
ماليې وزارت ته څېرمه ده افغانانو سيمه کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د کابل ښار په زړه ده افغانانو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر رينجر چاودنه وشوه.
طلوع نيوز وايي، چې چاودنه ماليه وزارت ته څېرمه ده افغانانو سيمه وشوه.
د چاودنې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.