غوراوی جام: هالینډ، متحده عربي امارت او ایرلینډ د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نن د غوراوی جام سیالیو په یولسمې لوبې کې ایرلینډ د امریکا او په دیارلسمې لوبې کې هالینډ د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ایرلینډ د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې:
د غوراوی جام سیالیو یولسمه لوبه د ایرلینډ او امریکا لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ایرلینډ سیالې لوبډلې ته په ۴۶ منډو ماتې ورکړه. د امریکا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. ایرلینډ په ټاکل شوو شلو اورونو کې د بلبریني غوره توپ وهنې په مرسته شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره بلبریني تر ټولو غوره توپ وهوونکو ثابت شو. نوموړی په ۳۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې.

د متحده ایالاتو لوبډلې لپاره جسدیپ سینګ په یوه، شاهد دوه او پټېل درې ویکټو اخیستلو بریالي شول. په امریکايي توپ اچوونکو کې پټېل خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او په دې ډول خپل د لوبډلې تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو.

د امریکا لوبډلې توپ وهوونکي د ایرلینډ د لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل او یوازې په ۱۶.۳ اورونو کې دغې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې کسک، ټامپسن او موني دوه دوه ویکټې او ډوکرېل او اوبراین یوه یوه ویکټه واخیسته.

متحده عربي امارات د هالینډ په وړاندې:
د غوراوی سیالیو دیارلسمه لوبه د متحده عربي امارات او هالینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې هالینډ د اماراتو لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د هالینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د اماراتو لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د اماراتو لوبډلې د پټېل غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې لپاره پټېل تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهوونکی شو. پټېل په ۳۳ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې.

د هالینډ لوبډلې لپاره جمیل، ډېر میروي او ریپن دوه دوه ویکټې او ګګټېن یوه ویکټه واخیسته. د هالینډ په توپ اچوونکو کې ډېر میروي تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۰ منډې ورکړې.

هالینډ لوبډلې د اماراتو لخوا ټاکل شوی هدف د کوپر پیاوړې توپ وهنې په مرسته یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۷.۱ اورونو کې پوره کړه.

د هالینډ لپاره کوپر تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. کوپر په ۳۸ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې لپاره ګوروج، محمد نوید او فیاض احمد یوه یوه ویکټه واخیسته. د اماراتو په توپ اچوونکو کې محمد نوید تر ټولو لږې منډې ورکړې. محمد نوید خپل دوو اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د