نادري ناولده

نننۍ اسلامي نړۍ (دوهمه برخه)

ليکوال: دکتور علي جريشه
ژباړن: دادمحمدناوک
     

مسلمانه نړۍ له فقهي اړخه:

  فقهاوونړۍ په دووبرخووېشلې:داراسلام اودارحرب.دفقهاووپه اتفاق په هغه خاوره کې چې اسلامي احکام جاري وي داراسلام بلل کېږي.اوداسلام حکم دشرعې پراساس وي.اوهغه درې شرطونه چې له کتاب الله اوسنتواخېستل شوي دي داسلامي حکم دتطبيق له پاره مهم دي:

       شرع دالله جل جلاله لوري اودهغه ځانګړى حق دى:
((شرع لکم من الدين ماوصى به نوحاوالذى اوحينا ءاليک)).
ژباړه:له دين څخه تاسې ته هغه څه وټاکل شول چې نوح(ع)ته وصيت کړى شوي و،اوهغه څه چې تاته يې وحى کوو.
((ام لهم شرکاء شرعوا لهم من الدين مالم ياذن به الله)).
ژباړه:آيادوى داسې شريکان لري چې دوى ته يې دخداى له دينه پرته نورڅه ټاکلي دي.
مګرالله جل جلالهدخپلوپولوترڅنګ يوبل څه ته هم اشاره کوي:
((ولوردوه الى الرسول والى اولى الامرمنهم لعلمه الذين يستنبطونه منهم)).
        ژباړه:

        په دې ترتيب دمجتهدينواجتهادته لاره هواره شوه،اودنويواړتياوواوقضاياوودحل له پاره اسانتياوې رامنځ ته شوې.

       د الله تعالى(ج)شريعت ترټولو لوړ وي،ځکه خوهيڅ انساني قانون ورسره برابري نه شي کولاى؛اماله اسلامي سرچينې پرپيلامه کولاى شي چې دشرعي اصولوپه رڼاکې وړاندې لاړشي.خوکه څوک اسلام درېيمه سرچينه وګڼي نوښکاره يې ترشرعي پورته څه شى دوهم اولومړى ګڼلي دي.الله (ج)فرمايي:
((ياايهاالذين امنوا لاتقدموا بين يدى الله رسوله…الحجرات٢،١))
ژباړه:
اى ايمان والو!دالله (ج)اودهغه درسول(ص)پروړاندې لاس غځونه مه کوئ.
يانې هيڅ خبره اوقانون بايد دخداى جل جلا له اورسول الله صلى الله عليه وآله وسلم تراوامرولوړه ونه ګڼل شي.
((ياايهاالذين آمنوا لاترفعوا اصواتکم فوق صوت النبي…الحجرات٢،١))
ژباړه :
        اى ايمان والو!دپيغمبرپرغږخپل غږونه مه لوړوئ.
        داخوله خياله لرې خبره ده چې څوک دې دپيغمبرپرغږدنوروغږونود لوړاوي حرمت ومني ،مګر داسلامي شريعت په وړاندې دې بيادبل قانون جوړول روا وبولي.اوباالاخره رسول الله صلى الله عليه وآله وسلمفرمايي:
((من قاتل لتکون کلمه الله هى العليافهوفى سبيل الله))
ژباړه:
        څوک چې دکلمه الله دلوړاوي په پارجنګېږي هغه دالله دلارې لاروى دى.

        کلمه الله دالله (ج)دټولوکليماتوله پاره جامع سرليک دى،اوله همدې کليماتوسره شرايع نازل شويدي،ځکه خودکلمه الله دلوړاوي په پارهرډول قتل وقتال دالله (ج)دلارې دلارويانوکاردى.

       دالله ٠ج)قانون بايدپرهرچاتطبيق شي:
دعقيدې ،اخلاقو،عباداتو،معاملاتواو…

په برخه کې که څوک دخداى حکم قصدي پرېږدي نودلته به شريعت په پوره ډول نه وي نافذ؛نوپرهرچادشريعت دحاکميت له پاره منډه ترړه فرض ده،ترڅوپرځمکه ټول دين دالله(ج) له پاره شي.
((وقاتلوهم حتي لاتکون فتنه ويکون الدين کله لله))
ژباړه:ترهغوورسره وجنګېږي،چې فتنه ورکه شي اوټول دين الله لره شي.
        پورته يادونوته په کتوسره فقهاهغې ځمکې ته چې شريعت پکې حاکم نه وي ،دارحرب وايي.اوامام ابوحنيفه (رح)يې په دوه شرطه داراسلام بولي:
       دمسلمانانوامان
       له نورواسلامي هيوادوسره پوله پرپوله.
په دې ماناچې که په کوم کفري هيوادکې دمسلمانانودسرامن وي اوياهم له نورواسلامي هيوادونوسره پوله ولري،بيايي دارحرب نه شوبللى.پردې سربېره دځينونورفقهي اصطلاح ګانوشنل هم اړين بولم.
o       دارعدل:
هغې سيمې ته ويل کېږي چې شريعت پرې حاکم،اوپه شرع برابرمشرخليفه وي.داسې سيمې ته هجرت واجب ګڼل کېږي.

o       داربغي:
هغه سيمې ته ويل کېږي چې دباغيانوپه لاس کې وي.اودې باغيانوله شرعي خليفه نه بغاوت کړى وي،په دې صورت کې له خليفه سره مرسته واجب بلل کېږي.(لکه داميرالمؤمنين په وخت کې پنجشيرچې دباغيانوپه لاس کې وو.ژ)
o       داربدعت:
هغې سيمې ته ويل کېږي چې بدعت پکې زيات وي،اوسنت پکې وژل شوي وي.دداسې سيمې له خلکوسره جهادترهغې فرض دى چې ترڅودالله (ج)اوامربشپړعملي شي.
o       دارمسلوبه:
هغه سيمه چې دمسلمانانوپه لاس کې وي،اوالهي اوامرپرې عملي وي،خوکفاريې ترې ونيسي.په دې صورت کې په مسلمانانوجهادفرض دى ترڅوخپله لاندې شوې سيمه بېرته ونيسي.
        ځينې پوهان دارحرب دوه ډوله ګڼي:
       دارکفر:
هغه سيمه چې کفري قوانين پرې حاکم وي.

       دارعهد:
هغه سيمه چې دمسلمانانواوکفاروترمنځ پرې عهداوتړون شوي وي.
پورتنۍ ټولې ويشنې دسولې اوجګړې يابين الدوله قوانينوپه برخه کې بېلابېل احکام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x