جهادي لوري ته څو تذکيري يادونې – 4

م. عثمان متوکل

د تبليغاتو او شبهاتو په اړه:

د تبليغاتي جګړې اغيز اکثره وخت تر وسلوالې هغې زيات وي. د وسلوالې جګړې په خلاف، په تبليغاتي هغې کې د ښکاره دښمن تر څنګ د وخت منافقانو لويه ونډه اخيستي او اخلي يې، کله کله خو په کې ځينې ناپوه او ساده دوستان هم د دښمن ترڅنګ ښکيل شي.

دا اسلوب، چې د فکري جګړې يوه برخه يې ګڼلی شو، عموما د هغه جهت لخوا کارول کيږي چې په باطله روان وي، د ځان د سپيناوي او د دښمن د ماتولو او ټوټه کولو لپاره هيڅ کامياب تکتيک په لاس کې نه لري پرته له دې چې د خپل دښمن په اړه په خلکو کې منفي تصور خپور کړي، يا يې په اړه داسې خيالي شکوک او پوښتنې راپورته کړي چې لږ تر لږ عوام له يو ذهني کشمکش سره لاس و ګريوان کړي ولوکه منلو ته يې چمتو هم نه شي!!

پر افغانستان د صليبي يرغل له پيله تر نن ورځې د مجاهدينو پر ضد په سلګونو تبليغاتي برنامې په کار اچول شوي او لا دوام لري. دلته اړينه ګڼم چې دا موضوع له دوه اړخونو وڅيړل شي:

لومړی: د تبليغاتو په اړه د اسلامي امارت دريځ:

که وکتل شي، د دښمن په لاس د راپيدا کيدونکو شکوکو او تورونو په مقابل کې د اسلامي امارت لخوا عموما درې بيلا بيلې لارې اختيار شوي دي: يا يې په مقابل کې غوڅ او څرګند غبرګون ښودل شوی، يا ورباندې سر هم نه دې ګرول شوی، يا يې په اړه مبهم دريځ نيول شوی.

واضحه ده چې د لومړۍ تګلارې په خپلولو سره د دښمن تبليغات په نطفه کې خنثی کيږي، ځکه خو په دې اړه ډيرې نيوکې نه تر سترګو کيږي. خو د دوهمې او دريمې تګلارې په اړه بيا څو نقطو ته پام ور ګرځي:

دا يوه منل شوې خبره ده چې د هرې وړې او لويې په مقابل کې غبرګون ښودل له دين او عقل سره مخالف کار دی. د دښمن زياتې خبرې داسې دي چې اقلا په دې هم نه ارزي چې رد پرې وشي. کله کله د تبليغاتو د پوچولو هڅه د هغه د تشهير سبب ګرځي، ځکه خو ډير وخت د مجاهدينو چپه خوله تر هر څه زيات مؤثر وي. خو دا نقطه بايد د دې سبب نه شي چې په ځينو هغو شبهاتو او تبليغاتو هم سر و نه ګرول شي چې منفي اغيز يې عملا تر سترګو کيږي، په داسې حال کې چې جهادي لوری کولی شي په يو عادي اقدام سره يې خنثی کړي.

همدا راز ځينې وخت يې په مقابل کې مبهم دريځ غوره شوی، يوه تازه بيلګه يې د اسلام اباد/مري د ناستې په اړه د امارت څرګندونې دي چې تر يوه حده مبهمې وي، غوڅ او ډاګيز پيغام په کې نه تر سترګو کيده. ځکه خو ځينو د خپل سوچ او فکر مطابق تفسيرولې، او ځينو نورو ترې د خپلو اهدافو لپاره ناوړه استفاده وکړه او لا لګيا دي.

دا چې امارت د کومو مصالحو د اعتبار له وجې دا دريځ غوره کړ، زمونږ د بحث موضوع نه ده. هو، طبيعي ده چې کله کله د ځينو «مفاسدو» د دفع په موخه دا موقف نيول کيږي، خو بايد دې ته هم پام وشي چې کله بيا په دې کار سره تر دغو لوی او یقيني مفاسد هم رامنځ ته کيږي. ځکه خو وايو چې په داسې مهمو مسئلو کې د امارت دا ډول مبهم دريځونه ډير مشکلات زيږولی شي.

دلته د خبرې مخ بيرته هغو نقاطو ته ورګرځي چې د دې لړۍ په تيرو برخو کې پرې بحث وشو. او د الله تعالی اراده داسې شوې وه چې د دې ليکنو اخري برخه داسې يو وخت ته برابره کړي چې د همغه څه د پيښيدو نښې نښانې تر يوه حده راڅرګندې شوې کوم چې په تيرو برخو کې يې له رامنځته کيدو ويره ښودل شوې وه!

