3 ways

د ژوند لاري ټاکنه

حامد افغان

د ژوند په اړه د دوو وروڼو خوندوره کیسه

د ارواپوهني یو ماهر ډاکټر د دوو وروڼو کیسه کا: دوی دواړه په یوه بداخلاقه کورنۍ کې زوکړي او سترشوي وو ، پلار یې شرابي او بدا اخلاقه سړی و ، مور یې هم تیره ژبي او ښه ښځه نه وه ، د مور او پلار به یې تل پخپلو کې ناندرۍ او شخړي رواني وې، او آن پریده پریده ته به یې خبر ورسیده ، پلار یې په لویه غلا کې ګیرشو او بندي شو او هوري ومړ.

عجیبه داوه چې یو زوی یې د پلار په لاره ولاړ ، دشرابو عادي شو ، اخلاق یې سپک و ، او طبعا اخیره یې هم د پلار په څیر خطا اوبرباد شوه ، او د بندیخانو میلمه شو ،
دویم زوی یې په یوه ښوونځي کې زده کړي کولې، مازدیګر مهال یې یوځای کار او خواري کوله ، درسونه او خواري یې یوځای پر مخبیول ، تردي پوري چې ډاکټر شو ، اخلاق یې هم ډیر ښه و او په خپل مسلک کې هم ښه تکړه و ، ژوند یې هم برابر و او د خدای د مخلوق په خدمت هم بوخت و.

د دې دواړو وروڼو موضوع د ارواپوه ډاکټر له پاره ډېره پیچلي ښکاریدله ، او د غور وړ هم وه، ځکه دواړه د یوه مور اوپلار زامن ، په یوه کور کې لوی شوي خو یو د پلار په څیر بیلاري او ناشولته دی، د ژوند پایله یې خواري او بربادي شوه، او بل سم د کار سړی شو ، د خلکو اوځان په ښمر شو او د ښه ژوند ځښتن شو!. د ډاکټر دې پوښتني ته د ځواب موندلو له پاره غوره لاره دا وه چې دواړو وروڼو ته دا پوښتنه وړاندي کړي.

ډا کټر بندیخاني ته ولاړ او بیلاري ورور ته یې وویل: ته ولي دې ځای ته راورسیدلي ؟ هغه ورته وویل : که بل هرڅوک زما په څیر وی او زما په شان ژوند یې لرلی وی همدا به یې ځای و ، ارواپوه ډاکټر دویم ډاکټر ورور ته ورغی او کټ مټ دا پوښتنه یې ورته وړاندي کړه ، هغه ورته وویل: که د بل هرچا زما په څیر ژوند وی او هغه څه یې لیدلي وی چې ما لیدل، خامخا به یې دا لار غوره کوله کومه چې ما غوره کړې ده .

د کیسې پایله دا ترلاسه کولی شو چې موږ به پخپله خپل ژوند جوړوو ، ټولنیز ، اقتصادي او کورني حالات زموږ ژوند نه شي راته جوړولی ، که څه هم د چاپیر یال او کورنۍ د روزني اغیز له نظره نه شي غورځیدلی خو ګټوره ژوند لاره انتخابول ، او په بریالیوتوب سره پرمخبېول یې د انسان په هوډ او اراده پور ي تړلي ده . ځکه خو لوی څښتن هم هر فرد ته امر کوي چې ښو خبرو ته ځان تیار کړئ يعني ښه اخلاق غوره کړﺉ او د غالب او ستایل شوي څښتن لاره انتخاب کړﺉ ! … وهدوا إلي الطيب من القول وهدوا إلي صراط العزيز الحميد .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د