پښــــتو ادب

اختره دلته مه راځه !

لنډه کیسه

صفی الله حسن زی

اختر ته لاشپی پاتی وی یو سهار له کوره را بهر شوم تر څو د اختر لپاره ځینی اړینه سودا راوړم د بازار په لوری می مخه کړه.

د کلی نه په وتلو سره می د بر کلی په هدیره کی په دوه نویو قبرونو سترګی ولګیدی په سوچ او فکر کی لاړم …..!

له لږ سوچ وروسته می ذهن ته راغلل چې دا خو د زلمی کاکا او د هغه د میرمنی قبرونه دی چه تیره ورځ د څو ظالمانو لخوا په شهادت ورسیدل او کور ته یی اور اچولی وو. همدی سوچونو کی روان وم چه د یو ماشوم غږ می تر غوږو شو چه د لالا لالا چیغی یی وهلی د مخ په راګرځیدو سره ګورم چه د زلمی کاکا مشر ۱۲ کلن زوی څیری جامی او لوڅی پښی زما په لوری منډی راوهی د رارسیدو سره سم یی خبر را غبرګه ویل یی لالا بازار ته ځی ما ویل هو وایه څه شی د په کار دی یو سوړ اسویلی یی له خولی ووت ویل یی لالا هدیره کی ګورم د هر قبر په سر جنډی (بیرغ) شته دی یوازی زما د پلار او مور په قبر جنډی ندی ولاړی بازار ته په تلو سره هغه ټوټه بیرته راته راوړه چه تیره ورځ می پلار زما د کالیو لپاره خیاط ته وړی وه !!

زه د پلار او مور دقبر لپاره تری بیرغ جوړوم کورکی هیڅ ندی پاتی شوی ټول سوځیدلی دی.
ددی خبری په اوریدلو سره نور دخبرو کولو جرات رانه لاړ او د سر په

خوځولو سره می د (سمه ده) ځواب ورکړ بیرته می دبازار په لوری حرکت پیل کړ د حرکت سره سم ماشوم په ځمکه کیناست او په ژړه غونی غږ یی له ځانه سره وویل

خلکو اختر ته جامې وکړې

ما مې د مور قبر ته جوړ کړل بیرغونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x