افغانستان

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسيون غړي پښېمانه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ټاکنيز اصلاحاتو د کميسیون غړي وايي چې د دوی د کاري مودې یواځې اته ورځې پاتې دي، خو لا يې تر اوسه هیڅ نه دي کړي، چې له امله يې پخپله دنده پښېمانه دي.

دغه پنځلس کسيز کميسیون د روان کال د لومړۍ میاشتې په دویمه ورځ د شکريې بارکزۍ پر مشرۍ جوړ شو، چې دنده يې د ټاکنيزو کميسیونونو او ټاکنيزسیستم په برخه کې سمون راوستل وټاکل شول او اجرايوي ریاست پرې ځانګړی ټینګار درلود.

د اصلاحاتو په نامه د دې کمیسیون منشي وږمه فروغ وايي چې په دې کميسیون کې پر غړيتوب پښېمانه ده، هغه وايي چې که وخت ورکړل شوی وايي د ټاکنيز سیستم د سمون لپاره يې ښې طرحې لرلې.

فروغ چې په کابل کې له یو شخصي تلويزون سره خبرې کولې وویل چې دوی په څلورو میاشتو کې هیڅ هم نه دي کړي، په داسې حال کې چې اته ورځې وروسته يې کاري موده بشپړېږي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون مرستيال صدیق الله توحيدي بیا په دې کميسيون کې تېر کړی وخت د «بې کارۍ ورځې» بولي او وايي چې د دوی د «بې کارۍ» کاري موده پای ته په رسېدو ده.

که څه هم د دې کميسیون مشره د اجرايوي ریاست له لوري له دندې ګوښه او پر ځای يې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو منډو ترړو ګډونوال جانداد سپین غر وټاکل شو، خو توحيدي وايي چې دې کميسیون د ولسمشر د شخصي ذوق له امله هیڅ نه دي کړي.

نوموړي وویل چې اشرف غني د خپلې شخصي سلیقې له مخې په دې کمیسیون کې غړي ټاکل او لرې کول، چې له امله يې د ټاکلې مودې په بشپړه کېدو سره لا هم دوی هیڅ نه دي کړي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د مشرانو جرګې مشر د دې کمیسیون جوړېدل له اساسي قانون ښکاره سرغړونه بللې وه، خو اجرايوي ریاست پر دې ټينګار کاوه چې د امریکا په سفارت کې د شوې توافقنامې له مخې دا کمیسیون باید د اجرايوي ریاست تر نظارت لاندې جوړ شي.

د دې کميسیون چې تر شکريې بارکزۍ وروسته يې جاندان سپین غر مشر، صديق الله توحيدي يې مرستیال او وږمه فروغ او شاه سلطان عاکفي يې منشيان پاتې شوي دي، اته ورځې وروسته کاري موده په داسې حال کې پای ته رسېږي، چې تر اوسه يې د اصلاحاتو په برخه کې کار نه دی پیل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x