د روژې وروستی وصيت

احمدالله احمدزی

د روژې مبارکه مياشت مسلمانانو ته د حال په ژبه خپل وصيت کې وايي، چې د نړۍ په لر و بر کې متدينو مسلمانانو!

تاسې خو څو ورځې وړاندې زما په راتګ خوښي کوله او د نړۍ په لر و بر کې مو ماته ښه راغلاست او مرحبا ويل، مګر دغه دی زه نور په تلو يم، له تاسې خدای پاماني اخلم، نو زموږ تاسې د ملګرتيا او وفا اندازه به له دې وروسته معلوميږي، چې دا مينه او ملګرتيا مو يوازې لنډمهالې وه او که نه دغه ملګرتيا به په غياب کې هم ټينګه ساتو او د ژوند هره شېبه د روژې وخت بولو کنه؟

يو شمېر زما غوندې ناراستان، چې نه يې په روژه کې له عبادتونو، د قرانکريم له تلاوتونو، د نېکو کارونو له کولو کما حقه خوند واخيست، نو هغوی بايد د روژې دغه کمې شپې ورځې غنيمت وبولي، روژې سره خپله وفا او ملګرتيا ثابته کړي، مګر هغو مسلمانانو، چې روژه د خپل رب عبادت، د قرانکريم تلاوت او ټولو نېکو کارونو ته وقف کړې وه، د روژې مبارکه مياشت په تلو تلو کې له دغو مسلمانانو د حال په ژبه پوښتي، چې اې زما ملګرو، چې دغه مياشت مو خپل رب ته عبادتونه کول، د قرانکريم تلاوتونه، د ورځې او شپې نفلونه او تهجد او هر ډول نېک کارونه مو په ډېر اخلاص او مينه کول، له روژې وروسته به مو څه حال وي؟

ايا له روژې وروسته به هم دغه نېک کارونه همداسې په مينه کوئ او که نه دغه لنډه موده درته د عبادت وخت ښکارېده او له روژې وروسته به يو ځل بيا خپل زړونه د دنيا له مينې ډکوئ او ما به هېروئ؟
د روژې تر ټولو مهم وصيت همدا دی، چې مسلمانان بايد د عبادت، لمونځونو، د قرانکريم تلاوت او ټولنيزو نېکو کارونو

دغه تمريني شپې ورځې له ياده ونه باسي او له روژې وروسته دغه نېک کارونه او د الله تعالی عبادتونه خپل عادت وګرځوي او له دې لارې د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې د اصلاح لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او خپله ټولنه کې د خير خويونه او کارونه بايد داسې رواج کړي، چې د ژوند هره ګړۍ د روژې مبارکې مياشت په څېر ښکاره شي او هره ګړۍ دا ومني، چې ټول ژوند بايد د روژې په څېر تېر کړو، چې مرګ مو راته د اختر او خوښۍ ورځ ښکاره شي.

يو عالم فرمايي، «هغه مسلمانان هلاک دي، چې يوازې روژه کې الله تعالی خپل رب بولي او له روژې وروسته يې بيا هېر وي.»

روژه د هغو مسلمانانو پر حال افسوس کوي، چې له دغې مياشتې يې د خپل ځان د بښلو له چانسه ګټه وانه خيسته او په ډېره بې پرواهۍ يې ضايع کړه او اوس هم روژه موږ ناراستو مسلمانانو ته نارې وهي، چې له دغو کمو پاتې شپو ورځو داسې ګټه واخلو، چې د تېرو شپو جبيره او زموږ ټولو د بښلو ذريعه شي او الله تعالی مو توبې قبولې او ايمانونه تازه کړي.

روژه وايي، سره له دې چې زه له سره تر پايه د خير او برکت، اصلاح او بدلون مياشت يم، مګر هغه مسلمانان، چې دغه زرين چانس له لاسه ورکوي، بايد د نهيلۍ پر ځای خپل رب ته په سجده شي، په چيغو چيغو وژاړي او د شوال شپږ روژې ونيسي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې د شوال شپږ روژې ونيولې، نو داسې ده، لکه ټول عمر يې چې روژې نيولي وي. همدا رنګه د نفلي روژو او هغو ورځو، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په کې د روژې نيولو ثوابونه ذکر کړي، اهتمام په ډېره مينه وکړو.

موږ بايد د خپل رب له دره نهيلي نه شو او دا بايد له زړه ومنو، چې الله تعالی د خپلو مخلصو بنده‌ګانو توبې هېڅکله نه ردوي، خو په دې شرط، چې مسلمان د زړه له تله توبه وباسي او خپل رب سره ژمنه وکړي، چې دی به راتلونکي وخت کې هېڅکله داسې کارونه ونه کړي، چې رب يې پرې ناراضه کيږي.

روژه همدا ټينګار کوي، چې زما ملګرتيا او دوستي مو بايد له نفاقه خالي وي او داسې نه، چې له روژې وروسته د بې وفا او منافق دوست په څېر ما له ياده وباسئ.

