
د پکتیکا له مرکزي زندانه څلور بندیان تښتېدلي دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه،چنګاښ۲۱، ۱۳۹۴ل) : د پکتیکا امنیتي چارواکو تایید کړه ، چې د دغه ولایت له مرکزي څخه څلور تنه زندانیان په تېښته بریالي شوي دی.
د پکتیکا د امنیتي چارواکو په وینا، په دې څلورو تنو تښتیدلیو بندیانو کې دوه تنه یې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د سلطان سیمې او سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانمرګي برید په تور نیول شوي ول.
د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان علي مست مومند هم د یادو بندیانو تېښته تایید کړه او زیاتوي، چې دا څلور د زندان له دارالتادیب څخه د شنبې په شپه په تېښته بریالي شوي دي؛ خو د زندان مسؤلین پرې نن سهار خبر شوي دي.
نوموړي وویل، چې د تښتېدلو بندیانو د بیا نیولو لپاره يې د لټون عملیات پيل کړي دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندان د څرګندونو له مخې په دې تړاو یې د زندان څلورتنه ساتونکي پولیس هم نیولې او دا مهال تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي.