ادبي لیکني

هلمند کې د شعري یون پرمختګ که شاتګ؟ – اوومه برخه

خپلواک دريځ

کله کله چې ځوان قدمونه پرخپله لاره مستقیم شي بیا نو په ډېر کمال سره د خپل منزل پر لور تګ کوي او د خلکو پاملرنه د ځان په لوري را اړوي، دا قدومونه په خپل طبیعي هنر او کمال سره ډېر ژر تر خپلې موخې رسیږي خو چې د تقدیر لخوا یې اغزي په لار کې ونه شیندل شي، د شاعرۍ ډګر کې دغسي قدمونه د شعري نوښتونو، شعري کیفیتونو او شعري ځانګرتېاوو د تړلو دروازو کیلیاني موندلای شي، پس چاچي دا کیلیاني وموندلې نو د نظم آسمانونو ته وخوت او د احساس، رنګینۍ، تخیل عاطفې او تصویرونو خزانې یې پیداکړې، چا چې دا خزانې پیداکړې هغه د شعر په مانا پوه شو او د شعر غوښتنه یې پوره کړه او بلااخره نوموړی د خلکو د زړونو منلی شاعر شو، دغسي ځواني هستۍ اوس هم زموږ په پښتو شعري یون کې مخ په لوړه روان دي او د خلکو توجو یې د خپل هنر په لوري را اړولې ده.

میرولی راحل نوی ځوان، نوی شاعر، نوموړی د محمداقبال زوی په لښکرګاه ښارکې په ۱۳۷۴ لمریزکال کې زېږېدلی، میرولی راحل یو له هغو ځوانو هستیو څخه دی چې پورته مو یې یادونه وکړه، په دې وروستیو کې یې له شعر او شاعرۍ سره ټینګه اړیکه پیداشوې، که چیري یې قدمونه د شعر پر نازکو لارو په سمه توګه برابرشي نو د شاعرۍ لوړو پوړیو ته به وخیږي ((ښه دی چې یاد دي راسره دی)) دا د ښاغلي راحل شعري ټولګه ده چې په ۱۳۹۳ لمریزکال له چاپه راوتلې، د نوښتونو ډېري روښانه ډېوې پکې ځلیږي، د راحل ډېرکم وخت کیږي چې د شعر زریني نړۍ ته راغلی خو په دې کم وخت کې یې داسي څه ویلي چې یو سترشاعر هم په دومره عمر کې نه دي ویلي، د راحل دې کمال ته سړی حیران پاتیږي چې دومره کم وخت کې څنګه د شعر نړۍ کې دومره ژور تللی خو دا هرڅه د نوموړي وړتیا او مینه ده، د یو شاعر شاعرۍ کې هغه وخت کیفیتونه راښکاره کیږي چې ښکلا وپیژني، میرولي راحل تر ډېره د ښکلاګانو چینې موندلي ځکه خو یو لوی سفر ته په لنډ وخت کې ګړندی روان دی، زه چې کله د نوموړي ځیني اشعار لولم هیله راته پیدا شي چې راحل غوندي ځوان استعدادونه لرو او انشاالله د شاعرۍ غوښتنه به پوره کړي، ځو د راحل د شعر د منځپانګې په لور نوموړی یوبیت کې وایي:

هم خیالونه سي د حسن هم ښکلا د ګلابونو
ژونده ته له ميني ډک یې، که دنیا له ګلابونو

خواږه لفظونه او لوړ خیالونه راټولول او انځورول ډېري لویي تجربې ته اړتیا لري خو راحل د خپل فطري اوځوان استعداد له مخي دا کار کړی، اوسنیو کړکېچونو حالاتو کې یې د ژوند د خوږوالي لپاره ډېره خواري کړې، ژوند یې دومره خوږ اوښکلی کړی چې هر لوستونکي ته په یوځل لوستلو هیلې ورکوي.

بل ځای وایي:
له درده ماتي کړي مین په زړه ښیښې په لاسو
زخمونه جوړکړي په وجود د زمانې په لاسو

د اوسنيو حالاتو روڼ انځور پکې پروت دی، په دغه ډول سره د هیواد او ولس دردونه او ناخوالي بیانول د ریښتیني شعر غوښتنه ده، دا د شعر غوښتنه نده چې موږ ووایو (په وطن کې مو جنګونه لویه خدایه دابه کله کراریږي لویه خدایه) دا صرف یوه موزنه وینا ده کوم هنر او اثرپکې نشته، د شعر هنري او رنګینه ژبه د راحل صیب په پورته بیت کې نغښتې ده، دا یوه ښکاره خبره ده چې دې هیواد کې هر افغان چې په جنګ او جګړه بوخت دی موخه یې ددې سپېڅلې خاورې او ګران هیواد ساتل او ابادول دي، یو هم نه غواړي چې ګران افغانستان دي درد وویني خو فکرونه مختلف دي، دا خبره راحل صیب په ښه هنر سره پسوللې او ښکلې بیان کړېده، ښکلی پیغام او ښکلې هنرکاري یې کړې.

