د روژې له درسونو

بسم الله الرحمن الرحيم

محمد نبي «الدین»

اللّٰه جل جلاله چې پر خپلو بندګانو د روژې د مياشتي د روژو د نيولو د فرضيت يادَونه کوي، نو هلته د قرآن کريم د دغه آيت په آخر کې، لکه د روژې نيولو يو حکمت يا فائده چي موږ ته ښيي، فرمايي:

ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسو باندي روژه فرض شوې ده لكه چي پر هغو كسانو فرض شوې وه، چي تر تاسو وړاندي تېر شوي دي {لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ} [البقرة: 183] د دې لپاره چي تاسو تقوٰی لرونكي شئ.

نو روژتي بايد دغه حکمت ته په کتو، خپلي روژې ونيسي او نور نېک کارونه ترسره کړي.

حکمت خو دا دی چي روژه انسان له ګناهونو ساتي او متقي يې جوړوي، نو بايد هر انسان د تقوٰی د لاسته راوړلو کوښښ وکړي، هر ډول نېکۍ ته لاس ور واچوي او له هر ډول بدۍ څخه ځان وساتي.

دلته موږ د روژتي انسان د څو عاداتو څخه يادَونه کوو، هر هغه نېک عادات چي يو مسلمان ورسره په روژه مبارکه کي مخ کېږي، بايد هغه د ځان سره ياد داشت کړي، او بايد په راتلونکو يوولسو مياشتو کي دا عادات ورسره پاته وي، او هر هغه بد عادات چي روژاتي يې په دغه مبارکه مياشت کي پرېږدي، نو بايد دغه د ده وروستی لوظ او وعده وي، او بايد بيا مخ ور و نه کرځوي، ترڅو د روژې مبارکي چي کوم حکمت په قرآن کي ذکر شوی دی، هغه پلي شوی وي.

په روژه مبارکه کي روژتي انسان د دوه ډوله عاداتو سره مخ کېږي
۱ له ګناهونو پرهېز کول، ۲ د عباداتو سره روږدي کېدل

لومړی له ګناهونو پرهېز کول

-۱- د موسيقي ساز او سرود د اورېدلو ، او نورو عبثو ډرامو او فلمونو د کتلو پرېښودل ، چي طبعاً روژتي په دې مياشتي کي دا ډول فضول ګناهونه پرېږدي، نو د پرېښوولو وروسته بايد دوهم ځل بيا مخ ور ونه ګرځوي. او په حديثو کي هم د موسيقي د بدۍ په اړه ډېري يادوني سوي دي، چي تاسو ته يې يوه نمونه ذکر کوو، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ((الغناء ينبت النفاق في القلب)).

موسيقي په زړه کي نفاق شين کوي.سنن أبي داود کتاب الادب.

-۲- د غيبت، درواغو، او ښکنځلو پرېښودل، چي دا کارونه په عموم کي هم منفور کارونه دي، خصوصًا د روژې په مبارکه مېاشت کي، ځکه د روژې په درسونو کي موږ دا زده کړي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا که په روژه کي د درواغو شاهدي او د دې درواغو پر شاهدۍ باندي عمل پرې نه ښودی، نو الله جل جلاله د ده خوراک او څيښاک نه کولو ته حاجت نه لري يعني دا روژه یې نه ده روژه؛ صحيح البخاري (4/ 578). بل حديث کي راځي: او که ستاسو څخه د یوه تن روژه وي، نو جنګ دي نه کوي، دجهالت لويي چیغي دي نه وهي، که چا ورته ښکنځل او بد رد وویل او یا یې جنګ ورسره وکړئ نو ورته ودي وايي زه روژاتي یم؛ صحيح البخاري (4/ 563).

-۳- پر نفسي خواهشاتو کنټرول پيدا کېدل، د نفس خواهشات هم ډېر زيات دي، خو په عموم کي دا درې ډوله کېدلای سي، ۱ خوراک ۲ څښاک ۳ شهوات.، چي د روژې زيات تمرکز هم د دغو دریو شيانو پر مغلوبه کېدلو وي.

د طب له اړخه هم ډېر خوراک کول د ګټي پر ځای زيان لري، او اسلام هم موږ ته د زيات خوراک د نه کولو توصيه کړې ده،

په حديث کي راځي چي مضمون يې په دې ډول دی: هيڅ انسان تر نس (خيټې) بدترين لوښی نه دی ډک کړی -يعني خيټه بد لوښی دی- د بني آدم لپاره څو محدودي ګولې (خوراک) کافي دي چي صرف ملا يي په سيده سي، خو که بياهم څوک بسنه نه کوي، نو نس دي پر درو برخو ووېشي يوه برخه د خوراک لپاره، بله برخه د اوبو لپاره، او بله برخه د هوا (تنفس) لپاره؛ سنن الترمذي (8/ 387).

د يوه طبيب څخه کِسری پوښتنه کوي: چي هغه کومه مريضي ده چي دوا نه لري؟ هغه ورته وويل پر ډک نس خوراک کول.
د أم المؤمنين عائشې رضی الله تعالی عنها څخه روايت دی، ژباړه: د محمد صلی الله عليه وسلم آل د اوربشو په ډوډۍ دوې ورځي مسلسل نه دی موړ شوی، تردې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو؛ صحيح مسلم (14/ 225). چي په دغه حديث کي د دنيا و ترک ته او په دنيا کي زهد ته اشاره ده، او د امت هڅونه ده پر زهد او تقوا باندي، نه دا چي صرف خېټه ډکه کړو.

