اسراييلو د حرکت الجهاد الاسلامي لوړ پوړی مشر خوشې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): اسراييلي ښکېلاکګرو د حرکت الجهاد الاسلامي غورځنګ لوړپوړی مشر شيخ خضر عدنان له يوولس مياشتې زندان وروسته نن سهار خوشې کړ.

اسراييلي عسکرو، نن سهار شيخ عدنان فلسطيني سرحد ته څېرمه جنين سيمه کې خوشې کړ او له هغه ځايه د طبي معاينې لپاره روغتون ته ولېږول شو.

د شيخ عدنان ښځې د خپل خاوند د خلاصېدو پخلی کړی او وايي، چې خاوند به يې نن ماذديګر له روغتونه لويديځه تراډه کې خپل کور ته ورشي.

د شيخ عدنان ښځې رسنيو ته وويل، چې د خاوند روغتيا حالت يې ښه نه دی او له همدې امله روغتون ته تللی دی او نن ماښام به د ډاکټر له مشورې وروسته خپل کور ته راستون شي.

د يادونې وړ ده، چې شيخ خضر عدنان ۵۵ ورځې له خوړو اعتصاب کړی و او له ډېرو جنجالو وروسته دوه اونۍ وړاندې يې په دې شرط له اعتصابه لاس واخيست، چې اسراييلي چارواکو د خلاصېدو ډاډ ورکړ.

عربي رسنۍ وايي، چې د شيخ خضر عدنان روغتيايي حالت مخ پر خرابېدو و، له ډېرې مودې يې له خوړو او درملو انکار کاو او اسراييلي چارواکي پر دې بريالي نه شول، چې په زوره پرې درمل وخوري، چې بالاخره اسراييلي چارواکو له دې وېرې خوشې کړ، چې کېدای شي، شيخ عدنان په زندان کې مړ شي.

حرکت الجهاد الاسلامي غورځنګ د شيخ عدنان د راخوشې کېدو په خوښۍ کې نن ماښام نوموړي ته د ښه راغلاست غونډه او د مېلمنو لپاره به د روژه ماتي تياری کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د