نظــر

مـــــــــــــــــــــلاله پېـــــــــــــــــــــــــغله دبګرام…

څو واره مې دا دردونکى شعراورېدلى.
خدايزده چې څومره دشعراوڅومره دکو
ډګرغږاثردى.ډېريي ژړولى يم،پۀ هروار
مې پۀ ذهن کې خپله خورلوڅۀ لپړه،دباګرام
 پۀ تيارۀ خونه کې دصليبي ځناورپۀ پښوکې

 پرته وي.ماته چيغې راوهي ماويني زۀ يي وينم ،غږيي اورم ژاړي ويښتان شکوي.دانسان پۀ جامه  کې ځناوريي مړوندوروپېچې دبنګړويي خرچى شي.ذره ذره لاندې ولوېږي.داماته نارې راوهې :قرآن ومنه ورورمې يي زماعزت لوټېږي،زماپۀ لمن يهودلاس ږدې،زماپۀ خوله وحشي کافرخولۀ ږدي،ورورجانه تۀ مې ولې چيغې نه اورې؟ زۀ دې خوريم هغه هغه يم چې تابه پۀ زوره زماغږجرم بالۀ،نن مې ستاترمخ وحشي دعزت پرده څېروي.وروجانه!!!
دې ماغږاورې؟ماخورې درنه ،ته مې ولې نه بچ کوې؟ ورورجانه!!!ورورجانه!!!زۀ يي وخوړم زماعزت يې لوټ کړ،زۀ يي پۀ مخ کې لوڅه پرته يم ته مې نه وينې؟ته وخداى ته مې غږنه اورې؟
       زۀ پۀ وېښتانومخ پټوم،ماته لاشرم راځي زۀ لاپۀ زړۀ کې پښتنه يم،ملاله يم ،ناهيده يم ورورجانه!!!!زه دې په تمه يم.
ته دکفاروپۀ څۀ شي خطاشوى يي؟
ته يي پۀ څۀ شي مصروف کړى يي؟چې لۀ تانه يي ستادين،قرآن ستالوڅه لپړه خورهېره کړې ؟؟؟
ورورجانه ته هم پۀ کومه راډيو،تلويزون…کې  دکفري مفکورې دورپېچکارې کولوپۀ بدل کې د ډالروپۀ څټلولګيايې؟؟؟
ورورجانه!زۀ ستاپۀ تمه يم تل مې دزندان دروازې ته سترګې وي چې اوس به مې ورور رامنډې کړي،ستړى به وي،خولې به وي،چانټه پۀ غاړه اوکلاشنکوف پۀ لاس پۀ سربه مې ټکرى راواچوي.پۀ منډه به دزنداپۀ دهليزوکې دوحشي يرغلګروپۀ مړوکې روان يوِِ!!!!
ورورجانه!تازۀ هېره کړې يم؟ماته خوتل دافکرډاډراکوي چې يوه ورځ نه يوه ورځ به مې ورورواسکټ پۀ غاړه مالۀ زندانه باسي،اوته به ځان دصليبيانوپۀمنځ کې ټوټه _ټوټه کوېِِ!
ورورجانه!ته ولې ويدۀ يې؟ستادې قسم وي ته توراوسپين ،حق اوباطل نه پېژنې؟ستادې قسم وې پۀ هرخړډالرکې زمادعزت لۀ منځه تلوتصويرنه ګورې؟؟ستادې قسم وي په دفترکې دې دخورپۀ اړه پۀ زړه کې څۀ نه درګرځي.
ورورجانه!!!پۀ تاهم دې غلامې ميډياتاثيرکړى ؟ته يي هم اړولې يي؟ته هم پۀ څوډالروتېروتى يې؟ولې هغه چې په غروکې سرپۀ تېږو ږدي ستاغوندې يي پوست پالنګ ته زړه نه کېږي؟؟؟
ولې نه!!!
خوهغوۍ غيرت لري.هغوۍ په ريښتينې مانامسلمانان دي.هسې پۀ تذکره کې دين اسلام نه دې ليکلى بلکې عملآيې اسلام ښودلى دى.هغوۍ دخورلوربې عزتې نه شي زغملاى.هغوۍ دقرآن بې عزتې نه شي زغملاى .هغوۍ هم پلار،مور،کور…لري.خوهرڅۀ يې لۀ دينه قربان کړي.
ولې ولې ولې؟؟؟؟ستاترهغوڅۀ کم دي؟ته ولې له حقه پۀ دفاع کې له دې حق درکړي سرنه نه تېرېږې؟؟؟ته ولې دخورچيغې دزړۀ پۀ غوږونه اورې؟؟؟؟
زۀ هيڅ ځواب نه ورته لرم.دنړۍ ترټولوبې غيرته کس راته ځان ښکاري.پۀ هرڅۀ مې سرښۀ خلاص دى؟
دخورچيغې مې روح خوځوي پۀ بمباريوکې سوځيدلي ماشومان مې پۀ غوږوکې چيغې راوهي!!!!
پۀ مالعنت وايي،ريښتياهم زۀ دلعنت وړيم.تل نوروپۀ دې خطاايستلى يم چې موږبه قلمي جهادکوو.خودصليب په ټغر،دصليب تربيرغ لاندې دصليب پۀميډياکې به قلمي جهادکومه ماناولري؟؟؟
زړۀ مې اوبه نه پرې څښي زۀ تربې غيرتوښځوهم بې غيرته يم دځان بوج پۀ ژړاسپکوم.تل پۀ خوبوکې دګوانتنامودبنديانوچيغې اورم،تل لۀ بګرامه لوڅ سر،لوڅ بدن زماخويندې ماته دمرستې نارې راوهي،تل مې پۀ غوږوکې پۀ بمباريوکې سوځېدلي ماشومان سلګۍ وهي!!!!!
خوبياهم پۀ دې څوکرښواودښځوپۀ شان اوښکوزړۀ سپکوم،کنه زۀ پۀ نړۍ کې ترټولورزيل څوک يم!

حنظله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x