روژه څنګه د تقوی سبب ګرځي؟ ــ۳

خالد روښان

تفسير الکبير کې امام فخر الدين محمد بن عمر الرازي د “لعلكم تتقون” تفسير كې ويلي چې بايد پدې ځان پوهه کړو چې دا خبره – ښايي تاسې کې به روژې سره تقوی پيدا شي – څنګه دې ځای سره مناسبه ده، څو وجهې بيانوي:

لمړۍ وجه:
«الله تعالی دې خبرې سره موږ ته دا واضحه کړې چې خودې روژه نيول تقوی پيدا کوي، ځکه دا د روژې ځانکړتيا ده چې شهوت او خواهش پرستی لمينځه وړي، او د بديو او بدکاريو، تکبر او لوئي مخنيوی کوي، او د دنيا د خوندونو او رياستونو نه د انسان ميلان اړوي»

انسان طبيعت کې د عقل تر څنګ ځينې طاغي او سرکښې قوي، او حيواني صفات لرې، چې خپل ځواک يي پر اداره پوره قادر ندی، او وختونو سره يې شيطان د خپلو وسوسو په مرسته د ځينو فرصتونو څخه په استفاده د ګناهونو مرتکب ګرځوي، نو انسان داسې يوې روزنې ته اړ دی ترڅو دا قوې کمزورې او شعوري قوه پرې غالب کړاي شي. او هغه روزنه روژه ده، څوک چې روژه ونيسي، اميد دی چې عقل قوه يې دومره فعاله او مقابلې قوې دومره کمزورې کړي چې انسان د تقوی مرحلې ته ورسوي، او بيا شهوت، خواهش او رياست پرستۍ پرځای يې ميلان د رب رضايت ته اوړي، او د هغو مشغوليتونو څخه فارغيږي د کومو حصول کې چې ډېر ستړي شوي، او اخته دي؛ وايي:

«.. لکه د خلکو پر ژبو چې يو متل دی چې خلک د دوو غولوونکو پسې هڅې کوي، خيټه، او شرمګاه؛ او هرڅوک چې روژه ډېره نيسي د دې دواړو غوښتنې اداره به ورته اسانه شي، نو روژه يې د حرام او فحاشۍ ارتکاب مخنيوی کوي، او دنيا کې ورته د رياست پرېښودل هم اسانوي»

دنيا کې ځينې داسې څه دي چې انسان ته غولونکي اميدونه ورکوي، او د داسې څه پر حصول يې مشغولوي چې څوک پرې ماړه شوي ندي، چې هغه يو د خيټې او بل د شرمګاه غوښتنې پوره کول، او دهغې لاسته راوړلو لپاره کوښښونه کول، او بيا ورپسې د دې دواړوه لپاره د رياست خواهش دی، نو روژه د دې ټولو اميدونو او دهغې ځالې لکه د غڼې له دماغو پاکوي، نو دا صفايي د تقوی سبب دی؛ چې وايي:

« … او دا ټول د تقوی پيداکيدو اسباب دي، نو د آيت مانا داسې شوه: تاسې باندې روژه دې لپاره فرض سوه ترڅو متقيان شی، کوم چې ما خپل کتاب کې ستايلي، او دا مې ورښوولی چې دا کتاب متقيانو ته د هدايت او لارښوونې سبب دی، نو کله چې روژه دا ډول ځانګړتيا لري، نو بيا د روژې د فرضيت سره د “لعلکم تتقون” ويل ډېر ښه او غوره بيان دی… ورپسې وايي: هغه څه چې نفس له ګناهونو منع کوي، بايد فرض وي؛ نو ځکه روژه فرض ده»

دويمه وجه:

«ښايي چې روژې سره مو تقوی کې وجاء – د شهوت کنترول – قوي شي.. چې دا د لعل معنی هم کيدای شي»

رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: ای ځوانانو څوک چې توان لری ودونه وکړئ، او هغه چې توان نلري نو روژه دې ونيسئ، ځکه روژه د شهوت مخنيوی کولای شي.

دريمه وجه:

«ښايې چې الله تعالی نه د شهواتو په پريښودلو او روژې پر نيولو کې تقوی وکړی، ځکه هغه شي ته چې د انسان رغبت او ميلان ډېر وي، دا ډول له هغې څخه ځان ژغورل او پکې تقوی کول هم ډير ګران وي، او خوراک او جماع ته تر بل هرڅه د انسان رغبت زيات دی، نو کله چې د سخت شي – جماع او خوراک کې د الله تعالی نه تقوی درباندې اسانه شول، بيا د اسانه شيانو پرېښودلو کې د الله تعالی نه تقوی ډېره اسانه او بي تکليفه ده»

څلورمه وجه:

«.. د روژې عظمت او لويي بيانوي»

پنځمه وجه:

«دې لپاره چې تاسې د دې عبادت له کبله د متقيانو ډله کې يوځای شی»

د الله تعالی اولياء او متقيان د زمکې پر مخ ستر انسانان دي. حقيقت کې د ښه پيژندګلوي او افضليت معيار تقوی دی. د تقوی حصول خپل جهد او زحمت سره ډېرګران او دروند کار دی، ډېر لږ دې مرتبې ته تر ډېرو سختيو صبر او ثبات او ټينګ عزم سره او د الله تعالی پر فضل او مهربانۍ وررسيدای شي، نو رحمان ذات خپلو بندګانو ته د کال دولس مياشتو کې يوه مياشت داسي روزنه ورکوي ترڅو پرې بنده ډېر په آسانۍ متقي جوړشي.

ځکه که د رمضان مياشت کې له يوې خوا د اعمالو اجر څو څو چنده لوړيږي، له بلې خوا روژه نيول انسان کې د تقوی له لارې خنډونه او حواجز له لمنځه وړي، مشغوليتونو، خواهشاتو او شهواتو لارې هم تر ادارې لاندې راځي؛ دا دوه مهم عوامل انسان دې ته نيکيو ته مرغوب او پکې د ښو او لوړو اعمالو ميلان پيدا کوي چې ټول حرص يي د دې فرصت نه په ګټه الله تعالی ته ځان نژدې کول ګرځي، دې قدم اېښودلو سره نور مخ پرړاندې ځي، او داسې خنډ يې بيا مخته نه راځې چې ترې يي واړوي، نو کله چې پدې حالت پاتې شو بي شکه چې متقي دی، او متقيان او اولياؤ سره الله تعالی په دنيا او آخرت کې ډېرې لوړې وعدې کړي – الله مو دې په برخه کړي. آمين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د