ورزش

زیمبابووي د هندوستان په وړاندې په ۶۲ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان او زیمبابووي دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسیده. هندوستان دغې لوبې کې سیالې لوبډلې ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.

زیمبابووي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د ډګر ساتنې پریکړه وکړه. هندوستان ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د هندوستان لپاره ویجې په ۹۵ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۷۲، رهانې په ۸۳ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۳ او رایډو په ۵۰ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره مادزیوا تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. مادزیوا خپل لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

زیمبابووي لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ۴۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د چیبابا غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیبابا تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. چیبابا په ۱۰۰ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۷۲ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره کومار تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. کومار خپل لسو اورونو کې یوازې ۳۳ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x