غوراوی جام: ملي لوبډلې خپل پیاوړی سیال ته تاریخي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام سیالیو پنځلسمه لوبه د افغانستان او سکاټلینډ تر منځ وه چې دغې لوبې کې افغانستان د سکاټلینډ لوبډلې ته چې په نړیوال درجه بندي کې له افغانستان څخه مخکې دی تاریخي ماتې ورکړه.

ملي لوبډلې د ټولو توپ وهوونکو غوره، پیاوړی او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې. د افغانستان کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې ملي لوبډله په شل اوریز سیالۍ کې ۲۱۰ منډې جوړوي.

نننۍ لوبې کې یو ځل بیا نوروز منګل د لوبې د پیل په شیبو کې له کومې منډې جوړولو پرته خپله ویکټه له لاسه ورکړه خو د اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي غوره ملګرتیا دغه تشه ډکه کړه.

دغې لوبې کې شهزاد محمدي یو ځل بیا ټوله نړۍ حیرانه کړه. شهزاد محمدي دغې لوبې کې یوازې په ۳۶ توپونو د پنځو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۷۵ منډې جوړې کړې چې وروسته بیا د ډی لینج په بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

اصغر ستانکزی دغې لوبې کې د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ او نجیب الله ځدران په ۲۱ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې. سمیع الله شینواري په ۱۲ توپونو د دوو شپږیزو په مرسته ۱۹ منډې جوړې کړې.

محمد نبي هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. محمد نبي په ۱۸ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۳۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. شفیق الله یوازې یو بال وهلو ته میدان ته راغی او په دغه بال يي یوه ستره شپږیزه ووهله.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره لیسک تر ټولو بریالی توپ اچوونکو ثابت شو. لیسک خپل څلورو اورونو کې ۲۴ منډې ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې او خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی لوبغاړی شو.

که څه هم د توپ وهنې په برخه کې دولت ځدران او شرف الدین ښه ونه ځلیدل خو بیا هم ملي لوبډلې توپ اچوونکي وتوانیدل له ټاکل شوی هدف څخه دفاع وکړي.

د لوبې له پیل څخه داسې ښکاریده چې ملي لوبډله به د دغې لوبې ګټوونکی وي خو د څه مودې لپاره د کراس او مومسن چټکې توپ وهنې دغه لوبه د سکاټلینډ په ګټه کړه او که چیرې له دغو دوو لوبغاړو څخه یو هم د اوږدې مودې لپاره په ډګر پاتې شوی و شاید اوس به د لوبې پایله بدله وه.

سکاټلینډ د مومسن او کراس غوره او چټکې توپ وهنې په مرسته په ۱۹.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او د ملي لوبډلې په وړاندې يي په ۳۷ منډو ماتې وخوړه.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې مومسن یوازې په ۲۰ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۴ او کراس په ۲۲ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي او حمید حسن درې درې ویکټې، میرویس اشرف دوه ویکټې او دولت ځدران یوه ویکټه واخیسته.

محمد نبي او حمید حسن تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول. محمد نبي خپل څلورو اورونو کې یوازې ۲۵ او حمید حسن خپل څلورو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې. دغې لوبې کې شرف الدین خپل دوه اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او د ویکټې په اخیستو هم بریالی نه شو او په دې ډول د ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې تر ټولو زیاتې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو.

دولت ځدران که څه هم یوه ویکټه واخیسته خو خپل ۳.۲ اورونو کې يي ۳۵ منډې ورکړې چې په دې ډول د منډو ورکولو اوسط يي ۱۰.۵۰ منډې في اوور و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د