نظــر

از پرده بیرون افتاد راز

دروانې جون میاشتې په لومړی نیټه  دافغانستان په جنوب ختیځ خوست کې دامریکایانو په ترټولو ستره اډه صحراباغ په کمپاین ( چې امریکایان یې   Salerno  کمپ بولي ) طالبانو یوه خورا ستره حمله وکړه ، چې  په اړه یې  په لومړیو کې دطالبانو او امریکایانو اظهارات په هیڅ وجه سره دپرتلې وړ نه ؤ .
طالبانو ویل چې ۱۰ ټنه بارود چې دوه ټنه یې خورا قوي ټي این ټي بارود وو ، دامریکایي پوځیانو دډوډۍ خوړلو له ځای سره یې  په څو متري کې الوزولي ، او خورا دروند زیان یې وراړولی دی  ، خو امریکایانو ویل چې په دې برید کې دچا پوزه هم نه دي وینې شوې ، او خیرخیرت دی ، دبي بي سي غوندې یوې نړیوالې او معتبرې خبري ادارې داپیښه په خپله خبري برخه کې په داسې ډول تېره او هېره کړه 

  (د افغانستان په ختيځ ولايت خوست کې د يوې چاودنې غږ اوريدل شوى چې ويل کيږي د ناټو اډې ته نژدې وه د ځينو خلکو له خولې ويل شوي چې د ناټو له اډې سره لوگي ويني د بريد نور جزييات لا څرگند نه دي او دا هم معلومه نه ده چې څومره ځاني تاوان يې اړولى ده ځينې دا هم وايي چې تر چاودنې وروسته ډزې شوې دي ،په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي دوى د چاودنې له خبره خبر شوي دي خو لا ډير د وخته دى چې څه پرې ووايي ،د وسله والو طالبانو له خولې خبري اژانسونو رپوټ ورکړى دى چې دوى دا کار کړى دى او له چاودېدونکو توکو ډک موټر يې پر اډې وروستى او چوولى دى ،دا خبر بلې سرچينې نه دي تاييد کړى ) اوبس
خو چې دپیښې دبیګراونډپه اړه څه اوریدل کیدل  پیښه یې خورا ستره ښوده ، ویل کیدل چې دچاودنې غږ تر ۳۵ کیلومترۍ پورې اوریدل شوی دی ، او تردوه کیلومتره شاخوا یي ځمکه لړزولې ده ، په عسکري علومو کې دتوپچي  مسلک وایي چې که دابوس  توپ یوه مرمۍ دهدف په لس مترۍ کې ولګیږي ، نوهدف لګیدلی بلل کیږي ، ځکه دتوپ دمرمۍ په څوکیلوبارودو کې دومره زور شته ، چې په لس متره شاوخوا کې هدف په بشپړ ډول له منځه یوسي  ، داچې دلته لس ټنه بارود  دامریکایي پوځیانو دمیشت ځای په  لس مترۍ کې منفجر شوي وو او بیا هم کوم پوځي ته زیان نه وو رسیدلی ، دهرچا لپاره یوه سوالیه وه .
دابرید یوازې دهمدې لس ټنه بارودو انفجار نه وو ، بلکې ورپسې لس تنه فدایان هم وو چې په اډه ورننوتل او ترشپږو ساعتونو له امریکایي عسکرو سره داډې په داخل کې وجنګیدل ، دغه راز داډې په لویدیځه دروازه کې یوبل انفجار هم وشو ، چې دبرید ددې وروستیو دوو برخو په اړه امریکایانو او عامه رسنیو ټولو خوله پټه کړه .
څرنګه چې حقائق پټ نه پاته کیږي ، نودادی له پیښې دوه اونۍ وروسته  دصحراباغ دپیښې راز هم په رابرسیره شو، او رسنیو ته ددې پیښې دنتائجو په اړه دامریکایانو لخوا هغه څه ومنل شول ، چې تریوه حده له واقعیت سره اړخ لګوي  .
واشنګټن پوست امریکایي ورځپاڼې تیره ورځ په یوه راپور کې دامریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې دصحراباغ دپیښې په اړه حقائق دتیرو دوو اونیو په ترڅ کې پټ ساتل شوي دي ، دوی ویلي چې دناټو دویاند هغه خبره سمه نه وه چې دپیښې په ورځ یې ویل چې هیچا ته زیان نه دی رسیدلی ، بلکې ددوی په وینا حقیقت دادی چې په دې پیښه کې دڅو تنه امریکایانو په مرګ سربیره ۱۰۰ تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي ، دوی ویلي حمله خورا سخته وه ، چې امریکایانو باید ورسره همداسې چلند کړی وای ، دوی ویلي چې دامریکایي پوځیانو د ډوډۍ خوړلوله هال  او post exchange   سره په چاودیدونکو توکو یو بار موټر منفجر شوی چې  دمنفجره موادو وزن یې  ۱۵۰۰ پونډو ته رسیده .
د ۱۰۰ تنو امریکایي عسکرو ټپي کیدل او دګڼو نورو  له منځه تلل ، ښایي دامریکایانو لپاره هغه تلفات وي چې په تیرو لسوکلونو کې په یوه ځل ورسره نه وي مخ شوي ، مګر ددوی لخوا له دومره سختو تلفاتو څخه چورلټ انکار ښيي ، چې دوی ته په واقعیت کې روزمره  خورا سترزیانونه اوړي ،  خودوی پرې ځانونه ناګاره اچوي ، او دبرلاس مطبوعاتي نفوذ نه په استفاده په دې اړوند په عامه رسنیو او اژانسونوکې خبرونو او واقعیتونو ته اجازه نه ورکوي چې خپاره شي او ترعامه خلکو ورسیږي .
داچې په خوست کې ځایي خلکو له انفجار نه وروسته  دامریکایي اډې شمالي اړخ ته له  اډې بهر دامریکایي پوځیانو غوښې او هډونه په خپلو سترګو لیدلي او طالبانو ویلي ، چې امریکایي تلفات ترسلګونو رسیږي ، ددې معنی داده چې امریکایانو بیاهم پوره رښتیا نه دي ویلي ، طالبانو ویلي چې ددې حملې ویډیویي عکاسي یې کړې ده او ډیر ژر به یې  دټولو نندارې ته وړاندې  کړي ، تمه ده چې ددې عکاسۍ په نشر سره به په امریکایانو ددې حملې په اړه نور حقائق هم رابرسیره شي ، او معلومه به شي چې امریکایان ترکومه حده دحقائقو په سانسور کې لاس لري .
په ټوله کې دصحراباغ دحملې واقعیت او ورسره امریکایي مطبوعاتي چلند داخبره په ډاګه کوي ، چې امریکایان هم اوس دافغانستان په جګړه کې هغې مرحلې ته رسیدلي چې شورویان دخپل یرغل په وروستیو کلونو کې ورته  اړ شوي وو، هغوی چې خپلو درنو مرګ ژوبلو ته دبل پرتوګ میندلو په ځای یې ترې چورلټ انکار کاوه، او  خپلو ټولو پوځي او مطبوعاتي کارکوونکو ته یې په متحدالماله توګه ابلاغ کړې وه چې  :
مصلحت نیست  که از پرده بیرون افتد راز
ورنه درمجلس رندان خبری  نیست که نیست

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x