افغانستانخبرونه

بغلان: طالبانو په ډنډغوري کې وروستۍ پوسته هم ونیوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): بغلان له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان په کې په تېرو څو وروستیو کلونو کې ډېر فعال پاتې شوي دي.

له سیمې څخه تازه راپورونه وايي چې اوس د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې لیکه د مرکز پلخمري په څو کیلو میترۍ کې پرته ده. ځايي خلک وايي چې د دواړو لوریو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو غږونه هم مرکز کې اورېدل کېږي.

طالبانو پرون د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې له وروستۍ امنیتي پوستې څخه هم امنیتي ځواکونه وشړل. د بغلان د ولایتي شورا غړی، بسم الله عطاش د دې خبر پخلی کوي او ګواښ کوي چې د دې احتمال شته چې د پلخمري ښار هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

تر دې دمه طالبانو په بغلان ولایت کې د خپلو نوو پرمختګونو په اړه څه نه دي ویلي.

دی زیاتوي په ډنډغوري کې د وروستۍ پوستې له ماتېدو سره طالبان توانېدلي چې زیات شمېر مهمات ترلاسه کړي. د طالبانو له خوا د مهماتو ذخیرې ترلاسه کولو حکومتي چارواکي د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

له هغې وروسته چې طالبانو په پسرلي کې د «عزم» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل، تونېدلي چې په څو شمالي ولایتونو کې ولسوالۍ ونیسي.

د بغلان د پېښو دویم تعقیب.

د ذبیح الله مجاهد څرګندونې:

په بغلان کې د ښمن مهمه قرارګاه فتح او د ۳قومندانانو په ګډون ګڼ عسکر  ووژل شول

د عزم عملیاتو په دښمن ځپونکې لړۍ کې تیر ماښام د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ دګورګند مهمه قرارګاه (بيس) چې په سیمه کې ددښمن مهمه ځاله وه،  وروسته له شپږ ورځنۍ کلکې محاصرې په ټولیزه توګه فتح شوه.

د وروستیو رارسیدلو معلوماتو په اساس په دغه بيس کې  د مشهور قومندان ابراهیم په ګډون چې خورا مهم او وحشي قومندان وو د دښمن ۳قومندانان او ۲۲ تنه عسکر او پولیس وژل شوي دي.

په دې فتح سره دپلخمري په لور مهمه او خورا لویه ساحه فتح شوه، د دښمن دشپږو نورو بیسونو په لور مهمې اکمالاتي لارې وتړل شوې.

دپلخمري او دوشي ترمنځ  د مجاهدینو لاره وصل او خلاصه شوه او مجاهدین د ولایت دمقام ۲ کیلومترۍ ته ور ورسیدل.

د بيس په فتح کیدو سره له دښمن څخه لسګونه میله سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي هم په غنیمت ونیول شول.

د یاد بيس د فتحې په جګړه کې زموږ ۲تنه مجاهدین شهیدان او ۶ تنه ټپيان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۶/۹/۲۴هـ ق

۱۳۹۴/۴/۲۰هـ ش ــ 2015/7/11م

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x