fbpx
Man.with.Weapon

په افغانستان کي د زورواکو څخه اولس ته د واک د لیږد لاینحله معدله

محمد قلندرزی

په دې وروستیو کي د پخوانۍ شمالي ټلوالي مشرتابه یو ځل بیا د خپل اقتدار د ټینګښت لپاره هلي ځلي پیل کړي دي. دوئ په دې ډاډه دي چي د مطلق اقلیت په صفت په افغانستان کي مداخله کونکئ هر دولت پر دوئ باندي پانګونه کولو ته تیار دئ خو ودې حقیقت ته بیا نه دي متوجه چي روسانو او امریکایانو عملاً تجربه کړې ده چي شمالي ټلواله پر افغانستان د حکومت کولو ظرفیت نه لري.

د روسانو د وتلو وروسته ددې ډلي د پیاوړتیا لپاره روس او امریکا ډیر درانه مصارف وکړه. د افغانستان دولتي اداره او ملي اردو یې منحل کړل څو دوئ ته د رشد زمینه برابره سي خو دا حقیقت پر خپل ځای اوس هم پاته دئ چي ددې ډلي سیاسي نفوذ یوازي د هیواد په دریو اقلیتونو پوري محدود پاته دئ. هغه هم فقط د زور نفوذ دئ چي دوام به یې فقط تر هغه وخته پوري وي چي تر څو دا اقلیتونه د خپل استاذیتوب لپاره یوه سالمه سیاسي رهبري رامخ ته کوي. دهمدې حقیقت په نظر کي نیولو سره د هیواد د نفوسو په احسایوي فیصدیو کي لاس ووهل سو. د دولت د سیاسي رهبري په مرکزونو لکه پارلمان، دمشرانو جرګه، ولایتي شوراوو او ولسوالي شوراوو کي د شورا نظار او حزب وحدت د تسلط لپاره امتیازي ولایتونه او اولسوالئ تشکیل کړل سوې او د پښتون میشتو سیمو ولایتي او اولسوالي حکومتونو ته په لوی لاس سقوط ورکړل سو څو د هغه سیمو خلګ په دولتي او سیاسي سطحه د هر ډول ګډون او حقوقو څخه بیبرخي پاته وي. په دولتي ادارو باندي ددوئ ژور نفوذ خو د هیڅ چا څخه پټه نه ده.

نن چي د شورانظار او حزب وحدت د نژاد پرسته ډلي وغواړي هر وزیر دپوښتني ګردیږني لپاره پارلمان ته راغوښتلای سي خو ددې هر څه سربیره په اولس مشریزه ټولټاکنو کي ددې ډلي پرله پسې ماتو دا جوته کړې ده چي دا ډله اوس هم د افغان اولس تر ټول ستر حساسیت ده او د هیواد زیات شمیر دولتي مامورین او چارواکي ددوئ اقتدار په هیواد کي ددولت د سقوط په معنا تعبیروي. د امریکایانو په شمول ټول خارجي قوتونه دې نتیجې ته رسیدلي دي چي هغه افغانستان چي د ټلوالي لخوا اداره کیږي، په پوره معنا به ددوئ تر تسلط لاندي وي خو د درنو جنګي او اقتصادي مصارفو د نقطه نظره به مړه پیشي وي چي ددوئ په غاړه به راځړیږي. نن عام امریکایان په دې فکر کي دي چي تر څه وخته پوري ددې بیثمره ډلي د اقتدار لپاره به د افغان اولس قتل عام ته دوام ورکوي او درانه جنګي مصارف به پرې کوي. آیا ددوئ دا په عصري ټیکنالوژي سمبهال او ګرانه بیه توغوندیني او جنګي لوازم په دې ارزي چي دداسي انسانانو په ټولوژنه مصرف سي چي میندي یې په کیږدیو او خټینو کورونو کي د کومو صحي ولادي نسایي مرستي پرته ځیږوي او بیا همداسي لویږي هم. دوئ چي یې هرڅومره وژني د هغه څو چنده نور ځیږي. ټلوالي خو په دې موضوع کي خپلي غاړي ورته خلاصي کړي دي چي تر څو د پښتون اولس نسل قطع نسي په افغانستان کي ثبات ناممکن دئ. ددوئ په قاموس کي دیوي دریمي نړۍ په هیواد کي ثبات هغه حالت ته ویل کیږي چي ټول اولس یې د ملل متحد نړیوال قانون خپل دین او مذهب وګرځوي…. خو خارجیان بیا د پښتنو سره تصادم د ټلوالي یوازنۍ ستونزه نه بولي. هغه ویني چي په نهایت کي ټلواله اود هغه وفاداري یوازي د یو څو قومندانانو، رهبرانو او په تور کاروبار اخته هغه مجرمینو پوري محدوده ده چي دا ډله یې ګټي او مصئونیت تامینوي. ددې پرته د افغانستان ټوله اولسونه ددې ډلي څخه بیګانه دي. که په افغانستان کي یوخودکفاء دولتي اداره رامینځ ته کول منظور وي نو دا ډله باید دواکه ګوښه سي. چون دا ډله ددولت په امنیتي او استخباراتي دستګاه کي د نفوذ لرلو سربیره یوه زیاته اندازه وسله او مسلکي قاتلین هم په واک کي لري. همدادوې آلې دې چي ټلواله یې په مټ د افغان اولس د اداره کولو اراده لري.

خو افغان اولس په وړاندي د سوریې په شان هیوادونو تجربې تکرار سوي دي، هیڅ کله به ټلوالي ته دازمینه برابره نه کړي چي په هیواد کي خپل اقتدار ته تر ډیره وخته دوام ورکړي. افغان اولس پوهیږي چي که دا ډله پریښودل سي چي د افغانستان سیاسي او اداري رهبري انحصار کړي نو په راتلونکي کي به ددوئ نارواوي او ظلمونه اولس دې ته اړباسي چي ددې ظالمانو په وړاندي داسي پاڅون وکړي لکه د سوریې خلګ چي پر بشار الاسد را و پاڅیدل. نود ماربیچړی سر باید وکوټل سي مخکي تر دې چي مار ځني جوړ سي. افغانان په دې پوهیږي چي په هیواد کي د صلحي استقرار به دا ډله په طبعي مرګ ووژني ځکه خو ټول اولس په یوه خوله د جګړې د بندیدو غوښتنه کوي. که څه هم د اوسني رژیم اولس مشر د افغان اولس غوښتنو ته د مثبت جواب اراده نه لري او په دې هڅه کي دئ چي د پخوانۍ شمالي ټلوالي لپاره هر څومره وخت چي اخیستلای سي وایې خلي او سیاسي کچکول په غاړه کله د پاکستان دروازه ورټکوي، کله د چین، کله د هند او کله هم د ایران او روسیې. په ډې کار کي دده خپله ګټه خو نسته فقط د خپلو خارجي بادارانو د معاش او امتیازاتو حق ادا‌ء کول غواړي. دئ خپل توپیر د ډاکټر نجیب څخه فقط دومره ویني چي ډاکټر نجیب د تیښتي هڅي ناکامه سوې او ووژل سو، دئ به ژوندی د هیواده وځي. د هیواد یو شمیر چارواکي او سیاسیون دا حالت څاري چي کاذب مفکر د خپلو خارجي بادارانو سره ددوئ د سرونو، مالونو او عزتونو سودا کړې ده. دی به قصداً دا حالت د مرداریدو خوا ته بیایي څو بالاخره دا دولتي اداره سقوط وکړي او دئ بیرته امریکا ته وتښتي.

