوځانګړی فرهنګ یو اخلاقي شخصیت دی. کله چې وطن پلورل کیږي يواځې خپلواکي ، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمني له منځه نه ځي. بلکې، تاریخ، هویت، معنویت، فرهنګ، اخلاق، سنتونه او عقاید ېې ټول پلورل کیږي. د انسان وژنه دردوونکې ده خو د یوه اولس د فرهنګ او معنویت وژنه او له هغه څخه د خپل هویت، تاریخ، اخلاقو، کرکتر، او عقایدو اخیستل، اولسونه تاریخي ورکې ته بیايي. فساد د فحشا په بڼه کې، فساد د دروغو، فریب، ریا، تذویراو نیرنګ په بڼه کې، فساد د شخصیت لویدنې او بې هویته کیدو او جاسوس کیدو په بڼه کې، فساد د وطن پلورنې د اخلاقو د رواجولو په بڼه کې او با لاخره فساد د ژوند د ټولو اخلاقي لورو دراپرځولو په بڼه کې باید ولیدل شي .د فساد پراخه دردوونکې برخه باید په همدې لوروکې وڅیړل شي.
 د یوې ټولنې د تاریخي شخصیت بدلون په زورهغه هم د پردو په زوریو لیونتوب او یوه وحشت زیږونه ده. زور زور زیږوي. هغه اولسونه چې د پردو زورېې مقاومت ته را باسي د جګړې او ناخوالو مسؤل نه دي. مسؤلین هغه دې چې جګړه ېې تپلې ده. د پردو تیري کوونکو وحشي کړنې کرغیړنې نه بلل خو د خپلو هرڅه کرغیړن ګڼل یو عجیب  منطق دی.
دطالبانو د پرمختګ ستر شعاریواځې دفساد ،وژنو، لوټ او بې امنیتی په وړاندې نه و، بلکې وطن دجګړه مارو په مخامخ سلطنتونو اړول شوی و، هرچا خپلې پیسې، خپل بیرقونه او خپلې لښکرې او جیلخانې در لودلې او هرچا په خپل سر د وطن په سر له پردو سره معاملې کولې. دغه حالت دوطن د تاریخي یوالي پوښتنه را مخته کړه. د وطن د یوالي د ساتنې شعار د طالبانو خوځښت ته تومنه ورکړه. جګړه د وطن د یوالي تر خوندي ساتلو پورې د ورځې په شعار واووښته. جګړه د وژنو په څنګ کې ډیرې نورې نارواوې هم لري. د ستر تاریخ لیکونکي ویل دورات دا خبره هم د یادولو وړ ده چې که تاریخ د فاتحینو له خولې ولیکل شي هغه یو ړوند تاریخ دی. د طالبانو د کړنو  تاریخ تر ډیره د امریکا انګلیس او وروسته د ناتو او آیساف د خولی تاریخ دی، د سرلوڅ په شان  دیو شمیرافغان لیکوالو ډیرې خبرې هم همدغه تاریخ جوړې کړیدي. یوشمیر افغان لیکوال یا څیړونکي دا خبره هم زمزمه کوي چې  که د افغانستان خلک د استعمار په وړاندې، د وخت د شوروي اتحاد د لښکرو په وړاندې او دغه شان په ټول تاریخ کې آن دساساني اومغولي امپراطوریو پرخلاف نه وی دریدلې، افغانستان به اوس په دغه وروسته پاتیوالي کې نه وای. دغه اخیستنه یو حسن نیت ښيي ، خو دغه شمیر کسان په دې نه پوهیږي چې ایدیال یوڅه او واقعیتونه نورڅه وي.ددې اخیستنو یو لنډځواب داهم کیدای شی که همدا مقاومتونه نه وي  ، نو ښايي افغانستان به هم نه و.دافغانستان شتون د همدې مقامتونو زیږنده دی او همدغو مقاومتونو دغو خلکو ته همدغه دمقاومت تاریخي کرکتر ورکړیدی.یعنې داچې له تاریخ څخه ېې  درنه برخه همداده.