هلته يادونه وشوه چې دښمن د جهادي خوځښت د ځپلو، ويشلو او ماتولو په لار کې خپل دامونه ډير کړي دي، ورسره له دې دامونو نه د بچ کيدو لپاره څو نقطې ذکر شوې وې چې ځينې يې دا دي: په اسلامي منهج لا پابندي، د ځينو ناڅرګندو سياستونو په اړه ولس له حقيقته خبرول، په نظامي او سياسي پلانونو کې د عامو مجاهدينو او هم عوامو ذهنيتونه په پام کې نيول ولوکه په دې کار سره ظاهرا ځينې مصلحتونه هم له لاسه ووځي، په خپل دريځ ثابت پاتي کيدل چې همدا کار د جهادي لوري د کاميابۍ له سترو رازونو څخه دی.

د اسلامي امارت يادو څرګندونو ته په کتلو سره، شايد د فکر او تدبر خاوندان له دې خبرې سره مخالفت وښيي چې ووايو: طالبان له خپل دريځه په شا شول. خو بالمقابل ډيری يې له دې نظر سره موافقت ښيي چې ووايو: طالبان د لومړي ځل لپاره و نه توانيدل خپل «اصلي» دريځ خلکو ته په «واضحه» ټکو کې په ډاګه کړي.

دا ولې؟ زه به دا جرآت وکړم چې ووايم قربانۍ ته نه چمتووالی د دې کار اساسي لامل کيدی شي. په طالب مشرانو او مخصوصا پاکستان ميشتو هغو کې لا هم داسې اشخاص شته د خپلو سپيڅلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره «هر ډول» قربانۍ ته چمتو نه دي! ځکه خو د پڅو عباراتو په راوړلو سره کوښښ کيږي چې هم سيخ له سوځيدو وژغورل شي او هم کباب! په داسې حال کې چې د «خوږ کباب» د ترلاسه کولو لپاره د «سيخ» سوځيدل يوه ضروري او عادي خبره ده. بلکې د الله سنت پر همدې تللی. راځې چې په دې اړه د مبارک قرآن دوه آيتونو ته غوږ شو:

فرمايي: «أم حسبتم أن تدخلوا الجنة ولما يعلم الله الذين جاهدوا منكم ويعلم الصابرين» (ال عمران ۱۴۲) يعنې آيا داسې مو انګيرلې چې جنت ته به داخل شئ په داسې حال کې چې الله تعالی نه ستاسو مجاهدين معلوم کړي او نه يې صابران معلوم کړي؟!!

او هم فرمايي: «أم حسبتم أن تتركوا ولما يعلم الله الذين جاهدوا منكم ولم يتخذوا من دون الله ولا رسوله ولا المؤمنين وليجة والله خبير بما تعملون» (التوبة ۱۶): آيا تاسو ګومان کوئ چې په خپل حال به پريښودلی شئ، په داسې حال کې چې الله به له تاسو څخه هغه کسان نه وي معلوم کړي چې جهاد کوي او له الله او د ده له رسول او له مؤمنانو نه په غیر يې کوم راز دار نه وي نيولی؟!!

که په لنډه يې ووايو، تر هغه به لوړ اهداف ترلاسه نه کړو ترڅو ډول ډول ستونزو او کړاوونو نه يو جړقولي او ورباندې صبر مو نه وي کړی!

ګومان کيږي چې پورتنۍ نقطې ته په پام سره اسلامي امارت د خپلې وروستۍ اعلاميې په خپرولو سره (چې په ښکاره د يو تکراري پيغام درلودونکې وه خو وخت او حال ته په کتلو سره نوې وه) د ټولو سياسي چارو واک د قطر دفتر ته وسپاره، هغه چې د نورو له اغيز لرې او محفوظ دی. په دې معنا چې له ياد دفتر پرته پس له دې د امارت هيڅ «لوړ پوړی» چارواکی هم دا صلاحيت نه لري چې د طالبانو په استازيتوب له چا سره ليده کاته وکړي.

دا چې سياسي دفتر له سیمې لرې واټن کې پروت دی، ګومان کيږي چې شايد په داسې حساسه مرحله کې د نورو په پرتله خپل استقلاليت ښه وساتي او په دې برخه کې ټول صلاحيت ورسپارل شايد مثبتې پايلې ولرې. بلکې دا خبره تر ډيره حده په عملې توګه ثابته خبره هم بريښي البته کله چې د سياسي دفتر د غړو ځينې هغه مواقف په پام کې ونيول شي چې د ځينو ګاونډيو هيوادونو له استازو سره د ملاقات پر وخت يې څرګندوي، کوم چې وخت په وخت د ځينو غير رسمي جهتونو لخوا په يوه او بله بڼه رسنيز کيږي. همداراز کله چې طالب استازو له امريکا سره د خبرو اترو لړۍ ته د يو رسمي بيان په خپرولو سره توقف ورکړ، هغه وخت امريکايي چارواکو هم هڅه پيل کړه ترڅو طالبان له خپل دريځه راوګرځوي، خو دا چې له مقابل لوري يې منفي جواب تر لاسه کړ، امريکايي لوري رسنيو ته د يو شمير څرګندونو په لړ کې طالبان په غير مستقيم ډول تهديد کړل چې که دوی يې غوښتنې و نه مني امريکا به په «ځينو نورو لارو چارو» غور وکړي! خو په قطر کې ميشتو طالب استازو يې په مقابل کې د قدر وړ موقف ونيو او «هر ډول» قربانۍ ته يې خپل چمتووالی وښود.

