افغانستانخبرونه

سیاف: د حکومت کړنې په لاجدیت څارو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پاتې راغلی نوماند او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانی استازی، عبدرب الرسول سیاف یو ځل بیا د ګډ حکومت مشرانو ته د یوه ګواښنده پیغام په خپرولو سره په ډاګه کړې ده چې «لطفاً مو ټوله پاملرنه د خلکو د امنیت او ښېګڼې په لور متوجه کړئ».

دغه پخوانی جنګسالار داسې مهال ګواښنده پیغام خپروي، چې پرون په ننګرهار کې د زرګونه جریبه ځمکې په غصب تورن شوی و. د سیاف نوم هم د هغو غاصبینو په لیست کې و چې په ننګرهار کې يې دولتي ځمکې غصب کړي دي.

سیاف په خپل نامه په ننګرهار کې یو نااباد شوی ښارګوټی لري.

سیاف د خپل تازه فېسبوکي پیغام په سر کې په ګډ حکومت کې داخلي اخ و ډب ته په اشارې سره لیکي: «ډاډه یم چې اوس به د دولتي څوکیو او منصبونو له وېش څخه چې په بشپړ ډول د دوی ځانګړی میراث او شخصي ملکیت دی، وزګار شوي وي».

عبدرب الرسول سیاف په تېرو ټاکنو کې له ماتې وروسته په دویم ځلي ټاکنو کې له عبدالله عبدالله څخه «خاموش» ملاتړ وکړ. سیاف خپلو د کمپاین ملګرو ته لارښوونه وکړه چې عبدالله عبدالله ته کمپاین وکړي؛ خو نوی دریځ یې رسنیو سره شریک نه کړ.

مګر د ګډ حکومت له تشکیل وروسته، د غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک په وېش کې سیاف ته کومه څوکۍ په پام کې ونه نیول شوه. سیاف او اسماعیل خان پر ګډ حکومت توندې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې ګواکې «مجاهدین» له واکه لرې کوي. یو ځل د سیاف د توندو نیوکو پر ضد اجراییه رييس توند غبرګون هم ښکاره کړ.

سیاف په خپل نوي پیغام کې لیکي: «دا وېره شته چې خدای مه کړه وضعیت تر دې نور خراب شي چې په هغه صورت کې به یې مهار ستونزمن وي».

عبدرب الرسول سیاف بې له دې چې کومه کارنده وړاندیز وکړي، د حکومت د چارو د څارنې خبره کوي.

سیاف حکومتي کړنې څاري: «موږ له پیله د خدای او ملت په وړاندې د مسوولیت له امله وضعیت څارلی، له دې وروسته به په لاجدیت سره وضعیت څارو».

سیاف په ګواښنده ژبه لیکي: «زموږ چوپوالی یوازې د ولس او وطن د ګټو په خاطر دی».

سیاف چې دمګړۍ په واک کې بې برخې دی، په پای کې لیکي: «الله جل جلاله شاهد دی، چې زموږ یوازنۍ موخه د الله تعالی رضا او د ولس خیر ښېګڼه او عزت دی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی !!!! چه سیاف وایی سیاف چې دمګړۍ په واک کې بې برخې دی، په پای کې لیکي: «الله جل جلاله شاهد دی، چې زموږ یوازنۍ موخه د الله تعالی رضا او د ولس خیر ښېګڼه او عزت دی». سیاف وایی : «الله جل جلاله شاهد دی، چې زموږ یوازنۍ موخه د الله تعالی رضا او د ولس خیر ښېګڼه او عزت دی». د انسانانو تیرویستنه خو پریږده اوس د الله ج د تیرویستنی هڅی هم لری ، که دی له اوله اتیست نه وو داسی یی نه ویل ، یعنی دی په الله ج او ورځ د قیامت عقیده… نور لوستل »

Aman

سیاف ته په خپله یو بی وجدانه او وطن پلورونکی. یی نو ته هیڅ دا حق نلری جی د افغانستان دخلکو او حکومت په هکله خبری وکړی

احمد

کله مې چې پورتنی مطلب ولوست، له ډیره شرمه مې دا پاڼه بنده کړه، ځکه سیاف خو نه شرم لري او نه هم حیا چې په دې نجسه خوله د الله او رسول نه خبرې هم کوي.

غوربندی

له نن تکی آسیا سخه می هيله ده چی د سیاف په شان متفق علیه ملعونينو تصویر له چلیپا سره خپور کری، کنه نه دی خپروي.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x