خو په اوسنۍ دولتي دستګاه پوري تړلي په زرهاوو انسانان دا نه غواړي چي یو ځل بیا د جلاوطني ذلتونه او خوارئ پر ځان یوسي، ځکه یې نو د پخواني اولس مشر سره په همکاري د یوې موازي سیاسي تشکیل هڅي پیل کړي دي چي د طالبانو په شمول هرد هغه افغان لپاره په دولت کي د ګډون دروازې خلاصي کړي چي د شمالي ټلوالي په اوخور کي یې سر نه دئ ننوتلئ. که څه هم پخوانی اولس مشر ددې شي څخه ځان پیچي او تر اوسه پوري یې کوم مثبت جواب نه دئ ورکړئ. دئ شاید ددې خلګو پر استقامت باندي شکمن دئ او باید شکمن پر واوسیږي. که څه هم د شمالي ټلوالي په مقابل کي د یوه داسي سیاسي ځواک رامینځ ته کول اسانه خبره نه ده چي د افغان اولس لپاره ددرواغو د وعدو څخه پرته په واقعت کي یو څه ولري خو حقیقتاً یوه داسي اړتیا ده چي د افغانستان د ملینونو ښځو، نارینه وو، ځوانانو او سپینږرو سرنوشت ورسره تړلئ دئ. طالبان هم د افغانستان سیاست ته د داخلیدلو لپاره د هیواد اداري واک د یوې خنثاء ډلي په لاس کي لویدل لازم بولي چي دوئ د اعتماد په فضاء کي د صلحي د میکانیزم په طرحه او عملي کولو کي په ګډه کار ورسره وکړي. په لنډو ټکو کي که ووایو طالبان د خپلو مخالفینو د ماتولو لپاره د افغان اولس د مختلوفو طبقاتو ملاتړ ته اړتیا لري او افغان اولس د د جنبش، وحدت او شورا نظار د ظالمو ټوپکمارو د زور ماتولو لپاره د طالبانو د تحریک په لوړ اسلامي مورال او نظامي وړتیاوو سنبهال نظامیانو ته اړ دي. زموږ د ملي اردو عسکر، ملي پولیس او عادي مامور هم د خپل اولس سره جګړې تر پوزي راوستلي دي. په ټول هیواد کي د یوه ریښتوني سیاسي بدلون لپاره اړتیا او امادګي احساسیږي. ټلواله هم په خپل ځان پوه ده او د پروتي لغتي ځني وهل کیږي خو داسي ښکاري چي که د عقل نوکان وانه خلي نو په یوه داسي عبرتناکه حالت کي به راګیر سي چي جان کهیري به هم ټلیفون پر بند کړي………

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زمونږ ځینی افغانان ورونه چه د ناخبری له اامله او که هغوی هغه ایزمیان دی چه د استعمار په لومو کی نښتی ، هماغه څه ته زمینه مساعدوی چه نوم یی خپلمنځی تباه کن جنګونه او بیا د څو پیړیو غچ اخستنی او ویشنی رامنځته کړی . افغانستان کی د شمالی او جنوبی ټلوالی ستونزه نه شته او که وی هغه هم د شرقی او غربی استعمار د ایزمیانو له خوا سرسری دی . هو همدغه سرسری قومی تبعیضونو او دشمنیو ته لمن وهی چه زمونږ ګران هیواد چه پنځه زره کلن تاریخ لری ، په څو ټوټو وویشی او… نور لوستل »

محمد قلندرزی
میلمه
محمد قلندرزی

ښاغلی بیانزی صاحب، ستاسو ملي احساس د قدر او درناوي وړ دئ. تاسو هم موږ ته ډیر د قدر وړ یاست. د سوء تفاهم د لیري کولو په خاطر باید ولیکم چي شورا نظار سمت شمال او اتحاد شمالي هغه اصطلاحوي دي چي دوئ پخپله پر ځان ایښي دي. د هیواد د تجزیې، د خراسان باستان او د افغانستاني اصطلاح هم دوئ خپله رامینځ ته کړئ دئ. او موږ که سل ځله د پښتنو ته ووایو چي تاجک، اوزبک هزاره مو دښمنان دي ونیسئ جنګ ورسره وکړئ نو پښتانه د مړۍ ګوله غوږ ته نه وړي چي زموږ په په… نور لوستل »