د سرلوڅ منطق دادی چې طالبان خپل سنتي اسلام غواړي او هغه دننني تمدن سره سمون نه لري. که څوک د طالبانو ملاتړ کوي نو هغوی همدغه د څوارلس سوه  مخکې پیړیو تاریخ ته ور ګرځي او دا په نن زمانه کې ناشونی دی. سرلوڅ ته باید ووایو چې اسلام زموږ د خلکو سپیڅلې عقیده ده، اسلام سنتي او غیر سنتي نه لري. د اسلام مقدس کتاب همدغه قرآن دی. د هغه نوي کول او ستا د«لویدیځوالو» له «تمدن» سره په بله بڼه اړول یواځې له اسلام سره نه بلکې له ملیونو مسلمانانو سره دښمني ده. دغه دښمني وینې او مرګونه زیږوي. آن ستا د خوښې وړ پردو جوړه کړې واکمني هم همدا لس کاله ځان د اسلام تر نامه لاندې پټوي او په همدې خاطر ېې دواکمنۍ نوم اسلامي جمهوریت دی. له سرلوڅ نه پوښتنه داده چې کوم اسلام ورته خوندور دی، دغه چې« لویدیځوالو» او له هغوسره تړلو واکمنو جواسیسو او تنظیمي ډلو رامخته کړی، که هغه چې طالبان ېې په نوم سر ورکوي. سر لوڅ څنګه دا منلی شي چې جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي، وحدت اسلامي، حزب اسلامي او نور چې په ښکاره د «لویدیځوالو» په جوړه شوې واکمنۍ کې د واک اصلي خاوندان دي ، خپل اسلامي هویت داسې اړولی چې د لویدیځوالوله تمدن سره سمون وخوري؟ دغه بدعت له اسلام څخه اوښتون نه دی؟ دغه بدعت د تنظیمي شکمن هویت ښودنه نه کوي؟ په دغسې یوه شکمن هویت د افغانستان مسلمانې پرګنې باور کولی شي؟
سرلوڅ د طالبانوستره تیر وتنه دا بولي چې بن لادن ېې امریکا ته ور ونه سپاره. باور لرم چې دی په دې پوهیږي چې د افغانستان د لاندې کولو طرحه نوې نه وه. دغه طرحه د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته د مغرورې پانګوالې نړۍ د نړیوال پلان ستره برخه وه. د نړۍ دلاندې کولو خوبونه ډیر زاړه و، د نړۍ د جغرافيي اړول له همدې خوبونو سره تړلي و،په دې برخه کې که چا ملا محمدعمر هم امریکا ته سپارلی وای، پر افغانستان پوځي یرغل حتمي و.په لیبیا کې قذافي په دې ترګواښ لاندې و چې د لاکروبي په پیښه کې  د ده لیبیا یانو لاس درلود.له لسو کلونو څخه زیات هره ورځ لیبیا تر امریکايي هوايي او راکټي اور لاندې وه، او په زرګونو انسا نان ېې له لاسه ورکړل.په پای کې په داسې حال کې چې دهغې پیښې له اصلي واقعیت څخه هیڅوک خبر نه شول، قذافي امریکاته په ملیاردونو ډالره تاوان ورکړ څو خپل خلک وژغوري خو همدا چې له دې لارې امریکا او اروپا ته نږدې شو د خپل مرګ چيټي ېې په خپل لاس لاسلیک کړه. تر دې پخوا د صدام برخلیک هم همداسې و. همدا چې لویدیځ ته ورنږدې شو د مرګ لاره ېې خلاصه شوه.
           دا خبره چې د ده لویدیځوال په افغانستان کې د نورو تیرو اشغالګرو په شان وروستۍ سلګي وهي هم سرلوڅ په ټیټکو را ولي اولږ تر لږه د خپلې ژبې کنترول هم نه کوي. دا یوه عقلي ناروغي ده. که داسې نه وي د ده لویدیځوال په خپله هم اوس دا خبره مني چې پوځ ېې په خاورو لګیدلی دی. د پانګوالې نړۍ پرګنیزخوځښتونه دغه جګړه دهغه یو په سلو کې ښيي چې هم په خپلو ۹۹په سلوکې نارواوې کوي او هم نور ملتونه دخپلو ګټو لپاره ځپي. دنړۍ حالات اوس په ډاګه ښيي چې دپانګوال نظام دلویدوبهیرپیل شویدی.امریکا او متحدین به ېې یا له اشغالي جګړوپه شا کیږي او یا به له  ډیره لیونتوبه  یوه نړیوال ناتار ته مخه وړي. داشغال اوپوځي اډو جوړول همدې نړیوال ناتار ته ور دانګل دي.که دا ناتارزموږپه سیمه کې پیل شي لومړنۍ قرباني به ېې افغانستان وي. سرلوڅ په ناویلې توګه همدې ژرندې ته اوبه ورسیخوي.
ښايي زیرکیاردیوه پوه وطنپال څیړونکي او لیکوال په توګه په خپلونورو لیکنو کې دخپلې ټولنې حالات دتاریخ او روانو واقعیتونو په رڼا کې  انځور کړي وي  او دا ېې ویلي وي چې دروانې فاسدې پردۍ واکمنۍ بدیل په طالبانو کې د لید وړ دی. دا یو ساده نظر نه بلکې که دچا خوښ وي یا نه، له روانوحالاتو څخه یوجوړ شوی انځور دی. دغه واقعیت ته په کتلو د اشغال او روانې فاسدې واکمنۍ بدیل باید څه وي؟ که څوک همدغه پوښتنه د واقعیتونو په رڼا کې وڅیړي هغه باید د طالب  پلوي اوشرګډي روشنفکران وګڼو؟ دا څه ډول منطق دی،له امریکايي ناتويي دموکراسۍ نه مو ټوله زده کړه همدا ده؟ او که دا تاسو نه يي چې طوطي وارخبرې کوۍ بلکې دا نور دي چې تاسو ېې په څه تمه په خپلو ویندویانو اړولي يي؟  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x