
بنګله دیش له پاکستان او هندوستان وروسته سویلي افریقا ته هم سخته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه ۱۳۹۴ل): د بنګله دیش او سویلي افریقا تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د بنګله دیش په بریا پای ته ورسیده. بنګله دیش سویلي افریقا ته په ۷ ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۱۳۴ توپونه پاتې ول ماتې ورکړه.
سویلي افریقا د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د بنګله دیش توپ اچوونکو خپل غوره توپ اچونې سره د سویلي افریقا دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.
سویلي افریقا د لوبې په ۴۶ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډوپلیسېس او بهارډین غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.
دغې لوبې کې د سویلي افریقا لپاره ډوپلیسېس په ۶۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۱ او بهارډین په ۴۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي شول.
بنګالي لوبغاړي غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د سویلي افریقا پیاوړو لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو اجازه ورنکړه. دغې لوبې کې د بنګله دیش لپاره مستیفض الرحیم او ناصر حسین درې درې ویکټې، روبېل حسین دوه ویکټې، مشرف مرتضی او محمدالله یوه یوه ویکټه واخیسته.
په ځوابي توپ وهنې کې د بنګله دیش لوبډلې توپ وهوونکو هم د توپ اچوونکو په څیر پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. بنګله دیش د سویلي افریقا لخوا ټاکل شوی هدف یوازې ۲۷.۴ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سومیا سرکار او محمدالله غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.
دغې لوبې کې د بنګله دیش لوبډلې لپاره سومیا سرکار په ۷۹ توپونو د دریالسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۸ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
محمدالله هم دغې لوبې کې په ۶۴ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې او د ایبټ په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.