
بلخ: د جنبش ګوند تر ټولو مخکښ غړی وژل شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه،چنګاښ۲۱، ۱۳۹۴ل) : د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند تر ټولو لوپوړی مشر وژل شوی دی.
قوماندان شیر محمد عرب، چې په شیر عرب مشهور و، پرون مازیګر په مزار شریف ښار کې د یوه غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوی او دوه تنه ساتونکي يې ټپيان شوي. ویل کېږي بریدکوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق قادري د نوموړي وژنه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې قوماندان شیر عرب تېره ورځ مازیګر د مزارشریف ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د ناڅرګندو وسله والو تر برید لاندې راغی او ووژل شو.
د دوستم دغه جګړه ماری داسې مهال وژل کېږي چې جنبش په شمال کې د طالبانو پر ضد خپل نوی ایتلاف اعلان کړی دی.
امنیه قوماندان که څه هم بي بي سي ته ویلي، چې د قوماندان شیر عرب د وژنې په اړه یې پلټنې پيل کړي، خو د نورو جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې.
۵۷ کلن قوماندان شیر عرب، چې د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ اوسېدونکی و، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند لوړپوړی مشر او مخکښه څېره وه، چې په ۱۳۷۱هـ ل کې د اردو د ۱۲ غونډ مشر پاته شوی او په ۱۳۷۷هـ ل کې کله چې طالبانو مزارشریف ونیو؛ نو د جنرال دوستم په ملتیا له هېواده بهر تیښتې ته اړ شو.
ویل کېږي، چې نوموړي په دې وروستیو کې د خپلو قومیانو لپاره «د عربانو شورا» تاسیس کړې وه او له جنرال دوستم سره یې د امتیازاتو پر سر د را ولاړ شویو اختلافاتو له کبله له هغه نه لاره بېله کړې وه.
تر اوسه جنبش ګوند د نوموړي د وژنې په اړه غبرګون نه دی ښوولی .