نظــر

د مراجعينو سره د کندهار پوهنتون اکاډيميک ريس ښاغلی پوهنمل دوکتور حضرت مير توتاخيل سلوک

محمد زمان ستاري

– د جګپوړو چارواکو لپاره د افغان دولت لخوا ټاکل سوي اخلاقي معيارونو يوه نمونه –

د ښاروالی رياست دخالی بستونو لپاره می ثبت نام کاوه نو دولايت مقام د بشری منابع رياست ته می درخواست وکړ او دثبت نام فورمه می ترلاسه کړه کله چی می دثبت نام فورمه دبعدی اجراتو لپاره دکندهار پوهنتون رياست ته يوړه پوهنتون ته چی ورسيدم نو ريس صاحب او معاون صاحب په غونډه کی وه تر يوه ساعت انتظار وروسته می علمی مرستيال ښاغلی عبدالتواب بالاکرزی ومونده نو دامضا لپاره می فورمه ور پيش کړه ښاغلی بالاکرزی وويل چی کښينه زه وخت نه لرم ريس صاحب ته انتظار شه هغه به يي امضا کړی نيم ساعت می نور هم انتظار وکړ وروسته می فورمه رياست ته ور پيش کړه ريس صاحب پر محصلانو چارو معاونت باندی امر راکړ کله چی معاونت ته ورغلم نو ملازم فورمه راڅخه واخيسته راته يي وويل دباندی انتظار وکړه وروسته يي پر مربوطه پوهنځی باندی امر راکړ چی زما دليسانس تاييد وکړی دپوهنځی دتاييد وروسته می فورمه بيرته رياست ته راوړه ملازم فورمه ريس صاحب ته يوړه وروسته ملازم را ږغ کړه چی ريس صاحب دی غواړی کله چی ورغلم نو ريس صاحب راته وويل چی ما کوم ځای ته استولی وی، ما ويل ريس صاحب محصلانو چارو معاونت ته، ښاغلی اکاډيميک وويل چی د پوهنځی دتاييد وروسته دی ولی بيرته محصلانو چاور معاونت ته نه ده وړی چی ما ته دی راوړه، ما ورته وويل ريس صاحب نه پوهيدم اوس به يي بيرته ور وړم ښاغلی ريس وويل چی تا دا څلور کاله دی څه ### کول چی تلی او راتلی دغه دی لا نه کړه زده چی اوس راغلی يي غواړی کار ترلاسه کړی ته به حکومت ته څه د #### خدمت وکړی ځه ولاړه شه فورمه دی نه در امضا کوم لاس دی خلاص څه چی په وسه پوره وی هغه وکړه او فورمه يی څيری کړه او د شعبی څخه يی دباندی و ايستلم.

که څه هم دا کار د ښاغلي طوطا خيل لمړۍ يا وروستۍ کارنامه نه ده. دئ داسي بي شميره کارنامې هره ورځ تر سره کوي. کله نه کله يې ځنيي کارنامې د رسنيود صفحاتو زينت ګرځي. ددې ليکني څخه زما هدف دا نه دئ چي د طوطا خيل يوه بله بريا دده د شايقينو و غوږو ته ورسوم. زما هدف د خپلو ګرانو وطنوالو توجه و هغي ستري فاجعې ته را اړول دي چي دطوطاخيل سلوک يې يو معمولي نمونه ده. د يو څو د ګوتو په شمير لوړ پوړو چارواکو پرته چي ښايسته اخلاق يې د ښې فاميلي تربيې نتيجه ده، ټوله دولتي دستګاه د بد اخلاقه او بد ديانته چارواکو ځاله ګرځيدلې ده. دولتي مامورين د ولس هغه عاجزه اجيران دي چي ددوئ تنخواه، د اولادو نفقه، د تقاعد وروسته د ژوند تر پايه اعاشه د همدغه غريب ولس څخه اخيستل سوو مالياتو، راهداريو او نورو ډول ډول دولتي ټيکسونو په شکل اخيستل سوو پيسو څخه ورکول کيږي. دوئ ته مراجعه کونکئ هر شخص اصلاً دده پالونکئ بادار دئ. دئ بايد څومره په عزت سلوک ورسره وکړي. دا چي زموږ د ولس اجيران دومره بد اخلاقه سوي د ي او د خپلو بادارانو تعظيم يې نه دئ زده، دا ولي؟؟؟؟ که غور وکړو نو راته جوته به سي چي د يوه کوچني کور نظام هم ديوه دولت د نظام سره ورته والئ لري.

د هر کور مشر د هم هغه فاميل پلار وي. پلار د کور د نظم ونسق د چلولو لپاره مزدوران په اجرت مقرروي. د مقرريدو تر مخه پر مزدور دا خبره پخوي چي زما ميرمن او پيغلو لوڼو ته که مو په بيعزته سترګه کتلي وه سترګي به مو راوباسم. که مو زما زامن رټلي يا وهلي وه په همهغه ورځ به مو ګودړي د کور د بيروني دروازې د باندي پراته وي. بيا به مزدور بد وکړي چي د کور و کوچني، ښځي يا حتا د کور حيوان ته لا په سپکه سترګه وګوري. د هيواد په سطحه که د هيواد عام اتباع د کور د کوچنيانو سره مقايسه کړو نو د هيواد سياسي رهبري لکه ولس مشر، پارلمان، مشرانو جرګې، ولايتي او ولسوالي شوراګانو وکيلان د کور د مشر لکه پلار يا مشر ورور حيثيت لري. دا ددوئ دنده ده چي د کورنۍ د خدمت لپاره مودبه، خواري کښه او په کار پوه مزدوران وګوماري. زما وينا هم خپلو هيوادوالو ته داده چي تاسي دومره هم مظلومه او بيچاره خدایج نه ياست پيدا کړي څومره چي تاسو خپله ځانونه مظلوميت او بيچاره ګي ته ورکړي دي. دا چي د مراجعينو په حيث يو دولتي مامور يا چارواکئ زموږ حق د پښو لاندي کوي يا زموږ سپکاوی کوي، اصلاً دئ دا کار نه کوي بلکه زموږ په رايه راغلئ ولس مشر، د پارلمان، ولايتي شورا، ولسوالي شورا وکيل دئ چي ددې فساد اصل مسول دی او ددی فساد دمخنيوی لپاره کوټلی ګامونه نه پورته کوی په دی هيله چی عملی ګام دفساد پر وړاندی پورته شی او دفسادکوونکو مخنيوی وشی تر څو خلګو ته د ښی حکومتولی په چوکاټ کی واقعی او حقيقي خدمت تر سره شی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x