افغانستان

عدليې وزارت لس ګوندونه لغوه وبلل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): عدليې وزارت هغه لس ګوندونه چې د دې وزارت له لوري ورته ټاکل شوي قانوني معيارونه يې نه و پوره کړي لغوه اعلان کړل.

د عدليې وزارت معين سید محمد هاشمي د مشرانو جرګې د شکاياتو اورېدو کميسیون ته وویل چې دوی دغه لس ګوندونه د قانوني نیمګړتيا له امله د هېواد د ګوندونو له نوملړه ویستي دي.

نوموړي وویل چې دوی شلو نورو ګوندونو ته هم خبر ورکړی دی، چې له قانون سره سم بايد په عدليې وزارت کې ثبت شي او پخپل یو کلن فعاليت کې باید په شلو ولایتونو کې نماينده ګي پرانيزي.

د هاشمي په خبره د هر ګوند لپاره دا ټاکل شوي اصول دي چې بايد د ثبت په وخت کې لږ تر لږه لس زره غړي ولري او د یو کال په اوږدو کې په شلو ولایتونو کې استازځايونه ولري.

د نوموړي په خبره دوی اوس د افغانستان د عدالت او ایتلاف ګوند، د افغانستان د خلکو د حقونو د ملاتړ او د کار او توسعې ګوند، د ملي وفاق ګوند، افغانستان ملي ګوند، د افغانستان د سولې د فعالانو ګوند، ملي هېواد ګوند، د افغانستان د ملي اقوامو د سولې ګوند، د تفاهم او ډیموکراسي ګوند، د افغانستان د خلق انقلابي ګوند او د ازدګان افغانستان ګوند ناقانونه اعلان کړي دي.

ياده دې وي دم ګړۍ په عدليې وزارت کې ۶۷ یواځې هغه سیاسي ګوندونه ثبت دي، چې کوم سیاسي فعاليت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x