سلف او روژه (30/25)- د قدر د شپې نښي

حامد افغان

د قدر د شپې نښي

د “ليلة القدر” د مبارکي شپې څو هغه نښي رااخلم چې په حدیثو کې بیان شوې دي، د قدر د شپې نښي دوه ډوله دي، یو یې په شپه کې د ننه دي او دا د دې له پاره چې مومنان یې په معلومولو سره په عبادت کې کوښښ وکړي او د اخرت توښه زیاته کړي، او دویم ډول یې یوه نښه د شپې وتلو په مهال ده، او دا د دې له پاره چې مومن پخپل عبلادت خوشاله شي او محروم او غافل د حسرت او افسوس لاسونه ومروړي.

د قدر د شپې د ننه نښي په یوه حدیث کې داسي بیان شوې دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د قدر د شپې نښه دا ده چې صفا او رڼا به وي، داسي لکه سپوږمۍ چې راختلې وي، ارامه او بې باده به وي، نه به بخه وي او نه ګرمه، او ترسهاره پوري به ستوري نه ویشتل کیږي. عن عبادة بن الصامت عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: “إن أمارة ليلة القدر أنها صافية بلجة كأن فيها قمراً ساطعاً ، ساكنة ساجية، لا برد فيها ولا حر، ولا يحل لكوكب أن يرمى به فيها حتى تصبح”. رواه أحمد.

ابو هريره رضي الله عنه وایي: موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته د قدر د شپې یادونه وکړه، هغه وویل: هر یو چې یادکړئ سپوږمۍ به د راختلو په مهال لکه نیمه کاسه داسي وي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: تذاكرنا ليلة القدر عند رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: “أيكم يذكر حين طلع القمر وهو مثل شق جفنة” أخرجه مسلم.

په یوه بل حدیث کې راغلي رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: د قدر شپه به رڼا وي نه به ګرمه او نه یخه وي، سهار به یې لمر سور او رڼا به یې کمزورې وي.قال عليه الصلاة والسلام :ليلة القدر ليلة طلقة لا حارة ولا باردة ، تصبح الشمس يومها حمراء ضعيفة . رواه ابن خزيمة وصححه الألباني .

او هغه نښه چې د قدر د شپې وتلو په مهال به ښکاره کیږي په دې حدیث کې راغلې ده: زر بن حبیش وایي: له ابی بن کعب رضي الله عنه نه مې پوښتنه وکړه چې ستا ورور ابن مسعود وایي: څوک چې ټول کال د شپې عبادت کوي د قدر شپه به پیدا کړي، ابی وویل: د هغه مطلب دا دی چې خلک سستي ونه کړي، او د قدر شپه خو معلومه ده په روژه کې ده، او د روژې په وروستیو لسو شپو کې ده او د اوویشتم شپه ده، بیا یې بې له استثنا قسم وکړ چې د اوویشتم په شپه ده، ما ورته وویل: ای ابوالمنذر! ته په کوم دلیل دا خبره کوې؟ هغه وویل: په هغه نښه او علامه سره چې موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښوولې وه او هغه دا چې د هغې شپې په سهار به لمر په داسي حالت کې راخیږي چې شغلې به یې نه وي.

عن زِرِّ بن حُبَيْش قال: سألتُ أُبَيَّ بن كعب – رضِي الله عنْه – فقلتُ: إنَّ أخاك ابن مسعود يقول: “مَن يَقُم الحوْل يُصِبْ ليلةَ القدْر”، فقال – رحِمه الله -: “أراد ألاّ يتَّكل النَّاس، أما إنَّه قد علم أنَّها في رمضان، وأنَّها في العشْر الأواخر، وأنَّها ليلة سبع وعشرين”، ثمَّ حلف – لا يستثني – أنَّها ليلة سبع وعشرين، فقلتُ: بأيِّ شيءٍ تقول ذلك يا أبا المنذِر؟ قال: بالعلامة أو بالآية الَّتي أخبرَنا رسولُ الله – صلَّى الله عليْه وسلَّم – أنها تطلع يومئذٍ لا شعاع لها”؛ مسلم.

په لنډه توګه دا نښي داسي رااخلو:

* په دې شپه کې به رڼا زیاته وي، خو دا نښه موجوده وخت کې د ښارونو خلک نه شي معلومولی ځکه ښارونو کې د برېښنا رڼايي زیاته وي، او د صحرا او کلیو خلک یې معلومولی شي.

* په دې شپه به د نورو شپو په نسبت د مومن زړه ارام او ډاډه وي.

*په دې شپه کې به دوړي او بادونه نه وي او هوا به ارامه وي.

* دا نښه یې هم ښودل شوې ده چې کیدی شي سړی دا شپه په خوب وویني لکه ځیني صحابه کرامو رضي الله عنهم چې لیدلې وه.

* په دې شپه کې به د نورو په نسبت د عبادت او قیام خوند زیات وي.

* د دې شپې سهار به د لمر رڼا کمزورې وي، شغلې او وړانګي به یې نه وي او د لمر قرص به سور او ټول به لیدل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د