غوراوی جام: عمان د کاناډا او پاپوا نیو ګانا د جرسي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو دولسمه لوبه د پاپوا نیو ګانا او جرسي او څوارلسمه لوبه د عمان او کاناډ لوبډلو تر منځ وه.

پاپوا نیو ګاناد د جرسي په وړاندې:
د غواروی جام سیالیو دولسمې لوبې کې ګانا لوبډلې د جرسي لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه. جرسي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. ګانا لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې دګانا لوبډلې لپاره سیاکا ۲۶، والا ۲۹، پالا ۲۰ او وارې هم ۲۰ منډې جوړې کړې.

د جرسي لوبډلې لپاره انتوني او سټیونز درې درې ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونکي ثابت شول.

په ځوابي توپ وهنې کې د جرسي لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۱ منډې جوړې کړې. دغې لوبې کې د جرسي لوبډلې لپاره جېنر په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې.

د ګانا لوبډلې لپاره وانوا درې، ګاویرا او سوپر دوه دوه ویکټې، داي او ریوا یوه یوه ویکټه واخیسته.

عمان د کاناډا په وړاندې:
د غوراوی جام سیالیو څوارلسمه لوبه د عمان او کاناډا لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې عمان خپل سیال ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

عمان لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. کاناډا د کومار غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۳ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۳ منډې جوړې کړې وې چې لوبه د باران له امله وځنډیده.

د کاناډا لوبډلې لپاره کومار په ۲۵ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې او د رانپورا په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د عمان لوبډلې لپاره رانپورا، محمد ندیم او عامر کلیم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د کرکټ نړیوال قانون پر بنسټ د عمان لوبډلې ته په ۱۳ اورونو کې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکل شو چې عمان دغه هدف د ذیشان مقصود پیاوړې توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۱.۲ اورونو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

ذیشان مقصود دغې لوبې کې د نهو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۸۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کاناډا لپاره پرویز، ګورډن او کومار یوه یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د