خو لاندې بیت کې یې هنر له ورایه ښکاري:
هم شبنم درسره مل وي هم ژړاکوې ګلابه
ته د عشق په لیونیانو څه بلاکوې ګلابه

که یې د پیغام اړخ ته وګورې او که یې د هنر او کمال ګوتو ته، له هره اړخه ښکلی بیت دی، دغه سي شاعري د لوړ ذوق شاعري ده، چې سړی د خیال و زرینې نړۍ ته بیایي او هلته ورباندې د بېلابیلو ښکلاګانو ترڅنګ په رنګارنګ رنګونو کې پټ پیغامونه هم ورته ښیي، دا خبره منو چې شاعري پر پیغام هیڅ وخت نه ده ولاړه خو اوس وخت کې د اړتیا له مخي باید دې اړخ ته توجو وشي او راحل صیب دا کار کړی دی.

د راحل صیب فکر او استعداد ډېر ځوان دی که نوموړي خپل غزلیز کتاب ګوټی دومره وختي نه وای وړاندې کړی او له لږ انتظار وروسته یې د نورو استادانو په مشوره سره دا کار کړی وای بیا به تر ډېره بریالی وای، ځکه د نوموړي بیخي کم وخت کیږي چې په شعر لیکلو یې پیل کړی، که هرڅومره یوڅوک ښه شعر ولیکي بیا هم ورته پکارده چې له څلور، پنځه کاله انتظار او دقت ورسته یې په کتابي بڼه خپور کړي ځکه بیا به د پښېمانۍ احساس نه کوي، پخه شاعري به یې وړاندې کړې وي، د ښه او بد شعر توپیر به یې کړی وي او د پرمختګ لپاره به یې یوه هڅوونکې لاره هواره شوې وي خو راحل دا کار ډېر وختي کړی، زه په دې باوریم چې ډېری استادانو به ورته د نه چاپولو ویلي وي ځکه ډېر داسي څه پکې شته چې ددې نه دي چې وړاندې شوي دي وای.

کله چې د شعر لپاره الفاظ راغونډوو او اوډو یې باید په داسي هنر سره یې وړاندې کړو چې یو له بله سره ټینګه اړیکه ولري ولوکه پیغام هم نه وي پکې، داسي نه لکه راحل چې وایي:

ته چې خپه ګرځې راحله ستاغم کې ژاړم
زمامیرولي دزړه ارمانه لمبه دي کړمه

تاسي وګورئ، دی په لومړۍ مسرۍ کې وایي ته چې خپه سې له مانه راحله زه ستاپه غم کې ژاړم ځان یې مخاطب کړی خو په دوهمه مسرۍ کې بیا ډېر لیري تللی، زما میرولي د زړه ارمانه لمبه دي کړمه، دلته د میرولي د نامه راوړل بې مانا دي، ټوله رنګیني یې له منځه وړې یاني بېله هنره یې خپل نوم کارولی دی.

یا لکه لاندې بیت کې چې وایي:
نن دي لیونی کړتاهغه زمایار راحل
کله به یې خپل کړمه زه په دې دنیامینه

دلته هم بې له هنره لفظونه تړل شوي دي، په ډېر ساده ډول بغیر له کومې ښکلا او کیفیت څخه موزون شوي، موسیقي یې ماته ماته او له شعري ځانګرتیاوو نه خالي خبرې دي، (نن دي لیونی کړتا هغه زما یار راحل) دلته هم نوموړي خپل ځان مخاطب کړی خو په دوهمه مسرۍ کې بیا داسي څه وایي چې هیڅ له لوړي مسرۍ سره نه لګیږي، (خپل کړم) مذکر لفظونه دي خو (مینه) بیا مونثه کلمه ده حال داچې دا لفظونه خپل په منځ کې اړیکې لري خو دلته دا اړیکې په مسلکي ډول نه دي جوړي شوي.

ډېری شاعران دي که ورسره کښېنې نو اوله خبره به یې درته دا وي، زه د ولس او ټولنې د ناخوالو شاعر یم، دخبلو هیوادوالو اه او فریادونه مې بیان کړي او تر چارواکو او مسؤلو کسانو مې رسولي خو په اصل کې نوموړي هم وشاعري ته زیان رسولی او هم هغو هیوادوالو ته چې ده یې غږ را اخیستی دی، شاعرۍ ته یې زیان دادی چې بېله هنره غیرمسلکي خبرې د شعر په نامه وړاندې کوي، هغه څوک چې ده یې فریاد را اخیستی هغه هم فریاد کوي چې تباه شوم ومي ژغوری، دی چې ځان شاعر بولي دی هم د هغه په ژبه فریاد کوي چې دا وطن کې جنګ دی موږ برباد شوو او خویندي او میندې مو کونډې شوې، ځکه خو اوس چارواکي نه د هغه مظلوم ژړاګاني اوري چې زخمي زخمي دی او نه ددې شاعر خبرو ته غوږ نیسي ځکه کوم تاثر او تحریک پکې نشته، د یوه مظلوم خبره لا شاید یو څه تاثر ورباندې وکړي خو ددې شاعر دغه ډول بیان کې خو هیڅ تاثر نشته ځکه خو ورته د اورېدو نه دی.

