افغانستان

د هلمند والي: سنګین، کجکي او موسی کلا سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند والي وايي چې له کوچني اختر وروسته ښايي د دې ولایت څو ولسوالي سقوط وکړي.

میرزاخان رحیمي په هلمند کې د سنګين، نوزاد، کجکي او موسی کلا د ولسوالیو د سقوط وېره ښکاره کړه او د دې ولسواليو د ساتنې په موخه يې د مرستې غږ کړی دی.

د هلمند والي پرون اجرايوي رییس عبدالله عبدالله ته د هلمند پر امنیتي وضعيت خواشيني ښکاړه کړه او ويې ويل چې طالبان ځکه په دې ولایت کې د ولسوالیو د سقوط لپاره هڅې کوي چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي.

سنګين، کجکي او موسی کلا چې ټول کال د سختو جګړو شاهدې وي، ښايي د هملند والي يې د مرکزونو له سقوطه وېره څرګنده کړې وي، خو په تېره ټول کال کې د دې ولسوالیو په ګډون د هلمند د ګڼو ولسوالیو د کلیو واک له طالبانو سره پاتې شوی دی.

رحیمي وايي چې اجرايوي رییس دې له جمهور رییس سره په مشوره، د هلمند د امنیتي وضعيت د ښه کېدو، لپاره هڅې وکړي او په خبره يې که تر ګواښ لاندې ولسوالیو ته تازه دمي عسکر ونه لېږل شي سقوط به وکړي.

نوموړی په داسې حال کې د هلمند له امنیتي وضعیته سر ټکوي، چې د هلمند امنیه قومندان څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د نظامي مسوولینو تر منځ د نه همغږۍ له امله شکایت وکړ، نوموړي د اردو عسکر ملامت کړل، چې د پولیسو مرستې ته د پیسو په بدل کې ځان رسوي، چې په تونده جګړه کې د پولیسو مرستې ته د اردو یو ټانګ په سل زره کلدارې ورځي، چې له جګړې وروسته باید د پولیسو ځايي قومندان د اردو عسکرو ته دغه پیسې ورکړي.

که څه په هلمند کې د ګډ حکومت دې سیمه ییز مشر خپلې اندېښنې له اجرايوي رییس سره شریکې کړې، خو پخپله اجرايوي رییس عبدالله عبدالله پر دې خواشينی و، چې د هلمند په سیمه ییزه ادراه کې «مجاهدین» ګوښي کړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سالم جهادخوش

له ذوالجلاله می دهلمندولایت هم دطالبانومرکزغوشتی ده

kadir mohmand

ږغ او پيغور: آیا په کندهار، هلمند او د هیواد نورو سیمو کی یواځي طالبان مسلمان او نارینه دي !؟ ولی عام خلک او لوستي ځوانان د شورا نظار د صلیب د ګوډاګیانو، د اردو او پولیسو په مقابل کی د خپل ناموس، عزت، شرف، وطن او اسلام څخه دفاع نه کوي؟؟ خداوند حال و وضع هیچ قوم و ملّتی را تغییر نمی‌دهد و ایشان را از بدبختی به خوشبختی، از نادانی به دانائی، از ذلّت به عزّت، از نوکری به سروری، و … و بالعکس نمی‌کشاند مگر این که آنان احوال خود را تغییر دهند، و این سنّت جاری… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx