نظــر

لرغونی هلمند – شپږمه برخه

شريف الله دوست(سرواني)

هلمند ته د سکندر مقدوني راتګ
(۳۳۰مخز يږدي)

د مقدوني سکندر پلار فليف له ۳۵۹تر ۳۳۶ق. م پوري پرټول يونان او مقدوني باندي حاکم سو په ۳۳۷ق . م کي يې دټول يونان له نمايندګانو څخه يومجلس جوړ کړ، په دې مجلس کي يې دپارس دهما منشيانو پرټولواکۍ دحملې پريکړه وکړه ، که څه هم د يوناني ځواکونو ()حملې ته چمتو وه خودې وخت کي فليف په قتل ورسېد او پرځای يې زوی سکندر پر ق.م ۳۳۳پرپارس حمله وکړه (سکندر مقدوني په اريانا کي دلويديځي خوا آريه (هرات) هيتومنت لويديځي برخي درنګيانا (سيستان) ونيول او له دې ځايه آراکوزيا )ارغنداب ته په ۳۳۰مخزيږدي کي تيرسو.

هلمند کي لاسته راغلی دژړو قاب چي شاوخوا يې ديوې شاهۍ مانور معلوميږي
هلمند کي لاسته راغلی دژړو قاب چي شاوخوا يې ديوې شاهۍ مانور معلوميږي

ترتاريخ مخکي

هلمند ۷۲۰۰مخريزدي (ق.م):

لکه مخکي چي وويل سوه ، د پېښليک (کرونولوژي) له مخي دا پېر په (آق کپروک)، ډيمراسي منډيکک ، سيستان کي د توږلي (صيقلي) ډبري او خاورينو لوښو ، فلز يا کلکو ليتک پېر بلل سوی دی . ( )

هلمند په ۵۰۰۰ ــ ۳۰۰۰مخزيږدي کي :

په آق کپروک ، ډيمراسي ، منډيکک ، سيستان کي دمفروغ او انځور سوو کود ړو پېر (دوره) همدا ډول به نادعلي او منډيکک کي .

هلمند کي تاريخي دوره
(۱۰۰۰ مخريږدي)

د هلمند پرغاړو په سيستان ، نادعلي دمفروغ او د اوسپني داستعمال لرغونې دوره او دهلمند ترغاړو د آريايې ليږد دوهمه څپه له شمالي افغانستان د آمو سيند له حوزې تر هندوکش او سويلي (جنوبي) څنډو پوري.

دهلمند لرغوني کورنۍ
(۶۰۰مخزيږدي)

د زردښت پاڅيدنه ، دپاړسو آريايې سيمو څخه دهيتومنت حوزه د (کاوي ،کيان) شاهي کورنۍ اويستايې پهلوانان .

هلمند او دنړۍ لرغوني تمدونونه

هلمند دلرغوني تمدن ځانګوده چي دخپل وخت دتاريخ او قبل التاريخ پېر انساني نښې يې ترننه پوري پرځای پاته دي. له لويه سره نړۍ کي ختيځ د بشري تمدن پلازمينه بلل کيږي خوبياهم ، لومړنيو انسانانو په ختيځ کي زرګونه کاله پخوا دخپل تحوش او وحشت دوره تيره کړې ده ، چي بيايې وروسته دتمدن په دايره کي عصري ژوند پيل کړی دی . دنړۍ دلرغونو تمدونونو لومړنۍ حوزې همدا ، دنيل حوزه ، دبين النهرين حوزه ، دسند حوزه ، دهوانګهو حوزه ، د فنيقيانو او عبرانيانو حوزې ، دبين النهرين يا امو سيند حوزه ، هلمند حوزه او داسي نورې….همدا لرغوني انسانان وه چي د راتلونکو نسلونو لپاره يې د تمدن پل جوړ کړ ، ځکه نو وايې : چيري چي سيندونه وي هلته تمدونونه وي ، تمدونونه دهمدې سيندونو پرغاړو باندي زيږيدلي او دخپل تکامل ، ستونزمن ګامونه يې اخيستي دي ، داچي په نړۍ کي دکوم تمدن مخينه زياته ده دې برخه کي پوهان په يوه خوله نه دي ، خودهلمند (لمر سوخته) نښې منډيکک په هرات اوموهنجورادو ، مصر او بين النهرين (ميزوپوتاميا) لرغوني تمدونونه ، دلرغوني تمد ن په سرکي راځي ، د يادولو ده چي لرغوني تمدن له ختيځ څخه لويديځ (غرب) ته نقل سوی دی ، غربي تمدونونه چي په سرکي يې چين ،يونان او روم راځي دوی خپله دمنځني ختيځ بين النهرين (اوسني عراق) اومصر څخه دانساني ژوند ډول او متمدنه زده کړه کړې ده. تمدن عربي ويي (لغت) دی چي دمديني او مدنيت له ريښې څخه اخيستل سوی ، چي دښار او ښاري مانا ښندي.لويديځوال پوه ، (ويليام جمېز) وايې چي دتمدن لومړنی عنصر کار دی ، چي دمعماريو او زراعت په نتيجه کي منځ ته راغلی دی .دولت هم دتمدن له اړينو برخو څخه ګڼل کيږي چي د آريائيانو ، سومريان، يويانيان او هنديانو په ټولنوکي يې بېلګي ليکل کيږي، په ټوله کي د تمدن عناصر څلور ښودل سوي دي لکه :

