افغانستان

کندوز کې د جلب او جذب قومندانۍ مخې ته درنه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،چنګاښ۲۱، ۱۳۹۴ل) :  نن سهار د کندز ښار په درېیمه ناحیه کې د جلب او جذب قومندانۍ مخې ته درنه چاودنه را منځته شوې.

د کندز د امنیه قومندانۍ د ویاند سید سرور حسیني په خبره ، په چاودنه کې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ده زیاته کړه ، چې چاودنه د ریموټ کنټرول په مټ هغه مهال را منځته شوه، چې له سیمې څخه د پولیسو یو رینجر موټر د تیریدا په حال کې و.

ویل کېږي، چې په چاودنه  کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د پولیسو په شمول شپږ تنه نور ټپيان دي، چې د ځينو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

تر اوسه چا د چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx