fbpx

د دجال لښکر ( تبصره)

سمسور زلمي

د دجال لښکر ( تبصره)
دجال د دجل څخه اخستل شوي چې د دروغ ويلو ، دوکه ورکولو ، دروغجن شخص ، لوي دوکه باز او د مسيح په معناګانو سره دى .

دجال ته ځکه مسيح وايې چې دا به په ټوله نړۍ ګرځي تر څو خپله فتنه خپره کړي .د قمطراز قاموس له مخي دجال له دې کبله مسيح بولي چې دا ټوله نړۍ د خپل تسلط او کنټرول لاندې راوړل غواړي .

که اوس وګورو دغه صفت په امريکا او د هغۍ متحدينو کې هم ښکاري همدا د دجال زامن د خپل پلار په تقليد روان دي چې اوس به يې يو څو مثالونه وړاندې کړو :

دوى د جاپان په دوه ښارونو اتوم بم د ازميښت په خاطر استعمال کړ چې په نتيجه کې فقط د اتوم بم د ازميښت په منظور د ښځو ، ماشومانو او د بوډاګانو په شمول يې په لکونو افراد مړه کړل . همدارنګه زمونږ په ګران هيواد يې په دې پلمه چې طالبان د بشر حقوق پيمالوي او World Trade Center د دوى لخوا نړول شوي په ډير وحشت سره يې په ٢٠٠١م کال حمله وکړه . د دې جګړي ۱۴ کاله وشول که د دوى د بمباري په نتيجه کې د ورځې١٠ نفره په شهادت رسيدو ونيسو نو تاسو حساب وکړي چې څومره بې ګناه افراد به ددوى لخوا په شهادت رسيدلي وي .

همدارنګه يې په ٢٠٠٣م کال په عراق د حملي يادونه کولى شو چې دلته يې هم د مسلمانانو عام وژنه شروع کړي او کوي يې په دې بهانه چې صدام حسين اتومي وسلي لري
زه د دجال بچېانو (امريکايانو) څخه دا پوښتنه لرم چې :

١: څه شوي د صدام حسين د عامه وژني وسلي Weapon Of Mass Destruction.؟
٢: څه شو هغه سرسبزه او شاداب عراق …..؟
٣: څه شو د عراق سوکالي او امنيت ….؟
٤:څه شوه د عراق خوشحالي او ازادي ….؟
٥:او څه شوه د عراق بيا رغونه او …؟

دا ټول دروغ او دجالي دي نه يوازي په افغانستان او عراق بلکې په فلسطين ،صوماليه ،سوډان ،کشمير ،پاکستان ،چېچنيا اونوروو … هيوادونو يې هم په ډيري بې رحمي سره حملي وکړي او بې ګناه افراد يې ووژل او وژني يې .د تعجب وړ خو لا دا ده چې ظلم هم دوى کوي او د نړۍ د صلحي جايزي هم دوى ترلاسه کوي ، دا انصاف دى . امريکا کولى شي چې هر څه تر لاسه کړي ځکه دوى تور او سپين لستونه لري خپله خوښه يې ده چې څوک په کوم لست کې راولي څرنګه خپلو ګوډاګيانو ته د حکومت واګي په لاس کې ورکړي او کوم ګوډاګيان د قدرت له ګدي څخه راوپرزوي ، چا ته دهشت ګرد ووايې ، چا ته نه دوى يې کولى شي خو مجاهدين يې کله ورسره مني دوى هم تور او سپين لستونه لري چې د اسلامي اصولو په رڼا کې افراد په لستونو کې داخل او خارجوي . په هر صورت که امريکا، او د هغو متحدينو ته د دجال لقب استعمال کړو کومه مبالغه به مونوي کړي ځکه دوى هم په ټوله نړۍ حکومت کول غواړي دجال هم . که څوک د دجال په مقابل کې ودريږي او خداىې يې ونه مني هغه به قتلوي امريکا هم داسې مثال لري چې مخي ته يې ورشي قتلوي دې او که زور يې در باندې بر نشو بيا به دې د دهشت ګرد په نوم بدناموي . د موضوع د روښانتيا لپاره احاديثو ته اشاره کوو

١:د حضرت محمد(ص) حديث دي چې : د دجال د ويري څخه به خلک غرونو ته وخيزيږي . رښتيا هم د حضرت محمد(ص) حديث دروغ ندي اوس مهال وګوري چې اسلامي ډلي بل ځاى نلري بغير د غرونو څخه چې له هغو ځايونو څخه په صليبيانو حملي کوي .

٢:حضرت محمد(ص) فرمايې چې : زما په امت کې به يوه ډله د خپل حق د دفاع په خاطر قتال کوي چا چې د هغوۍ سره دښمني وکړه په حقيقت کې به ورباندې غالبيږي ترهغي پورې به ورسره قتال کوي تر څو چې دجال راشي او دجال سره به هم قتال کوي . (ابوداود)

٣:حضرت محمد(ص) فرمايې چې : د نړۍ تر ټولو لويه فتنه به دجال وي او له دې وړاندې به ديهودو، نصاراو او مسلمانانو تر مينځ جګړه وي مسلمانان به په ډير سخت ازميښت کې وي مزبزبه ايمان لروونکي به په خپل ايمان بي ثباته وي . رښتيا هم اوس مهال همداسې ده د يهودو نصاراو اومسلمانانو تر مينځ جګړه دى دغه په حقه جهاد او صليبي جګړي دي او همدارنګه هغه څوک چې اوس مهال مزبزبه ايمان لروونکي وي هغوۍ خپل ايمانونه په ډالرو خرڅ کړه

. د حضرت محمد(ص) د احاديثو څخه داسې معلوميږي چې دجال په نړۍ کې يوه لويه فتنه او د حضرت عيسي(ع) لخوا به د (لد) په ښار کې چې د تل ابيب څخه څو ميله فاصله لري په قتل رسيږي او د مرګ څخه وروسته به يې يهودو ، ٧٠ زره مسلح فوځ او نور نصارا به د مولۍ په شان په قتل رسيږي . يهود او نور کفار د دجال راتګ ته چمتوالي نيسي يعنې په اوس وخت کې د يهودو راټوليدل فلسطين او د لد په ښار کې نظامي ، هوايې اډي جوړل پدې معنى دي چې ددجال د قتل مخنيوي وکړي خو دا ناممکنه ده .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د