۱ــ کار.
۲ــ دولت .
۳ــ دين : تراسلام مخکي او وروسته اديان .
۴ــ اخلاق .

تمدن د يوې سيمي ټولي مادي او معنوي شتمنۍ په خپل غيږکي نيسي .

سپينګلر د تمدن لپاره داسي تعريف وړاندي کړی :
((دلوړ کلتوري پرمختګ ، انتهايې مرحلې ته تمدن وا يې )).

تمدن دټولو هغو کوښښونو او تد بيرونو ټولګه ده چي يو شمېر انسانانو ، دخپل ژوند د اړتيا و په موخه په کار اچولي وي .دهلمند لرغونی تمدن هم دنړۍ په کچه په يوه ښکلې جغرافيايې نقشه کي شتون لري. د هلمند په سوځلي ښار (شهر سوخت) کي لاسته راغلي ماقبل آريايې نښې دهلمند دښکلې تمدن څرګندوني کوي ، شپږ زره کاله پخوا لاسي صنايع ، منظم ښارونه ، دمنظم ژوند ډول يې ښې بيلګي دي .

په ټوله کي تمدن پر دريو(۳) برخو ويشل کيږي:
۱ــ دليک له پيدايښت څخه مخکي دوره چي دې پېرته د انسان د لاسي صنايعو او او ابزارو پير يا دوره هم ويلای سو ، لکه د ودانيو جوړول ، مجسمې جوړول او له هډوکو څخه شيان جوړول ، چي هلمند هم دهمدې پېر نښي (بيلګي ) لري چي ډيری يې لا تر اوسه پوري نه دي سپړل سوي او پيژندل سوې .
۲ــ دوهمه لار دليک د پيدايښت دوره چي دليک تر پيدايښت وروسته ، تاريخ هم وليکل سو ، د انسانانو په ژوند کي ژور تغيرات راغلل ، بشري تمدن په ټوله کي يوه ځانګړې واقعې بڼه ځانته غوره کړه .
دليک لومړۍ بڼه چي (۴۵۰۰ کال) لر غونتيا لري د ډيمورګان له خواپه بين النهرين کي کشف سول . ()
۳ــ يې علمي او صنعتي مرحله ده ، چي دمعاصر تمدن بنسټ په ۱۸ ــ ۱۹ زيږدي پيړۍ کي ښودل سوی دی چي ترنن پوري دخپل چټک تکامل لاره لنډوي دا ډېره حيرانوونکې مرحله ده چي ۲۰ شلمه پيړۍ د اټوم او کمپيوټر پيړۍ او يو يشتمه پيړۍ د انټرنيټ پيړۍ نومول سوې دې چي دهلمند لرغونی تمدن د چنګيزي ، تيموري، صفوي ، انګريزي ، روسي او امريکايې تېريو په وجه له سقوط سره مخ سو .په ټوليز ډول که د بشر تمدن ته نظر واچوو ، دابه له وړاندي راته څرګنده سي چي (هلمند، سيند) ، د سند سيند، هوانګو (ژړسيند) ، هريرود ، دانيوب ، بين النهرين ، د دجلې او فرات سيندنو په څېر لرغونی تمدن زيږولی او دهلمند سيند غاړي د انساني تمدن لومړنی پيل ځايونه دي او هلمند سيند په خپل برکت د دې پراخې سيمې د کرهڼې ځمکي خړوبولې او په نړيواله کچه يې د اسيا د ګدام نوم ګټلی و .

دهلمند مدنيت د کندهارا ، سيند ، موهنجو دارو ، بين النهرين ، مصر او آمو مدنيت په منځ کي شتون درلود .

دتمدن دعناصرو څخه يو هم لمر (افتاب ، خورشيد ) و چي هنديان يې سورج بولي او چينايان ورته (ته يانګ) وايې ، اريانا کي ورته مهريا ميترا ويل کېده . کله چي لا د آريايانو مهاجرتونه آريانا (افغانستان) ته نه وه پيل سوې تر زرتښتي ، بودايې او هندويې دينونو مخکي د هلمند يانو دلمر لمانځنه کول چي بيلګي يې په ملتان ، کابل او لوګر کي ترلاسه سوي دي . کشتاسپ يا ويشتاسپ په اريايې پېر کي خپل زوی اسفنديار له بلخ څخه هلمند ته په رستم پهلوان پسې راولېږه تر څو زرتښتي دين ومني .

