نادري ناولده

نننۍ اسلامي نړۍ

يادونه: د دکتور علي جريشه (نننۍ اسلامي نړۍ) مې څوڅپرکي ژباړلى و،چې مولوي صيب جانبازسرفرازيې پوره ژباړه خپره کړه،هغه برخه چې ماژباړلې له تاسې سره يې هم شريکوم.

ليکوال: دکتورعلي جريشه
ژباړن: دادمحمدناوک

د اسلامي نړۍ جغرافيايي حالت

•       موقعيت:
        د اسلامي نړۍ په اړه ځينې مخالف جغرافيه پوهان دانظرلري چې دا يوه بې حاصله سيمه ده ،او اوسېدونکي يې له هره اړخه وروسته پاتې دي،خودادلمرغوندې روښانه ده چې دنړۍ په نقشه کې اسلامي نړۍ دټينګوسرحدې پولو لرونکې ده،برسېره پردې داباديواونهرونوڅښتنه ده.
        له هندوستانه دوه لارې دوواسلامي هيوادونوته تللې دي(په ختيځ کې دسوملايااوسوماتراترمنځ دملقاتنګى اوپه لويديځ کې دباب المندب تنګى).په دې ډول دختيځې اولويديځې اسلامي نړۍ ترمنځ دکښتيود تګ راتګ کومه ستنونزه نشته.همدارنګه دمنځنويوبحرونودوه مشهورې لارې(په ختيځ کې دسويزکانال،په لويديځ کې دجبل الطارق تنګى)هم داسلامي نړۍ په برخه دي.په همدې ډول سپينه بحيره هم يووخت په بشپړه توګه يوه اسلامي بحيره وه،اوداسرايلوپه نه شمارلوسره بحرالميت اوسره بحيره هم اسلامي بحيرې ګڼل کېږي.بالاخره اسلامي نړۍ دنيل،دجلې،فرات،سند،

نايجيريااوداسې نورواوبولرونکې هم ده
اسلامي نړۍ دلوديديځ د١٨(اتلسو)درجوطول البلد،اودلوديديځ په ٩٠(نوي)درجوطول البلد(په ټوله کې ١٠٨درجې طول البلد)کې اوږده پرته ده.امادشمال په ٥٠(پنځوس)درجې عرض البلد،د جنوب په  ١٠(لس)درجې دعرض البلدکې پرته ده.داسلامي نړۍ دښه درک له پاره به داکافي وبولوچې ديوپوه په خبره که دنړۍ نقشه دايروي وليکومرکزيې مکه معظمه (په تېره کعبه شريفه)راځي.پرهمدې اساس که پرلنډو ووايواسلامي نړۍ دنړۍ په نقشه کې مرکزي ځاى لري. ځکه خونسبت نوروځايوته اسلامي نړۍ دښه ستراتيژيک موقعيت درولودونکې ده.

•       طبعې زېرمې:

هغه موادچې ترځمکې لاندې دډبرين،ياسخت ځمکني پوښښ لاندې وي،طبعي موادبلل کېږي.اوهغه محصولات چې دځمکې پرسرپيداکېږي حيواني،نباتي،زراعتي…موادبلل کېږي.همدارانګه هغه محصولات چې تراوبولاندې پيداکېږي،لکه ژوندي بحري ژوي(ماهيان…)،اوځينې معادنونه تراوبولاندې محصولات بلل کېږي.
هغه منابع چې پراستعمال اوڅرنګوالي يې څوک نه پوهېږي،په اقتصادي منابعوکې نه شمېرل کېږي.مګرسکاره،پترول،لمريزه انرژي مخکې له دې چې څوک يې په استعمال اوګټه پوى شي په طبعي زېرموکې شمېرل کېدل.

طبعي زېرمې پرلاندې ډولو وېشلاى شو:
       نه تمامېدونکې زېرمې لکه :خاوره،ډبره،شګه او…
       نوېدونکې زېرمې لکه نباتي پوښښ…
       ډېرتمامېدونکې زېرمې لکه :پترول،معادن…

په اسلامي نړۍ کې نه تمامېدونکي موادزښته ډېردي،دسوډان،ليبيا،عراق او….حاصلاتې ځمکې؛دعربې جزيرې،مصراونورواسلامي هيوادونوپراخې دښتې اسلامي نړۍ ته دنه تمامېدونکوموادوپرېمانه وسيلې دي.خودنوېدونکيوموادو دفقريادغنمودپيداکولو اولاسته راوړلوپه اړه بايدوويل شي چې په اسلامي نړۍ کې ددغسې شيان پخپله داسلامي نړۍ پيداواردي،ځکه اسلامي نړۍ د ډېرواوږدونهرونو(دجله،نيل،فرات،سند…)لرونکې ده،پرهمدې اساس داشونې نه ده چې اسلامي نړۍ دې دنباتي پوښښ لرونکي مواد له نورې نړۍ وارد کړي.
په سوډان،عراق ،ليبيا،پاکستان اوآن په مصرکې پرميلياردوجريبه ځمکه دحاصلاتولپاره اماده ده.صرف چې څوک لاس پرې ووهي.يابه داځمکې اصلاحاصلخېزه وې خودسستۍ اواوبونه رسېدوله امله به بېرته پخوانۍ غوندې شوې وي. پردې اړه بايدووايوچې دروميانوپه وخت کې دمصرنوي سلنه(%٠٩)ځمکه کرل کېدله،دغه سلنه ورو-ورومخ پرځوړ روانه وه چې اوس پنځه سلنې (%٥)ته ټيټه شوېده،اونوي سلنه(%٠٩)خلکويې له بزګرۍ لاس اخيستى.مګردتمامېدونکوزېرموپراړه بايد پردې پوه شوچې:
       :پترول:
په ټوله نړۍ کې دپترولوستره تولېدونکې اسلامي نړۍ ده،چې دټولې نړۍ پرسطحه (%٣٠.٦)دېرش اعشاريه شپپږسلنه پترول توليدوي.ورپسې امريکاد(%٢٩.٦) نهه ويشت اعشاريه شپږسلنه پترول توليدونکې ده.په بين المللي کې (%٦٩.٣)نهه شپيته اعشاريه درې سلنه احتياطې زېرمې اسلامي نړۍ پوره کوي.که په اسلامي نړۍ کې هغه زېرمې چې تردمګړۍ يې ځينې پرديواوامريکايي شرکتونوکشفيات روان کړي په دې شمېره کې ورګډکړونونوره به هم داسلامي نړۍ سلنه ډېره شي.

