نظــر

په بغلان کې د دولت د تدریجي سقوط ننداره

عبدالله

تېر ماښام د بغلان ولایت د مرکز په ګاونډ کې د ډنډغوري سیمه په بشپړه توګه د حکومت له واکه ووته او طالبان ورباندې حاکم شول، هسې خو د ډنډغوري دسیمې چې اوس ولسوالي بلل کیږي پخوا هم ډیرې سیمې د طالبانو په ولکه کې وې، خو ددې ولسوالۍ په ګورګند سیمه کې مهم پوځي مرکز هغه نقطه وه چې په سیمه کې یي دولتی واک ته پایښت ورکاوو، مګر تیر ماښام طالبانو په یوه پراخ برید سره دغه پوځي مرکز له منځه یووړل، ویل کیږي د طالبانو په برید کې د شلو په شاوخوا کې دولتي عسکر وژل شوی چې په کې د قومندان ابراهیم په ګډون څو تنه قومندانان هم شامل دي، د دې پوځي بیس نورو میشتو عسکرو د پلخمري په خوا شاتګ کړی او سیمه یي طالبانو ته تخلیه کړې ده.

د ډنډغوري سقوط په بغلان کې ځکه مهمه پیښه ده چې په دې سره اوس طالبان د ولایت د مرکز دوه کیلومترۍ ته رانږدې شول،او ددوشي په خوا هم دطالبانو لار مکمله خلاصه شوه.

دولتی رسنیو د ډنډغوري په سقوط خوله پټه نیولې او فکر کوي چې دا کومه ستره پیښه نه ده، مګر د کتونکو په باور دغه پیښه د سږکال په اوږدو کې په بغلان کې د دولت د ګام په ګام سقوط په جریان کې ترټولو مهمه پیښه ده.

د سږکال له پسرلي راهیسې د کندز، فاریاب ، بدخشان او د شمال د ځینو نورو ساحاتو غوندې په بغلان کې هم دولتي واک له بدحالت سره مخامخ دی چې دهرې ورځې په تیریدو یي سیمې له واکه وځي.

که د سږکال په اوږدو کې په بغلان کې د طالبانو د پرمختګونو او دولتي ګام په ګام عقب نشیني لنډ تصویر وړاندې کوو نو ویلی شو چې : په مرکزي بغلان کې تر ۳۰ پورې لویې سیمې لکه ځدراڼ، نورزي، سردار خیل، پاوکم،داود کلی، نواباد،همت خیل،چغان تيپه،انارخیل ،ګرداب ،طاهریان،شاهي خیل،صافیان،مټه خیل، علاءالدین، خدایدادخیل، پشه یان، وکیل نظام کلی،خوستیان، او داسې نورې لویي منطقې ددولت له واکه وتلي او طالبان ورباندې حاکم شوي په دې ټولو سیمو کې پخوا د اربکیانو، نظم عامه او پولیسو لسګونه پوستې وې دغه راز په دې سیمو کې ۴ غټ بیسونه هم وو چې اوس ټول د طالبانو په ولکه کې راغلي .

دغه راز د ډنډغوري په ولسوالۍ کې د ګورګند له نیولو وړاندې طالبانو د ګوډان،نیازالله کلی، غنچه پل،قلعه خواجه،اسلام اباد،لوګریان،مهاجرین،سیزو کلی،ناقلو کلی،انارخیل،تاجکان، سپیدخان کلی او داسې نورې سیمې له دولتي عسکرو او اربکیانو نیولي دي،همدارنګه د بغلان په بله ولسوالي دهنه غوري کې هم د اقسای او منګلو پراخې علاقې سږ پسرلی د طالبانو لاس ته ورغلي دولتي قواوو په ډنډغوري او دهنه غوري کې مجموعا ۶ پوځي مرکزونه هم تخلیه کړي چې په دې سره په یادو سیمو کې د دولتي واک بشپړه خلا رامنځته شوې.

په دې سربیره چې د بغلان ولایت د تاله وبرفک ولسوالۍ تر ۹۰ فیصده ډیرې سیمې د طالبانو په واک کې دي او هلته دولتي حضور یوازې د ولسوالۍ تر ودانۍ منحصر دی، د سږکال کال په اوږدو کې طالبانو په بورکه او دوشي ولسوالیو کې هم د پام وړ پرمختګونه کړي او له ډیرو سیمو یي حکومتي قواووې تمبولې دي .

په بغلان کې د طالبانو د پرمختګونو په اړه د ځایي ادارې او چارواکو یوازینی عکس العمل دادی چې د خپل شکست او سقوط خبرونه له رسنیو پټ وساتي، چې په همدې خاموشه حال کې طالبان توانیدلي چې د بغلان تر شپیته فیصده په ډیرو سیمو خپل حاکمیت ټینګ کړي .

د بغلان چارواکي چې په لري پرتو ولسوالیو کې ګام په ګام ناکامیو له درانه خوبه راویښ نکړل اوس چې طالبانو د پلخمري په ګاونډ کې په ګورګند سیمه هم حاکم شول او د ولایت دوه کیلومترۍ ته ورسیدل ، کله چې د بغلان د والي او امنیه قومندان له غوږ سره د طالبانو د کلاشنکوف مرمۍ تیرې شي نو ایله به دا ومني چې رښتیا هم په بغلان کې تحول راغلی او حکومتي واک د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x