نظــر

طالب یعني ولسي غبرګون

طارق بدر

د امریکا د یرغل پر وړاندې د مبارزې لومړنی څرک ولسي رنګ درلود، خو دولتي اړخ د خپل ټول تبلیغاتي توان په وسیله مبارزه برخه له ولسه پردۍ وشمېرله او په ولس کې هم دوه زړه توب را پیدا شو، چا د کفر پر وړاندې مبارزه د ولس له غېږې بلله څوک لا هم زړه نا زړه و، چې ممکن دا څو تنه چې پر موټرسایکل له ټانګ سره جګړه کوي رښتیا هم چا پېچکاري کړي نه وي، خو بیا يې هم خپل دوه زړه توب کفر ته تمایل نه کاوه او هماغه د موټر سایکل ګرد وهلي ځوان پر سر يې چاپې وزغملې، بمبارې يې تحمل کړي او د زندان تر تمبو ورسېدل.

له ننه څوارلس کاله وړاندې د امریکا د ماتې، یا يې هم پر وړاندې د بشپړ ولسي پاڅون تبصره د وخت ضیاع ښکارېده، د هغه چا پر وړاندې چې له زرګونه متره پورته په ځمکه څلور انچه شی ويني، هغه ټانګونه چې څوک د ډز په تمه ورته ټوپک ونیسي میل يې کږېږي، هغه امریکایان چې شپه ورته د دوربیني په زور رڼه ورځ ښکاري… دا ټول داسې تبلیغات و، چې چا يې پر وړاندې هر ډول مبارزه سوچ لېونتوب بلله، خو په هر دورکې داسې خلک وي چې غواړي له دغسې حالاتو سره خپل مخالف ذهنیت ثابت کړي، په ډاګه کړي چې که ټول یوه خوله شي خو یوه وړه ډله لا هم حق په رڼو سترګو ويني.

د طالبانو پیدا کېدل، معجزه او د ولس د دعاوو برکت و، له منځه تګ يې یوه وړه ازموینه او بېرته راتګ يې د پوستو تر خړو بوجیو هاخوا د معصومو پېغلو د کرېږو الهي ډالۍ!

طالبان د پاټکیانو پر وړاندې راپورته شول، ولس په غېږ کې ونیول، طالبانو لومړی دا ثابته کړه چې دوی د دښمن ناموس ته هم په هماغومره عزت قایل دي، لکه څومره چې خپل عزت ته په درنه ګوري، ولس همدا غنیمت وګڼله، چې که طالب هر څوک دی، خو د پاټکيانو په څېر د چا د عزت د لوټ لپاره پلانونه نه جوړوي، نن هم طالب د داسې یو مجبور ولس د کرېږو، تمو، دعاو، زاریو او اسویلو په بدل کې الهي ډالۍ ده، د کندوز په دشت ارچې، د بدخشان په جرم، دکندوز په چهاردره، د هلمند په ګڼو ولسوالیو، د میدان وردګو په جلريز او په دې وروستیو کې په فاریاب ولایت کې د طالبانو بې ساری پرمختګ، د اربکيانو بنیاد ایستل د ولس د قوي ملاتړ او بشپړ ولسي پاڅون ژوندۍ نمونې دي.

ولس بیا د طالب غېږې ته ځان غورځوي او د خپل عزت د خونديتوب لپاره ورته زارۍ کوي، طالب لکه څوارلس کاله پرلپسې بیا هم تر سینه باروت تاووي، موټر له بمونو ډکوي او د تکبیر ملکوتي چيغه د پوستې د دېوالونو او عسکرو له کرېږو سره ګډه هوا کې الوزي.

د ميدان ودرګو په جلریز کې چې د ناموس لوټونې لړۍ روانه وه، ټول رژیم او د دوی فیسبوکي مداريان پرې پټه خوله و، خو کله چې ولس د طالب په ملتیا د هغوی بنیاد ور وویوست، د دې ولسي قیام پر وړاندې د رژيم بې وسي یو ډول تلیغات پیل کړل او د دوی فیسبوکي مداريانو چې د قوميت مرض هم په سر کې لري، بل ډول ډنډورې شروع کړي.

د کندوز په چهاردره کې کلیوال د جګړې ساحې ته مجاهدینو ته ډوډۍ او اوبه ور وړي، زارۍ ورته کوي چې د دوی له سیمې دې د رژیم لمنه ور ټوله کړي، د دشت ارچې او چهاردرې له امنیه قومندانیو نه ولس له طالبانو سره د اکمالاتو په لېږد کې مرسته کوي، د غزني په خوږياڼو کې د ښوونځي زده کوونکي د طالبانو هر کلي ته راوځي او په فاریاب کې ولس د پوستو په نړولو له بې واکه رژيم سره خپله عقده یخوي.

طالب یو ځل بیا هېواد له تجزيې وژغوره، ولس يې ملا وتړله او د ولس د ناموس ساتنې سرښندونکی اتل شو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

بدر صاحب:
که طالبان لږ له انصاف او مروت څخه کار واخلي، همدا وخت دی چې نوي نه بلکه سل سلنه ولس به ورسره مل شي. خو الله دې ورته هدایت وکړي چې ځینې کارونه یې هم اصلاح شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x