په هر صورت، يو ځل بيا دا خبره تکرارول غواړم چې جهادي لوری بايد د سياسي دريځونو د نيولو او اعلاميو د خپرولو پر وخت د شرعي اصولو تر مراعت وروسته، د خلکو عام ذهنيت په پوره توګه په پام کې ونيسي. د دې په ځای چې طالب استازی «نيوريورک ټايمز» ته خبر ورکوي چې په يادو مذاکراتو کې طالب استازي د ځينو لورو لخوا «اغوا» شوي دي، آيا ښه به دا نه وه چې دغه مهم پيغام افغاني رسنيو ته ليږل شوی وی ترڅو هر افغان ته ورسيږي؟!

دوهم: د مسلمان ټولګي ازميښت:

پورتنۍ نقطې ته له يوې بلې زاويې کتل هم په کار دي. داسې چې، که د جهادي صف په تړاو خپريدونکي شکوک او شبهات له يو پلوه د ځينو دنياوي اغراضو په موخه ترسره کيږي، خو له بل پلوه په عین وخت کې د مسلمان ټولګي لپاره د الله لخوا يو امتحان هم دی، له ترڅو مخلصين له مغرضينو جدا او وپيژندل شي، ريښتوني له درواغجنو، د لوی عزم او لوی همت خاوندان له ذوبيدونکو متزلزلو او دون همتو!

د الله تعالی سنت دا نه دی چې جهادي صف (مؤمنان) له منافقانو سره مختلط پريږدي. دا چې دا صف لوی مسؤولیتونه په مخ کې لري نو د هغو د تر سره کولو لپاره په صف کې ژوري تصفيې ته اړتيا وي، تر څو صرف مخلصين او اصولو پابند افراد په کې پاتي شي او، د سيد قطب په تعبير، ترڅو له دې مضبوط ديوال نه هغه کمزورې خښتې سر له اوسه لرې کړل شي چې په آينده کې يې په غورځيدو سره د ديوال د سوري کيدو ويره وي. « HYPERLINK “http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php…” \l “docu” ما كان الله ليذر المؤمنين على ما أنتم عليه حتى يميز الخبيث من الطيب».

په خاصو حوادثو سره د مغرضينو د پيژندلو يو حکمت دا دی، چې په داسې وخت کې دوی په خپله خوښه د مخلصينو له صفه بهر کيږي، او دي ته اړتيا نه پاتي کيږي چې د امير په امر سره وويستل شي.

له الله نه همدا سوال کوو چې: ربه! د حق د پيروۍ او ورباندې د ثابت پاتې کيدو وسه راکړې!

له همدې سره د دغو څو يادونو لړۍ, چې د تذکير په بنياد پيل شوې وه، پای ته ورسيده. ربنا تقبل منا إنك أنت السميع العليم وتب علينا إنك أنت التواب الرحيم, اللهم أرنا الحق حقا وارزقنا اتباعه, وأرنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه, اللهم آمين.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سمسور
میلمه
سمسور

په قلم دې برکت شه دلانورو ښو توصیو په هیله ستاسو هرې تذکرې ته باید ډېر دقدرپه سترګه وکتل شي

عبدالخالق جبارخیل
میلمه
عبدالخالق جبارخیل

متوکل صیب ! الله عزوجل دې په خپلو نعمتونو او رحمتونو ونازوه ، ډیره ښایسته لیکنه ده زما خو يې ذهن خلاص کړ …. الله ج دې مجاهدینو صفونه تصفیه کړي ترڅو دا صفونه د بدنامیو او ګوته نیولو څخه پاک و اوسي …. د مجاهدینو صفونو کې چې دا کوم کارونه کیږي والله ډیر مې ځوروي ، خو که ددې یاودنه هم شوې وای چې هغه مجاهدین ولې په قتل رسیږي چې د نورو حزبونو پخواني غړي دي نه يې د چا سره کار وي او نه يې مجاهدینو ته کوم ضرر رسولی وي . د مجاهدینو د اتحاد… نور لوستل »