خوست کې د بهرنيو عسکرو پر مرکز چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): خوست ښار کې د بهرنيو عسکرو پر مرکز چاودنې شل کسان ووژل.

د خوست امنيتي مسؤولين وايي، چې د بهرنيو عسکرو اډې ته څېرمه د افغان عسکرو پر مرکز سرتېری بريد وشو، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پژواک خبري اژانس د خوست ملکي روغتون د ډاکټرانو له قوله ليکلي، چې چاودنه کې تر اوسه شل تنه وژل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې سرتيري بريدګر د موټر په واسطه د بهرنيو عسکرو پر اډه سرتيری بريد کړی، چې له امله د نظامي چارواکو په ګډون ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنيه قوماندان د پېښې پخلی کوي، مګر په دې اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

ايسوشيټيډ پريس په خپل راپور کې وايي، چې سرتېری بريد د بهرنيو عسکرو پر مرکز شوی، د پېښې سيمه د بهرنيو عسکرو له لوري کلابنده شوې، هېڅوک نه ورپرېږدي او له همدې امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه کره معلوماتو ته لاس رسی ناشونی دی.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

تبصرې (2)

  • ټول بیچاره ملکی خلق دی دا نن ټکی اسیا دروغ وایی کاش چی کوم خارجی مردار شوی وی خو ښه به متاسفانه ټول عام خلق په شهادت رسیګی ددی پاکستان چاپلوسان لخوا او بیا یی نن ټکی اسیا افتخار هم فری کوی