fbpx

سلف او روژه (30/26)

حامد افغان

سلف او د روژې وروستۍ لس شپې

یو عابد شاعر وایي: اې د شپې خلکو! کوښښ وکړئ،

ځیني دعاوي نه ردکیږي، خو د شپې عبادت یواځي

هغه څوک کولی شي چې کلک هوډ او اراده ولري.

يَا رِجَالَ اللَّيْلِ جِدُّوا رُبَّ صَوْتٍ لا يُرَدُّ

لا يَقُومُ اللَّيْلَ إِلاَّ مَنْ لَهُ عَزْمٌ وَجِدُّ

د روژې له دې مبارکو شپو سره د سلفو رحمهم الله دومره زیاته مینه وه چې هره شپه به یې غسل کاوه، نوې یا پاکي جامې به یې اغوستلې او بیا به یې په مینه او شوق سره عبادت کاوه، لکه مشهور تابعي ابراهیم النخعي رحمه الله به همداسي کول، او ایوب السختیاني رحمه الله به په تاک شپو کې غسل کاوه، پاکي جامې به یې اغوستلې او خوشبويي به یې لګوله.

ثابتٌ البناني رحمه الله او حميدٌ الطَّويل رحمه الله به ترټولو ښې جامې واغوستلې، دواړو به خوشبويي ولګوله، او په کوم جومات کې به یې چې د شپې عبادت کاوه هغه کې به یې هم خوشبويي ولګوله، ثابت البناني وایي: تمیم الداري یوه جوړه لرله چې په زر درهمه یې اخيستې وه، او هغه جوړه به یې په هغه شپه اغوستله چې ګومان به کیده دا به د قدر شپه وي.

لکه مخکي په یوه حدیث کې تیرشول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې په عبادت کې ډېر زیات کوښښ کاوه او د روژې په دې وروستیو لسو شپو کې به یې خپلي ميرمني هم د شپې د عبادت له پاره ویښولې، سلفو رحمهم الله به هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کوله او خپل کوروال به یې د عبادت له پاره ويښول، لکه سفیان الثوري رحمه الله وایي: کله چې د روژې وروستۍ لس شپې راشي باید په عبادت کې زیات کوښښ وکړل شي، خپل کوروال او هغه اولادونه چې وس یې لري باید د شپې عبادت ته بیدار کړل شي .

د مختلفو سلفو علماو رحمهم الله په اړه راغلي دي چې هغوی به کله د شپې عبادت کاوه نو د تهجدو په عام وخت به یې کوروال هم تهجدو ته پورته کول او د هغوی د پورته کولو په مهال به یې دا ایت ورته تلاوت کاوه: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعٰقِبَةُ لِلتَّقْوٰى. [سُوۡرَةُ طٰه : 132] یعني خپلي كورنۍ ته د لمانځه توصيه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ روزي خو موږ تا ته دركوو او د عاقبت ښېګڼه د پرهېزګارۍ لپاره ده.

په یوه روایت کې راغلي دي عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: زه ماشوم وم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې زما د ترور میموني کره شپه وه، هغه د شپې پورته شو او له یوه رازړیدلي ژي نه یې مختصر اودس وکړ، ما هم د هغه په څیر اودس وکړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم چپ لورته په لمانځه ودریدلم، خو هغه ښي لورته ودرولم.

د سلفو علماو رحمهم الله دا ډول روایات پوره عملي کړي وو، لکه ابراهیم بن وکيع رحمه الله وایي: زما پلار به د شپې عبادت کاوه، او موږ به یو هم نه پاته کیدلو ټولو به عبادت کاوه، آن زموږ یوه توره مینځه وه هغې به هم د شپې عبادت کاوه، طلحه بن مصرف رحمه الله به د خپل کور ښځي، خادمان او اولادونه ټول د شپې عبادت ته بیدارول، او ورته ویل به یې: باید د شپې په منځ کې عبادت وکړئ، که دوه رکاته وي هم، ځکه د شپې عبادت ګناهونه ختموي او دا د نېکانو غوره عمل دی. ابراهیم بن شماس رحمه الله وایي: امام احمد بن حنبل رحمه الله مې د ماشومتوب په وخت کې لیدلی و ټوله شپه به یې عبادت کاوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د