نظــر

دافغانانو د بى وسلى کولو دسیسه

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين, نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين أما بعد د هجری لمریز   په کال ۱۳۸۰ کې  چې د زیږیز ۲۰۰۱ کال سره سمون خوري   صلیبي وحشی یرغلګرو د افغانستان په حریم  د دوامداري آزادۍ عملیات تر عنوان لاند ی په اول ځل خپل نامشروع نظامي یرغل وکړ چې تر نن پوری په افغانستان کې د طالبانو او نړیوالو مجاهدینو پرضد د ناټو لخوا اداره کیږي.
د امریکا د  اشغال سره سم  د افغانستان دیني عالمانو سراسري شورا د امیرالمونین ملا محمد عمر مجاهد حفظ الله ترمشرې لاندی یوه  غوڼډه  جوړه کړه  چې تقریبا تر ۵۰۰ زیات عالمانو په کې ګډون کړې وو، په دی غونډی کې  د امریکا او ناټو په وړاندی د جهاد اعلان وکړل شو چې الحمدلله نن یې لاس کاله کیږي چې دوام لري او انشاالله لری نه ده چې الله جل جلاله مسلمانان  ددی ظالمانو د شر څخه خلاص کړي.

کله چې د  امریکاېي ځواکونو په وړاندی په کال ۲۰۰۳ کې د مجاهدینو لخوا جهادي عملیاتونه  تیز شول  نو دوئ په دی پوه شول چې د افغانستان ولس زموږ په وړاندی د مقاومت او جهاد ستر عزم او هوډ لري اوهڅې نه چې د روس برخلیک سره مخ شوو نو په زیږیز کال ۲۰۰۳ کې یې د افغانانو د بی وسلی کولو لپاره یوه  شیطاني پروژه د ” ډي ډي ار” په نوم  پرمخ واچله ترسو د افغانستان  مجاهد اولس د یو سرنه خالي سله کړي او د ځان، خپل دین او د هیواد ساتنۍ وړتیا او ځواک په کې ختم کړي او دی مقاومت ته د تل لپاره د پائ ټکې کیدي.  مظلومو افغانانو هم د زور، پیسو،  کار او پرمختیه په هیله خپلی وسلی د نړیوالی پرمختیائ اداری یا یو این ډي پي” ته وسپارلی خو په دی نه وو خبر چې ددوئ  دا شوم مقصد ددی لپاره نه دی چې د شمالي ټلواله یا نور جګړه مارن خالي سله کړي بلکی اصلي مقصد یې د افغانانو په بشپړه توګه بی وسلی کول دي ترسو د مقاومت او جهاد سنګرونه تت او ساړه کړي خو الحمدلله د افغانستان جهاد ورځ تربلی غښتلی کیږي او د امریکا او ناټو په مخ لکه د درندی سپیړي په شان لږیږي.
عجیبه دا ده چې په امریکا کې  د قانونی اساسي  دوهمی مادی مطابق  خلکو ته دا حق ورکول کیږي چې د ځان ساتنی لپاره وسله وګرځوي خو بیا د افغانستان په خلکو یې دا حق د کابل د کوډاګي اداری په امر په افغانانو د وسلی ساتل یا ګرځول غیری قانوني ګرځولی چې نه به  په کور کې وسله ساتي او نه به یې د ځان سره ګرځوي. تاسو لګ فکر وکړي چې دا کار دوئ د کوم مقصد لپاره وکړو او اصلي هدف یې څه  وو.  دوئ هره ورځ د افغانستان په کلیو، کورونو چاپې وهی او د چا سره چې وسله وګوري نو یا یې بګرام ته لیږي یا کندهار او یا ګنتانامو ته او د کابل اداره  په دی لړ کې ددی زحمت هم  نه کوي چې ددی مظلوم افغان پوښتنه وکړي او یا ددی کس کورنۍ ته ددی اجازه وکړي چې ددی کس  د مړي ژوندی پوښتنه ورکړي.

محترمو افغانانو وروڼو وسله ساتل او ګرځول ستاسو اسلامي او انساني حق دی وسله د انسان ساتنه کوي . نن که صلیبي یرغلګر ستاسو د کورونو اڼګړ ته در کوځیږي نو صرف ځکه چې هغوئ په دی پوهیږي چې افغانان بی وسلی دي او ددوئ سره دا یره ختمه شوی چې د مقابل لور څخه به په ما ځوابی ډزی وشي.

 که چرته یو امریکایي وګړې په خپل هیواد کې ددی لپاره وسله ساتلی او ګرځولی شي چې د ځان ساتنه پری وکړي نو بیا ولی یې یو افغان له دی حقوق څخه بی برخی کړي شوی. وسله ساتل زموږ د دین، کلتور او پښتو دود غوښتنه او یو حتمي ضرورت دی  فالحاظه هر یو افغان باید په کور کې سپکه او درنده وسله وساتی او کله هم چې د صلیبي یرغلګرو چاپیز ځواک یا داخلی ګوډاګیان ستاسو د کور ونو اڼګړونو ته داخلیږي نو د اسلامي او افغاني غیرت د ساتلو لپاره تاسو ته پوره حق درکړل کیږي چې د خپل ناموس، عزت . ځان او مال څخه دفاع وکړي.

په احترام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x