بېلابېل معادن

        په اسلامي نړۍ کې دبېلابېلومعادنوپه برخه کې چې په سرکې يې اوسپنه ،اونورفلزات راځي ډېرپيداکېږي.ماليزيا،الجزاير،المغرب،تونس،ترکيه ،مصراونوره اسلامي نړۍ ددې پيداوارولرونکې ده.ډېرى اسلامي هيوادونه داحتکاراوپه دې خاطرچې ګټه يې ټوله ددوى وي په عدم کشف ټينګارکوي.اودنوروپيداوارولکه سره زر،الماس ،يوارنيم او…ډېرى يې اسلامي نړۍ لري،خودهيوادنوله يادولو يې تېرېږو.

بې پترولو،نورې انژې لرونکې زېرمې:

        موږپه اسلامې نړۍ کې ډېرى داسې طبعي جوړښتنونه لروچې اوبه له ډېره پورته ترې لاندې راتويېږي.چې دبرېښنادتوليدله پاره ښه کارورکولاى شي؛همدارنګه دنباتي غوړيواوګازوښې زېرمې لرو.اوکه په اسلامي نړۍ کې دلمرله انرژي په ښه اوبشپړه توګه کارواخېستل شي،دبشپړانرژيکي قوت څښتنان به شو.
دتوليدقدرت:
        دتوليدزورپه دريوعناصرودى:
الف:بشري عنصر.
ب:خام مواد.
ج:سرمايه.

نوکه چېرته شونې وي داسلامي نړۍ ترمنځ دپولوپرنامه کرښې که يوا وارهم  له مينځه يووړل شي،دټولې نړۍ پرسصح به ښه اقتصادي زورورخلک واوسو.اوبيابه په پورته يادوعناصروکې لاندې څه ولرو:
دالف په برخه کې :
که داسلامي نړۍ ترمنځ پولې _دهيوادونوپه نامه پولې_ له منځه يووړل شي،نوموږبه دزرومليونوتنو لرونکى هيوادولرو چې دنړۍ پرمخ به دومره ګڼ مېشت هيوادنه وي.(١)
اوکه له دې عنصر(بشري عنصر)سره داسلامي غوښتنوپراساس اخلاص اوپه کارونوکې ښه نيت هم ګډشي.نودتوليدددې عنصرپرلرولوکې به موږتربل هرچاډېرشتمن يو.
دب په برخه کې:
دخاموموادوپه اړه بايددومره ووايوچې بې له اسلامي نړۍ دنورې نړۍ هيڅ کوم لورى دومره دخاموموادو،معادنواوانرژې بېلابېلې زېرمې نه لري.
دج په برخه کې:
په دې شرط چې داسلامي نړۍ سرمايه په شعوري ياغيرشعوري توګه په امريکايي اوانګليسي بانکونوکې جمع نه شي،اودهغوى اقتصادپرې تقويه نه شي،دنړۍ ډېره شتمنه برخه به اسلامي نړۍ وي.په هر حساس وخت کې دپرديواسعارونرخ قصداښکته وړل کېږي.چې دهغومسلمانانوشتمنې چې په پرديوبانکونوکې يې جمع کړې وي تاواني شي.
دملي عايدديوې احصايې له مخې داسلامي نړۍ يوهيوادترټولې امريکاډېرغني شوى دى.(پرمسلمانه نړۍديرغلونوله امله امريکاشاوخواڅورلس ټريلونه پوروړې ده.ژ).
(١):دانتروبولوژي(جنسيت)له مخې مسلمانه نړۍ په دريوبرخووېشل شوې ده:قفقازي،زنګي اومغول جنسونه.چې دابياپه پخپله نورې فرعې څانګې لري.الله (ج)فرمايي:(ژباړه:..ددوى په زړونوکې يې مينه پيداکړه،که دې پرځمکه کې ټول شته مصرف کړي واى ددوى په زړونوکې دې مينه نه شواى پيداکولاى.مګرخداى (ج)ددوى ترمنځ مينه پيداکړه.

همدارنګه پرپورتنيوعواملوسربېره که داسلامي نړۍ پراخوالى، استهلاکي بازارونه اودوچې اولندې لارې په نظرکې ونيسو،داسلامي نړۍ
 دپرمختګ اوبډاينې ځومره ډېرامکان شته،خوافسوس چې مسلمانان به کله ويښېږي اوکله به دخپل برخه ليک ټاکنې واک په خپل لاس کې نيسي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x