او د شهوت په اړه په ېوه حدېث کې راځي چي رسول الله صلی الله عليه فرمايي: ای د ځوانانو ټولئ! که تاسو د نکاح کولو توان لرئ، نو نکاح وکړئ! او که مو د نکاح کولو توان نه درلودئ، نو پر تاسو روژې نيول دي، ځکه دغه د روژو نيول د انسان لپاره د شهوت بېخ کندنه ده؛ صحيح البخاري (7/ 3).

په بل روايت کي راځي تاسو نکاح کوئ، ځکه نکاح د سترګو او فرج (شرمګاه) لپاره ښه ساتونکی عمل دی، او د حديث پاته برخه هم د تېر حديث په شان ده.

دوهم له عباداتو سره عادت کېدل

-۱- د سخا او صله رحمي زېور ترلاسه کول، په دې مياشت کي روژاتي د سخاء عادت خپله وي روژماتونه تقسيموي او له همسايه ګانو سره مرسته کوي، که چا خپله څه نه وي لرلي، او نه وي توانېدلی چي چاته څه ورکړي، نو په دې مبارکه مياشت کي دا مفکوره حتماً اخلي چي که زه هر وخت دنيا (مال) پيدا کړم نو دومره، دومره صدقه به ورکړم، ځکه ده ته د روژې د لوږي او توندي په خاطر دا معلومه شوې وي، چي هغه کسان چي ټول کال څه نه لري، څومره به د ناهيلۍ ژوند تېروي.

په حديثو کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سخاوت نمونې خورا ډېري دي، چي يو حديث ستاسو مخي ته ايږدو
ر سول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو سخي انسان وو، خو د روژې په مياشت کي بيا تر هر وخت زيات سخي وو؛ صحيح البخاري (4/ 576).

او د روژې په درسونو کي مو دا هم زده کړي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که چا يوه روژاتي ته روژماتی ور کړی، نو ده ته د هغه د روژې هومره ثواب ورکول کيږي، بېله دې چي د روژاتي د ثواب څخه دي څه کم (لږ) شي؛ سنن الترمذي (3/ 301).

-۲- د شپې د لمانځه (تهجد) سره عادت کېدل، که فکر وکړو، نو هر روژاتي چي کله د سحري (پېشلمي) لپاره راپورته کيږي، نو لومړی اودس کوي او دوه يا د خپل توان مطابق څو رکعته لمونځ کوي، چي دا سلسله پوره يوه مياشت جاري وي، او بل هره شپه شل، شل رکعاته د تراويح لمونځ کوي، نو د روژې څخه وروسته د تهجد د لمانځه لپاره نيم ساعت وخت راپورته کېدل ورته ډېر آسانه کار وي، او کولای شي چي د تهجد لمونځ چي الله جل جلاله ته ډېر محبوب دی، د هغه په دربار کي د شپې په زړه کي په ډيري آسانۍ سره آداء کړي.

-۳- د روژو نيولو سره عادت کېدل، کله چي انسان پوره يوه مياشت روژې بېله کومي وقفې و نيسي نو هغه ته دا ډېره آسانه وي چي په نورو مياشتو کي ځيني مستحب او نفلي روژې هم ونيسي، لکه د دوشنبې، او پنج شنبې روژې، او همداراز د ۱۳، ۱۴، ۱۵ روژې، چي د دغو روژو د نيولو توصيه رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته په خپلو ويناوو کي کړې ده، او د دغو روژو فضائل يې هم راته ښودلي دي.

په حديث شريف کي راځي حضرت ابو هريره رضي الله عنه فرمايي: ماته زما دوست (رسول الله) صلی الله عليه وسلم د هري مياشتي د درو ورځو د روژو د نيولو توصيه وکړه چي د هري میاشتي درې روژې به نیسم، یعني ۱۳، ۱۴، ۱۵ يا ۱۴، ۱۵، ۱۶ ؛ صحيح البخاري ت (5/ 105).

-۴- د قرآن کريم د تلاوت سره عادت کېدل.

په روژه مبارکه کي مسلمانان تر بل هر وخت د قرآن کريم تلاوت ته ډېر لېواله کيږي، خپله يې تلاوت کوي، په تراويحو کي د قرآن کريم د ختم موقع په لاس ورځي، او په خپل موبايل يا بلي وسيلې سره هم د قرآن کريم تلاوتونه اوري؛ چي دا دېته زمينه برابروي چي په نورو وختونو کي هم انسان د قرآن د تلاوت د اورېدلو شوق ولري.

د قرآن کريم ختم

که په کال کي يوځل قرآن ختم کړل شي، نو دغه کس مهجور (د قرآن پرېښودونکي) نه بلل کيږي، په تراويحو کي يوځل قرآن ختمول سنت دی، او پر حافظ باندي په هرو ځلوېښتو ورځو کي د قرآن ختم کول د قرآن حق دی، نو موږ حتما بايد د الله جل جلاله دغه د پيغامونو او نجات څخه ډک کتاب هر وخت تلاوت کړو او عمل ورباندي وکړو .

خلاصه دا چي روژاتي چي کله دغه لويه فريضه آداء کړي، بايد روژاتي د روژې د مياشتي بعد دغه ټول نوي عاداتو ته په خپل ځان کي ځای ورکړي، د روژې د قبول يوه نښه علماء کرام دا ښيي چي که روژاتي د روژې د مياشتي کړني (عبادات) د روژې بعد په نورو وختونو کي هم کولې، نو پوه شه چي د ده روژې قبولي شوي دي.

الله تعالی دي ما او تاسو ټولو لوستونکو ته پر دغو خبرو د عمل کولو توفيق راکړي.

والسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د