مثلاً لکه راحل صیب چې ویل:
جنګو ځپلي یو کورونه مو سوه وران د کلي
خویندي مو کونډي سوې بچي مو سوه قربان د کلي

که یوخوا زموږ په ځوانه شاعرۍ کې د نوښتونو او ابتکاراتو څرکونه تر سترګو کیږي، له بلې خوا کلیشه زموږ د شعري بهیر سره داسي یو شان روانه ده لکه د یوې لویې صحرا له مسافر سره چې د هغه د ستړي وجود سایه مزل کوي او د راحل صیب سره هم سمه ملګرې ده او نوموړي هم ښه نازولې ده، د شعرپه نازکه غیږ کې یې ښه پوره ځای ورته ځانګړی کړی.

لکه چې وایي:
د وطم خاورو اوپرغرو مین یم
پر ننګ غیرت د پښتنو مین یم

توره مي لاس کې هسکه غاړه لرم
پر زړورو شازلمو مین یم

دا هغه خبرې دي چې په لرغونې دوره کې شوي او لاهم روانې دي، په هغه وخت کې یې ښه ارزښت درلود خو د معاصرې دورې دا غوښتنه نه ده او نه یې هم زغملای شي، که اوس وخت کې موږ د شعر مینه والو ته د لرغونې او منځنۍ دورې خبرې په هغه بڼه وړاندې کوو چې د هغه وخت سترو شاعرانو کړي، هیڅ ارزښت ورته نلري ځکه دا هغوی ډېر وختونه مخکې اورېدلي او که موږ داکار کوو بیا نو زموږ نوښت او ابتکارات څه شوه؟ دا خو نوښت نه دی یواځي خپل بابولالي په زور سره په یوکس منو او هغه یې د منلو توان نلري.

یا لکه لاندې بیتو کې چې وایي:
ترې نه جوړ به د ګلونو ګلستان کړم
دا وطن به یوځل بیا جنت نښان کړم

د استاد اولمیر یوه ښکلې او مشهوره سندره او د ملنګ جان خوږ شعر دی چې وایي:
وطن جنت نښان دی ګلان پکې کرمه
پر ما د روح نه ګران دی ګلان پکې کرمه
زه د وطن اوبه دانه خورم خدمت به یې ضرور کړم
پکې د عمر خزانه خورم خدمت به یې ضرور کړم
دا عظم دا پیمان دی ګلان په کې کرمه

د ولسي شاعر ملنګ جان دا شعر له هره اړخه ښکلی او خوښوونکی دی ځکه نوموړي په هغه وخت کې ویلی چې د زمانې غوښتنه وه او دا شعر به تر ډېره خپل ارزښت هم له لاسه ورنکړي، اوس نو تاسو پریکړه وکړی چې د ملنګ جان د هنر او د راحل د بیتونو ترمنځ څومره توپیر شته، کوم هنر چې د ملنګ جان په دې شعر کې نغښتی هغه د راحل په دې شعر کې نشته، پس کوم لوی شاعر چې یو خبره په ښه ډول سره کړې وي بل چاته نه ده پکار چې ویې کړي، اوریدلي به مو وي چې یوه سندره یا یو شعر څو سندرغاړو په خپلو آوازنو کې ویلی وي خو شاعر بیا ددې اجازه نلري چې یو شعر دي څو شاعران ووایي که یې وایي حداکل بڼه یې باید ورته تغیر کړي او له نوي زاویې ورته راشي چې بیا یې خلک هم ورسره ومني او بدرګه یې کړي، ټول هغه ځوان لاسونه چې د شعر له هنر او فن سره اړیکه لري، ورته پکارده چې د اوسنیو سترو شاعرانو هغو شاعرانو چې ځان ته یې ځانګړي سبکونه اجاد کړي د هغوی شاعري ولولي فکر او پلټنه وکړي چې دوی ولي دومره مخکې تللي؟ ولي د شهرت تر دومره لوړو پوړیو رسېدلې؟ هر اړخیزه مطالعه د شعر په نړۍ کې وکړي او بلااخره چې دا کار یې وکړ د شعر په مانا به پوه شي، ښه شعر به وپېژني او ښه شعر به ولیکي…

نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x