نظــر

دنیواکګرو وروستۍ سلګۍ او دګوډاګیانو ترپکې!

ډېر ځله داسې پېښېږي چې دیوې کورنۍ مشر دخپل ژوند وروستۍ شېبې شماري، نور یې دژوند پاڼې مړاوې شوې وي، دکورنۍ غړي چې تر ډېره یې ټولې هیلې تر نوموړي پورې تړلې وي په داسې یو حالت کې له سختو اندېښنو سره لاس او ګرېوان وي، دوی ته دخپل مشر مرګ او ژوند دومره اهمیت لري او که نه لکه څومره چې دخپلو ګټو او تاوانونو اندېښنو پسې اخیستي وي، ځکه ددوی خوراک، څښاک او پوښاک دمشر پر غاړه وي، بلکې تر ډېره پورې یې ساتنه او له کړاوونو او ستونزو څخه ژغورنه هم تر نوموړي پورې تړلې وي.

دوی داسې ګومان کوي او دا پر ځای ګومان دی چې که یې لالا سترګې پټې کړي او له دوی نه بې پروا شي، نو دوی به څه کوي؟ نه بل داسې څوک شته چې یوه مړۍ ډوډۍ ګۍ یې په خولو کې ور واچوي، یا یې په یو غوړپ اوبو ستوني ور لانده کړي او یا یې په یو زړوکي بدنونه ور پټ  کړي، له دې ور ها خوا که څوک سترګې پرې ور برګې کړي، یا غاښ ورته وچيچي او یا یې له غوږ نه را کش کړي نو څوک به ورته وايي چې مه!؟ او دا په رښتیا چې ډېر دردوونکی او ځوروونکی حالت وي؟

خو دا چې دلالا تګ خامخا وي، په داسې توګه چې هم یې ټیکټ کړی وي او هم یې ویزه اخیستې وي، نو بله چاره نه وي، کېدای شي لالا به هم په دې پوهېږي چې بچیان یا مزدوران به یې دده له تګ نه وروسته له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان کېږي، خو بیا هم چاره نه وي، ځینې ځینې خو لا دا هیله هم لري چې ای کاش مونږ هم ورسره تللي وای!

  کله چې لالا سترګې پټوي او خپلې وروستۍ سلګۍ وهي، په دې ځای کې کوچنیان یا مزدوران چې دخپل مشر حالت ګوري بې اختیاره په ترپکو پیل وکړي، داسې چې کله غبرګې پښې پر ځمکه وهي، کله سر شکوي، که لاسونه مروړي، او پر مخ یې له غبرګو سترګو داوښکو ویالې را روانې وي، ددې ټولو تر څنګ دپام وړ یې هغه چيغې وي چې:  وۍ لالا ته خو لاړې! مونږ دې چا ته پرېښودو! ته خو دتور ګور بندیوان شوې! مونږ به څه کوو! کاشکې مونږ دې هم له ځان سره بیولي وای! دا څه راوشول، ای کاش مونږ خو بیخې پیدا نه وای! دا اودیته ورته نارې سورې دنوموړو ددرد او ځورېدو لوړه کچه په ډاګه کوي.

  اوس هم چې دنړۍ تر ټولو ستر ځواک نورو دګور څنډې ته ورځ تر بلې ور نېږدې کېدونکی دی، او نور یې دژوند پاڼې په رژېدو دي، ګوډاګیان یې هم پوره پوره انديښمن دي، امریکا جمع ورسره یاران یې دا دي اوس نو دافغان ولس دغیرت او مېړانې دګوزارونو له وجې خپلې پښې سپکوي، نور یې دغرور او کبر ښکر په ماتېدو دي، داستکبار دعرش ستنې يې ورو ورو ښوييږې، ګوډاګیان یې له یوې او بلې خوا نارې سورې وهي چې که امریکا لاړه شي نو بیا به زمونږ څه حال وي؟! امنیت به خراب شي، ګډوډي به رامنځ ته شي، طالبان به راشي، هسې به وشي داسې به وشي او…

