بدګماني

ليکوال: قطب الدين مشال

کله چي انسان څه وويني, واوري يا يي محسوس کړي نو په هکله يي په ذهن کشی ګمان پيدا شي.
ګمان ښه او بد دواړه اړخونه لري لاکن په  دغه ليکنه کي به يي بد اړخ چي ورته بدګماني وئيل کيږي, وڅيړو او تشريح کړو.

کوم انسان چي هر وخت د هري موضوع اړوند بي له تحقيقه او پوره مالوماتو د مثبت ګمان په ځاي منفي ګمان کوي, د بدګمانی په مرض اخته بللي شو.

بدګمانی هغه وائرس ده چي تل د پرمختګونو لاري بندوي, په ټولنه کي مينه او باور له منځه وړي.

بدګماني چې د ښه ګمان په مقابل کښې راځي نه يوازې د مقابل لوري مقام ته زيان رسوي بلکې د هغه کس لپاره چې بدګمانه ده هم يو ستر مصيبت ده. ځکه چې هغه کس چې په نورو باندې بد ګمان کوي په خپل زړه کښې له هغوي څخه ويريږي او ورسره له ژوند کولو څخه اندېښمن وي. له دې امله هغه کس چې په بدګمانۍ اخته وي له ټولنې او اجتماع څخه ګوښه کېدل او يوازې والي غوره کوي. امام علي فرمائي: ((هغه کس چې بدګمان لري له هر چا نه  ويريږي.))

په ديني تعليماتو کښې د اجتماعي تعلقاتو اساس او بنياد په حسن ظن او ښه ګمان باندې ولاړ ده.

محترمو لوستونکو!

بدګماني نه يوازي زمونږ د انفرادي او ټولنيز ژوند لپاره ستونزي او خنډونه زيږوي بلکی صريح ګناه هم کيدای شي.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا). الحجرات سورت / 12

ژباړه : [اې دایمان خاوندانو ! له ډیرو ګمانونو ډه ډه وکړئ ، ځکه چې اکثره ګمانونه ګناه ده ، او په چا پسې څار (تجسس) مه کوئ]

او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : (إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ولا تحسسوا ولا تجسسوا) متفق عليه.

ژباړه : [بد ګماني مه کوئ ، ځګه چې بد ګماني تر ټولو دروغجنه خبره ده او شک او څار (تجسس) هم مه کوئ] بخاری او مسلم.

قدرمنو لوستونکو!

اوس به زما د عملي ژوند يوه کيسه درسره شريکه کړم تر څو ښه پوه شو چي بدګماني څنګه صريح ګناه او تر ټولو لويه درواغجنه خبره کيداي شي.

په خپله سيمه کي می يو سړي تل ليد چي کيک, چيپس او ورته خوراکي مواد به يي خوړل خو خواشنونکی حال يي دا وو چي ډيره برخه د خوراک به يي د ديوال څنډي ته اچوله.

زما به دماغ ورته جوش سه چی څومره ناشکره انسان ده, د رزق بی حرمتي کوي او ضائع کوي يي, چي نه يي شي خوړلي خو لږ اخله.

دا چي نور مي د صبر کاسه ډکه شوه او خبره مي له برداشته و وتله نو مي يوه ورځ سترګي په ور برګی کړي.
په غصه سره مي له ياد عمل څخه د منع کولو امر ورته وکړ.

نوموړي په ورين تندی او مينه ناکه لحجه راته ووئيل, “وروره! دلته وګوره, زه دغه خزندو ته دا خوراک ور اچوم …………”

زه حيران ودريدلم, په کوم چا چي زما د ناشکره ګمان و, هغه دومره شاکر او نيک انسان ده چي د الله تعالی و بی وسه ناتوان مخلوق ته د رزق ورکولو سبب ده.

له پښيماني او شرمندګی مي خپلی سترګي نه شوای ور پورته کولاي.

اوس نو يادي کيسي ته ځير شئ, که ما بي له تحقيقه په دا نيک انسان پسي په هر مجلس کي خوله وازه کړي واي چي فلاني ته خداي دولت ورکړي اوس دومره مغروره, اصراف کونکي, او ناشکره ده چي خوراکونه هسي يوي او بلي خوا ته شيندۍ.

دا نيک انسان به مي ټولني ته د حقيقت په خلاف يو بد عمله او بد کرداره معرفی کړي و, زما له خوا دا لګول شوي تهمت به زما د ګناه لامل شوي و او زما دا بدګمان به په ټولنه کي تر ټولو لويه درواغ خبره شوي وای.

لطفا وروڼو او خويندو هر وخت بي له تحقيقه او کره مالوماتو د هيچا په هکله هم مه بدګمانه کيږی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د