روژه وصيت کوي، چې زه خو يوه تمريني مياشت وم او مثال مې د يو تخم په څېر و، نو تاسې مسلمانان بايد د خپل کرل شوي تخم او دانو د حاصلاتو لپاره شپې ورځې رڼې کړئ او تر مرګه دغه لاره خوشې نه کړئ.
روژه کې مو د نفس او مال جهاد پيل کړی، بايد له روژې وروسته هم دغه لړۍ روانه وي، روژه کې مو د الله تعالی عبادت، د قرانکريم تلاوت او هر نېک کار خپل فرض باله، نو که غواړو، چې روژې سره خپله مينه او وفا وښيو، نو بايد دغه کارونه له روژې وروسته هم خپل مسؤوليت او فرض وبولو او له روژې وروسته هم د بې وزلو او وږو مسلمانانو له حاله ځانونه خبر کړو او بايد دا فکر ولرو، که موږ ماړه يو او ګاونډ کې مو خپلوان، دوستان حتا کافر هم وږی، نو الله تعالی به يې له موږه پوښتنه کوي او زموږ عبادت به قبول نه کړي.

روژه په تلو تلو کې دا وصيت هم کوي، چې ګورئ مسلمانانو روژه کې به مو له شرقه نيولې تر غربه او له جنوبه تر شماله د سهار له اذان سره ټولو له مباحو کارونو، لکه خوراک، څښاک او جماع ځانونه ساتل، ټول به په ډېره مينه جوماتونو ته تلئ، يو بل سره به مو مرسته او همکاري کوله، نو که رښتيا ځانونه زما دوستان بولئ، نو له روژې وروسته هم ما مه هېروئ او خپل دغه نېک خويونه مه خوشې کوئ.

روژه همدا وايي، که رښتيا مو روژه د الله تعالی لپاره نيولي وي، نو له روژې وروسته هم خپل رب مه هېروئ، د خپل رب په در کې له دعا او عاجزۍ مه غافله کيږئ، که رښتيا مو روژه کې د قرانکريم تلاوت د الله تعالی د رضا لپاره کړی وي، نو بايد له روژې وروسته هم قرانکريم ته شا نه کړو. روژه موږ ته پېغور راکوي، چې دا به څنګه مسلمان وي، چې د خپل رب رالېږل شوي کتاب په اړه بې پروا وي او هېڅ فکر نه کوي، چې دغه کتاب الله تعالی د بشريت د اصلاح لپاره رالېږلی. دغه کتاب د دنيا او اخرت د بريا ضامن دی او بريالی يوازې او يوازې هغه څوک دی، چې د خپل رب کلام د ژوند د لارې مشال بولي، نو هغه به څنګ مسلمان وي، چې د روژې له تلو سره سم، دالله تعالی عبادتونو او د قرانکريم تلاوت ته شا کړي.

رژوه د خپل وصيت په ترڅ ټينګار کوي، چې مسلمانان بايد د الله د نعمتونو شکر ادا کړي او هېڅکله داسې يو ګام وانخلي، د الله تعالی د نعمتونو ناشکري بللی شي. روژه وايي، چې تاسې په روژه کې لوږه، تنده او د عبادت ستړيا وليده، نو له روژې وروسته بايد د الله تعالی د پرېمانه نعمتونو شکر ادا کړو او الله تعالی فرمايي، که تاسې شکر ادا کړ، نو الله تعالی به خپل نعمتونه درباندې نور هم زيات کړي او که ناشکري مو وکړه، د سخت عذاب ګواښ يې کړی دی.

روژه وايي، چې زه هم د نورو مياشتو په څېر شپې او ورځې لرم، مګر الله تعالی په دغه مياشت کې دومره خير او برکت اچولی، چې د قدر يوه شپه له زرو شپو ډېر غوره او بهتره ده.

روژه همدا وايي، چې دا به ستا عمل ثابتوي، چې تاسې مسلمانان ما سره څنګه مخه ښه کوئ؛ د يوې مينې او محبوب د جلا کېدو په څېر به راپسې ژاړئ او که د نابللي مېلمه په څېر به مې په وتلو خوښي کوئ؟
ايا موږ تاسې به په کومه ډله کې راځو، چې روژه د خپل محبوب او مينې په څېر بولو او که د اضافي او نا بللي مېلمه په څېر؟

ايا موږ په روژه کې د دې لپاره په تنګ يو، چې له خوراک، څښاک او هرې ګناه منعه يو او دا شپې ورځې تېروو، چې له روژې وروسته به خپل پخواني عادتونه او ګناهونه يو ځل بيا پيلوو؟ الله تعالی دې موږ تاسې ټول مسلمانان داسې کړي، چې روژه خپله مينه او محبوب وبولو، په تلو يې د زړه له تله خوابدي شو او روژې سره ټينګه ژمنه وکړو، چې له روژې وروسته به هم دغه ملګرتيا او وفا پالو او هېڅکله به داسې يو کار نه کوو، چې د الله تعالی او روژې د خوابدښۍ لامل ګرځي.

الله تعالی دې وکړي، چې دغه روژه په داسې حال کې له موږ ولاړه شي، چې موږ ته په کې بښنه شوي وي او روژه زموږ رب ته له موږ خوشاله ورشي او راتلونکی کال يو ځل بيا الله تعالی موږ ته له ايمان سره ژوند راکړي او دغه بختور مېلمه يو ځل بيا زموږ تاسې نصيب شي.

اللهم آمين

پور شوی خيال

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د