   نور به څه کوو دپام وړ هغه ځينې اجرتي او دګېډې مزدور لیکوالان او لیکونکي دي چې په دغه لسو کلنو کې يې دخپل مشر لالا چوپړ په خورا ريښتینولۍ سره  وکړ، خپل هر څه یې دهغوی لپاره تر پښو لاندې کړل، نه یې دولس در بدرې ورځې ته وکتل، نه یې دهېواد اشغال ته وکتل، نه یې خپل افغانیتوب ته وکتل، او نه یې دنیواکګرو وحشت او بربریت ته وکتل، دګرېوانونو پر ځای یې په خپلو خېټو کې وکتل، دغو جنابانو یوه ورځ هم په دې اړه څه ونه لیکل چې دغه نیواکګر دلته څه کوي؟ ولې دشپې لخوا په کورونو بمباري کوي؟ ولې دافغانستان دخاورې سپکاوی کوي؟ ولې دمسلمانانو دسپېڅلي کتاب سپکاوی دافغان په غیرتي خاوره کې کوي؟ ولې یې پر ولس داړه ماران او غله ور تپلي دي؟ ولې یې په ولس کې بد اخلاقي، فسق او فجور، فحشا او بې حیايي خپره کړه؟ ددې او دیته ورته پېښو په اړه یې یوه ورځ هم دوه درې کرښې تورې نه کړې، دا ځکه چې په دې ټولو کې ددوی دګېډو کار نه کېدو، نو څه لیوانیان وو چې هسې خوشې وخت تېر کړي.

 خو کله چې بیا ددوی دبادارانو دګټو وخت راشي، هلته نو بیا ته غوږ ورته ونیسه چې څه رنګه ساز کوي!  نور خو څه چې آیتونه او احادیث هغه هم نیم او نیمګور درته رامخې ته کړي، په تفسیرونو حوالې ورکوي، چې ګورۍ په قرآن کریم کې داسې آیت راغلی، هغسې آیت راغلی، نور به شروع درته وکوي او له خپل مزاج او غربي فکر سره به یې برابروي، تر ټولو مهمه یې دا چې دآیتونو لپاره همدا اوس شان نزولونه درته را پنډه کړي، لکه دغه آیتونه چې پر دوی نازل شوي وي او هغه کسان یې هم ورته ښودلي وي چې په اړه یې آیتونه رانازل شوي دي!

  که په آیتونو کې احبار او رهبان ذکر شوي وي، نو نغد اوچغد یې درته ملان او اخوندان کړي، مګر دیته بیا په دواړو سترګو ړانده وي چې په همدغه قرآن کریم په کراتو او مراتو او په ګڼو ځایونو کې له یهودو او نصاراوو سره له دوستۍ او یارانې نه منعه راغلې ده، هغه آیتونه چې وايي له کفارو سره وجنګېږۍ، خپل حق ترېنه واخلۍ، داسې یې ووژنۍ لکه تاسو چې وژني، دوستي مه ورسره کوۍ، که چا ورسره وکوله هغه به دهمدوی په څېر وي، که یې پر تاسو برید وکړ تاسو هم برید پرې وکړۍ، که ستاسو کور ته راغلل مخه یې ونیسۍ، دګېډو دیارانو دغه رنګه آیتونو ته هېڅ نه ور پام کېږي، او که یې ور پام شي نو هسې په پټو سترګو ترېنه تېرېږي، ځکه چې ډالر خان دی ډالر خان!

  دوی آیتونه لولي، احادیث لولي، معناوې یې ګوډې ماتې لیکي، پر مسلمانانو یې ښه ور برابروي، که نه برابرېږي هم نو هڅې يې کوي، مګر پر کفارو او اشغالګرو ور برابر آیتونه او احادیث یوې او بلې خوا ته کوي، یا کم تر کمه خوله پرې پټوي، نو آیا دا په قرآن او اسلام باندې ثمنا قلیلا اخیستل نه دي؟ که نه داددوی په ګومان په قرآن او اسلام باندې دولارا کثیرا اخیستل دي؟ او دوی خو له ثمنا قلیلا نه منع شوي، نه له دولارا کثیرا نه؟!

دغه رنګه پلورل شوې څېرې باید سر خلا ص کړي چې نور نو ترپکې مرپکې ګټه نه لري، خوښه مو خپله چې څه کوۍ هغه وکوۍ، خو ښه یاد وساتۍ چې سره او تور لالا ګان مو خامخا تلونکي دي، یا به تاسو هم ورسره ځۍ، خو فکر مې نشي چې ورسره بو موځي، او یا به همدلته په ټيټو سترګو دخپلو کرغېړنو کړنو سزا څکۍ، او یا به همدا اوس پر خپلو تېرو پېښمانه کېږي او پاکه ستره توبه به وباسۍ، که نه نور مو کیسه خرابه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x