داچي هلمند مېشتي رستم لمر لمانځونکی و ، زردښتي دين يې ونه مانه ، د رستم او اسفنديار ترمنځ مذهبي جګړه کي اسفنديار و وژل سو ، د زردښتي دين په خپرولو کي اسفند يار لومړی کس و چي و وژل سو ، فردوسي يې په شهنامه کي تفصيلي يادونه کړې ده .

د اسلام د مقدس دين په راتلوسره ۲۳ ــ ۲۰۰ هجري پوري په (۵۱هجري) کی د اموي خلافت له درباره امر وسو چي د زر دښتي دين ټول معبدونه او اورتونونه ونړوي ، دهلمند خلکو مقاومت وکړ ، غوښتنه يې وکړه چي يادعبادتونه دي نه نړيږي ، همدې عبادت خونوکي به موږ د الله (جل جلاله) د راليږل سوي دين عبادت کوو ، د خلافت دربار ورسره ومنله ،له دې وروسته خلکو د الله (جل جلاله)ديني پکښې کاوه ، د قرآن کريم زده کړه پيل او چټکه سوه ، دعرب لښکر په ليکو کي ديني عالمانو دالهي دين تبليغ پيل او د قرآن زده کړه يې په خلکو کي عامه کړه ، له دې وروسته چي خلک دالهی دين او دقرآن په حقانيت او د الله (جل جلاله) په وحدانيت پوه سول ، نوخپله به سعودي ، عراق ، مصر او شام ته د قرآن او حديثو د زده کړي لپاره تلل چي تر درېيمي هجري پيړۍ پوري د ابو داؤد سجستاني په څېر علما او محدثين پکي پيدا سول .

هلمند او د بدخشان لاجورد :

په لويې ارياناکي د هلمند (هيتوميت) تمدن تړاو دمصر ، بين النهرين ، پارس او هند سره ښه بېلګه سو داګريزه اړيکه ده د بيلابيلو سو دا ګريزو توکو ترڅنګ به چي له يو ځايه بل ته تبادله کېدل ، له بدخشان څخه د لاجورو خام مواد هلمند ته راتلل ، هلمند مجسمې ، دښځو دغاړو پسولونه ، ګيڼې او بيلابيل شيان ورڅخه جوړېدل او بياپه پارس ، رزنج ، بابل (عراق) ، هند او سند ته وړل کېدل ، له هغه ځايه به عمان ، فلسطين ، مصر ، ليبيا او نورو اسيايې او افريقايې هيوادونو ته وړل کېدل .

په (۱۹۴۰زيږديز) کي لرغونپوهانو دا راپور وړاندي کړ چي مصر او بين النهرين د لرغوني تمدن ځانګوده ، خو وروسته معلومه سوه چي د لرغوني تمدن کرښه له مصر څخه تر پارس ، هلمند ، ترکمنستان ، دښت کوبې ، خذر سمندر ، بياد چين تر ديوال پوري ، همداسي د سند تر موهنجودارو او دپنجاب تر هوابه پوري ، بيا د پښتونستانه او بيا بېرته د هلمند تر تمدن پوري د لرغوني تمدن ځنځېر جوړوي .

سراويل سټن په هلمند ــ سيستان کي کيندني وکړې او سرجان مارشال په پښتونستان ــ بلو چستان کي کيندني کړي او ډېر تياره ګوټونه يې روښانه کړي دي .

د هلمند ننی تمدن د لرغوني تمدن د ځنځير يوه کړۍ ده ، طبعي ده چي نوي پديدې د زړو پديدو په د ننه کي وده کوي ، چي همدا لرغوني مدنيتونه زموږ د اوسني تمدن بنسټ جوړ وي .

انساني استوګن ځايونه ، تر تاريخ مخکي مرحلې څخه دهلمند سيند پرغاړه ، غرونو او غارميشتو ځايونو او لوړو تپوکي له ورايه تر سترګو کيږي .

نور بيا…

اخځیلکونه :
ــ نجيب الله توروايانا ، آيانا يا افغانستان ، درېيم چاپ ۱۳۸۸، ۳ مخ.
ــ پوهاند علامه حبيبي ، دافغانستان پيښليک ، ۱۳۵۳، ۲مخ.
ــ پوهاند علامه عبدالحی حبيبي ، دافغانستان پېښليک ، دبيهقي کتاب خپرولو مؤسسه ۱۳۵۳، ۱مخ.
ــ يوهندوی عبدالباقي پوپل ، تاريخ تمدن های قديم شرق ، ۱۳۸۸کال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x